لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د تحریک طالبان پاکستان په ضد جګړه کې پاکستان ته د مرستې وړاندیز کړی دی


اسلام اباد ــــ ملګرو ملتونو او امریکا د پاکستان دننه په امنیتي حالاتو او د ترهګرۍ مخ په سېوا شوو حملو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده او امریکا د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان پرضد جنګ کې پاکستان ته د مرستې وړانديز کړی او ویلي یې دي چې ترهګرو ته ماتې ورکول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

امریکا او ملګرو ملتونو په داسې حال کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په پېښو اندېښنې څرګندې کړي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي روان کال کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 300 حملې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د تېر ګل- دوشنبې په ورځ اوونيزې خبري غونډې ته ویلي چي امریکا د خېبرپښتونخوا په بنو کې د رامنځته شوي صورتحال نه خبره ده او دا له نزدې څاري.

د پښتونخوا د بنو ضلعې په کېڼټ کې دننه د ترهګرۍ ضد محکمې مسوولين له تېرو دريو ورځو راهيسې هغه مهال دغلته بندي کسانو د وسلو په زور يرغمال کړي چې نن د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو کې "ټول ترهګر ووژل شول او د سي ټي ډي ټي یرغمال شوي مسولين ازاد کړل شول".

د پاکستان حکومت د هېواد دننه د ترهګرۍ د حملو تور په لا قانونه تحریک طالبان پاکستان پورې کوي او تور لګوي چې دوى په افغانستان کې پټې ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي د خپله خاوره به د بل کؤم هېواد خلاف کارولو ته نه پرېږدي.

د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونيو ګوتېریش هم د ګل- دوشنبې په ورځ نيویارک کې خبري غونډې ته ویلي چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې واکمن طالبانو څخه ښکاره غوښتنه کوي د هغو ترهګرو ډلو مخنیوی دې وکړي چې په ځانګړي ډول پاکستان او ګاونډيو هيوادونو ته خطر جوړېږي.

د دفاعي چارو کارپوه ليفټننټ جنرال ریټایرډ طلعت مسعود وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي کله چې د افغانستان څخه امريکايي ځواکونه وتلي، د پاکستان په پښتونخوا صوبه او شریکې پولې ته څېرمه سيمو کې د ترهګرو حملې هم سېوا شوې دي.

ښاغلی مسعود وايي د سيمې د ثبات او امنیت لپاره باید چې امریکا دې سيمې ته توجه وکړي.

هغه وایي امریکا د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان سره د استخباراتو په څانګه کې مدد کولای شي، ځكه چې وایي امریکا اوس هم په دې سيمه کې د استخباراتو يو مضبوط نیټورک لري.

له دې مخکې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر مايکل کوريلا هم د پاکستان سفر کړی وو او نوموړي ویلي وو چې واشنګټن د تحريک طالبان پاکستان د لوري د پاکستان امنيت او ثبات ته په ورپېښ خطر اندېښمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وینا وه چې امریکا د پاکستان د حکومت سره د افغانستان دننه او د شريکې پولې په اوږدو کې د موجود ترهګرو په ګډون هر قسمه چېلنج په مخنوي کې شراکت داره ده او ویلي امریکا ددغه چېلنج په مخنیوي کې مخکې هم له پاکستان سره مدد کړی او په اوسني صورتحال کې ورسره هم مرستې کولو ته چمتو ده.

د نړیوالو چارو څېړنکار او پخواني سفير اصف دراني وي او اې ډيوه سره خبرو کې ویلي امریکا کولای شي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان سفارتي او اخلاقي مرسته وکړي خو وايي دا جنګ مخکې هم پاکستان په خپل سر کړی او بيا به یې هم کوي.

د ځینو کارپوهانو په فکر ښايي چې پاکستان به د امریکا څخه ډرون ټېکنالوجي وغواړي.

د سټېتسکا په نامه د يوې نړيوالې څېړنيزې ادارې په ويبپاڼه ليکل شوي چې د امریکا استخباراتي ادارې سي اي اې د کال 2004 نه تر کال 2018 پورې په پاکستان کې د ترهګرو خلاف 429 ډرون حملې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG