لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلاول بهټو خبرو ته غبرګون: پاکستان به یو ځلي بیا د ډالرو ترلاسه کولو د پاره حالات خرابوي


د پاکستان خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ويلي دي چې امريکې د افغانستان د پولې د لوري د ترهګريزو بريدونو مخنیوي د پاره پاکستان ته په فنډونو ورکولو رضایت ښکاره کړی دی او دغه مرستې به د راتلونکي کال [2023] بجټ کې ورکولی شي.

څيړونکي نظر لري چې پاکستان ته يو وارې بيا جنګ ته د ښکېل کېدو پر ځای، په کار ده چې د افغانستان سره تړلې شخړو د هواري دپاره سياسي او سفارتي لارې چارې و لټوي، ګني عسکري حکمت عملي به د ترهګرۍ د مخه نیولو په ځای، دا جنګ نور هم سېوا کړي.

څېړونکي وايي تېر قریب یو نيم کال راهیسې کله نه چې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي دي، نو سيمه کې د نړیوالو ترهګرو ډلو فعاليتونه ډير په تندۍ سره مخ په وړاندي روان دي او دا عمل د دوحه لوظنامې سرغړونه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) مشر منظور پشتين د خارجه وزير بلاول بټو په بیان خپل ټويټ کې ليکلی دي: "د دې فنډونو د ترلاسه کولو د پاره خو ریاستي ادارو دا وسله وال تنظيمونه جوړ کړي دي. د خارجيانو نه د ډالرو ترلاسه کولو د پاره د دوی د لارې حالات خرابولی شي. او بیا د نورو ډالرو د پاره حالات به لانور خراب کړل کيږي."

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد پروفېسر سيد عرفان اشرف وايي داسې ښکاري چې افغانستان يو وارې بيا د ترهګرۍ مرکز جوړيږي او هلته واکمن طالبان دومره توان نلري چې د هغې مخه ونیسي .

نوموړي ډېوه ته وویل "که چېرته پاکستان په طالبانو تور پوري کوې چې دوی د ټي ټي پي مرسته کوي، افغانستان کې د هغې مخنیوی دې وشي او که چيرته د افغانستان طالبان په پاکستان الزام لګوي چې دلته نه ډرونز الوځي، د هغې مخنیوي دې وشي. نو دا دواړه ملکونه او د رياست واکداران په خپلو کې کېښني او د دې کشالو حل راوباسي په نسبت د دې چې د ترهګرۍ نه يې يو مارکیټ جوړ کړی دی او امريکا هلته نه راځي او دلته فنډونه ورکوي."

د پاکستان ډان اخبار د پاکستان د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري د خولې ليکي دي چې تيره هفته د امريکا د کانګرس د دورې پرمهال ورته سېنئر سنيټرانو باب مينينډيز او لنډسي ګراهام راتلونکي مالي بجټ کې د پاکستان د بارډر سيکورټي دپاره د فنډ ورکولو ويلي دي.

بلاول د دواړو سنيټرانو بيان ته اهميت ورکولو سره ويلي دي چې سنيټر باب مينينډيز د امريکا سينټ کې د خارجه چارو د کميټې مشري کوي او سنئيټر لنډسي ګراهام د عدليې د کميټې مشر دی.

د پېښور پوهنتون د نړېوالو اړيکو د څانګې استاد پروفېسر خورشيد وايي د افغانستان د اړخ نه چې پاکستان د ترهګرۍ کوم تازه ازمیښت سره مخ دی، د دې حل د بارډر منيجمنټ يا کنټرول نه سېوا سياسي دی.

پاکستان وایي د ترهګرو ډلو د تګ راتګ د مخنیوي په خاطر یې د سرحد په زیاترو سیمو باندې اغزن تار لګولی دی
پاکستان وایي د ترهګرو ډلو د تګ راتګ د مخنیوي په خاطر یې د سرحد په زیاترو سیمو باندې اغزن تار لګولی دی

نوموړي ډېوه ته وویل وړاندې نه چې د افغانستان په پوله لګيدلي ازغن تار په سر کومې لانجې روانې دي، دا تندروه ډلو ته د خپلو فعاليتونو سيوا کولو بل جواز جوړیدی شي.

پروفیسر خورشید زیاته کړه: "که ټي ټي پي ده که هغه د داعش ډلې دي او که هغه اړخ ته افغانستان والا خلک دي زما خيال دی هغوی له به داسې جواز مېلاو شي چې امريکا ووتله د علاقې نه او د پاکستان سره يې دوستي پريښودله يا د افغانستان په جنګ کې دوی ملګري و نو دوی خو هغه ملګرتيا دوباره شورو کړه او دا زمونږ خلاف ده نو په بارډر باندې دا ټينشن وغيره دا به نور هم ډير سېوا شي."

د روانې مېاشتې په نولسمه نيټه واشنګټن کې د خبري بريفنګ پرمهال د امريکا د خارجه محکمې وياند نيډ پرائس د کالعدم تحريک طالبان پاکستان په ګډون افغانستان کې ميشت نورو ترهګرو ډلو د لوري پاکستان کې د بريدونو سيوا کيدو اعتراف کړی و او مخ په سيوا کيدونکې خطرو مخه نيولو دپاره يې پاکستان ته د مرستو وړانديز کړی و.

د سيکورټې چارو کار پوها بريګيډير ريټايرډ سيد نذير مومند وايي امريکا په دې منطقه کې خپل مفادات او ګټې لري او د هغه اهدافو ترلاسه کولو دپاره د پاکستان سره همکاري کوي .

د هغه وینا وه چې که څه هم د امريکا فوځونه د افغانستان نه وتلي دي خو هغوی په دې منطقه کې سياسي، سفارتي او مظبوط استخباراتي نظام لري.

نوموړي ډيوه ته وويل د پاکستان دپاره ممکنه نه ده چې د دومره لوی بارډر په يواځي څارنه وکړي، "پاکستان ته کېدلی شي د څارنې دپاره څه الات داسې ورکړي داسي ډرون يا رېډارونه يا نور تيکنيکي الات چې د هغې نه د شپې ليدلی کيږي يا څارنه پرې کېږي، دويم اړخ ته دا هم ده که چيرته دا حملې زياتې شي او افغانستان د دې خلاف بنديز و نه لګوي نو بيا مشترکه کاروايانې او په هغې کې ماته خطره دا ده که بيا د ډرون استعمال شورو شو نو بيا به په پاکستان ډير تورونه لګي."

بلخوا څيړونکي وائي پاکستان چې دا وخت د افغانستان سره لګيدلي پولې د اړخ نه د ترهګرۍ د يو شمير ګواښونو سره مخ دی بايد د دې شخړې تل پاتې هوارې د پاره سياسي لارې چارې ولټوي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG