لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټین: په هغو ملکونو تېل نه خرڅوو چې د مغربي هېوادونو له خوا د لګول شوي محدود نرخ پیروي کوي


واشنګټن - د روس صدر ولاډیمیر پوټین وایي په ټولو هغو ملکونو باندې به د روس د تېلو خرڅلاو بند شي کوم چې د غربي ملکونو لخوا د لګول شوي نرخ پیروي کوي. د روان ډسمبر میاشتې په سر کې مغربي ملکونو او ځینو اتحادیانو یې په دې اتفاق وکړ چې که د روس نه تېل اخلي، نو د بېرل په سر به د شپېته ډالر نه زیات نه ورکوي. دوی غواړي د دې لارې اوکراین کې د روس د جنګ قوت راکم کړي.

د روس صدر ولاډیمیر پوټين یوه حکمنامه جاري کړې ده چې د کرملېن په وېب سایټ هم خوره شوې او په کې راغلي: "بهرنیو قانوني ادارو او وګړو ته د روس د تېلو او د تېلو د پیداوارو ورکول په هغه صورت کې بند دي چې که معاهدې یې نېغ په نېغه او یا بالواسطه ډول" د کوم ټاکل شوي اعظمي نرخ پیروي وکړي.

پوټین دا حکمنامه د نهې/سې شنبې په ورځ اعلان کړه او د امریکا او اتحادیانو د هغه ګام په وړاندې د ماسکو غبرګون ګڼل کیږي کوم چې ترمخه یې د جي۷ ډلې څو هفتې وړاندې خپل منځ کې د روس د تېلو اخېستلو دپاره اعظمي نرخ وټاکه او ویې ویل چې د روس تېل دې څوک د بېرل په سر د شپېتو ډالرو نه زیات نه اخلي.

په دې ډله کې چې دا فیصله یې وکړه، کېنېډا، فرانس، جرمني، اېټلي، جاپان، برطانیه امریکا، او یورپي اتحاد شامل دی. د رائټرز خبري ادارې ترمخه، د جي-۷ ډلې ملکونه، یورپي اتحاد، او اسټرېلیا به د دې فیصلې پیروي کوي.

د یورپي کمېشن د مشرې اورسولا فون ډېرلاین په وینا، د دوی مقصد دا دی چې په روس باندې د لګول شویو پابندیو قوت زیات کړي، د روس آمدن راکم کړي، او همدا راز په نړېواله کچه د انرجۍ مارکېټ ته استحکام ورکړي.

روس مګر ويلي دي چې د بیعې دغه لګول شوی محدودیت به یې په اوکراین کې د جنګ په صلاحیت کوم اثر ونکړي. روس دا یقین هم څرګند کړی چې د خپلو تېلو پیداوار ته به نوي اخېستونکي یا بیوپاران پیدا کوي.

د سعودي عرب نه پس، روس په نړۍ کې د تېلو تر ټولو ستر برامد کوونکی هېواد دی.

بل اړخ ته د نهې/سې شنبې په ورځ د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن په یو ټویټ کې ولیکل چې امریکا به تر څو چې ضرورت یې وي، د اوکراین ترڅنګ درېدلې پاته وي.

بلېنکن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اوکرایني وګړي د سخت ژمي سره مخ دي او امریکا به د خپلو اتحادیانو سره یوځای کوشش وکړي چې د اوکراین د انرجۍ بنیادي اډانې مرمت کړي او دفاع یې وکړي.

د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي هم د نهې/سې شنبې په ورځ پخپل ویډیویي پیغام کې وویل چې د آینده نوي کال دپاره به د اوکراین د پوځ او امنیتي ځواکونو د آمادګۍ دپاره ګامونه اخېستل کیږي. هغه زیاته کړه چې د ژمي موسم په خطرو خبر دی او په دې هم پوهه دی چې په کار ده په سپرلي موسم کې څه وشي.

د جګړې په میدان کې تشدد لا هم دوام لري او د اوکراین په ختیځ کې د باخموت ښار شاوخوا دروند جنګ روان دی. په اوکراین باندې د روس د حملې نه مخکې، د باخموت ښار آباتي اویا زره کسانو ته رسېدله خو اوس هغه ښار تباه شوی او ډېر کم شمېر خلک په کې ژوند کوي.

د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف د نهې/سې شنبې په سهار خپلې سرکاري مېډیا ته وویل چې اوکراین کې د جګړې د آینده دوام په اړه فیصله د اوکراین حکومت په لاس کې ده. هغه وویل چې اوکراین د روس په مطالباتو پوهیږي او که دا مطالبات پوره نکړي، نو بیا د روس پوځ به یې پوره کوي.

بل اړخ ته د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي ویلي چې د جګړې ختمېدل، د روس په لاس کې ده او چې هر وخت د اوکراین د خاورې روسي عسکر ووځي او د اوکراین آزادي او علاقائي سالمیت تسلیم کړي، جګړه به ختمه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG