لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب: د حج د زیارت کوونکو شمېر به بېرته د کرونا وبا نه د وړاندې کلونو کچې ته ورسیږي


واشنګټن (اېسوشیټډ پرس) - د کرونا عالمي وبا له امله د حج په مراسمو هم محدودیتونه لګول شوي و، مګر او س د سعودي عرب چارواکي وایي چې د حج مراسم به بېرته هغې کچې ته ورسیږي کوم چې د کرونا وبا نه وړاندې کلونو کې و.

حج د اسلام پنځم رکن دی او په هر مسلمان، چې صلاحیت یې ولري، په ژوند کې یو ځلي حج کول فریضه ګڼل کیږي. د کرونا عالمي وبا نه وړاندې، هر کال به په میلینونه مسلمانان د مکې معظمې ښار ته تلل او د حج سپېڅلې دستوره به یې په ځای کوله.

په کال ۲۰۱۹ کې، قریب دوه نیم میلینه خلکو په حج مراسمو کې برخه اخیستې وه. مګر په کال ۲۰۲۰ کې، چې د کرونا عالمي وبا له امله لاکډاونونه/ټولبندیزونه ولګول شول، سعودي عرب په حج مراسمو هم سختې پابندۍ نافذې کړې او صرف ۱۰۰۰ کسانو ته یې چې هغوی هم پخپله د سعودي عرب اوسېدونکي و، د حج کولو اجازت ورکړ.

دا یو بې مثاله اقدام و چې حتی د کال ۱۹۱۸ عالمي وبا په مهال چې ټوله نړۍ کې یې لسګونه میلینه تنان ووژل، هغه وخت هم حج کې څه داسې ګام نه و لیدلی شوی.

په کال ۲۰۲۱ کې، حج مراسمو کې صرف د سعودي عرب شاوخوا شپېته زره (۶۰۰۰۰) وګړو برخه واخېسته، او تېر ۲۰۲۲ کال کې بیا د حج د برخه اخېستونکو شمېر یو میلین کسانو ته اوچت شو.

د سعودي د حج او عمرې چارو وزیر توفیق بن فوزان الرابعه د ګل/دوشنبې په شپه جده ښار کې یو کنفرنس ته په خبرو کې اعلان وکړ چې په حج مراسمو باندې لګول شوي محدودیتونه لېرې کیږي.

د سعودي سرکاري خبري ادارې د رپوټ ترمخه، ښاغلي الرابعه وویل: "ما په دې ناسته کې تاسو ته دوه خوشخبرۍ راوړي دي. اوله خوشخبري: د زیارت کوونکو شمېره به، د هر ډول عمري محدودیت بغیر، بېرته د عالمي وبا نه وړاندې کچې ته ورسیږي. او دویمه خوشخبري: د نړۍ له هر ګوټ نه کسان کولی شي د هرې کمپنۍ سره چې لائیسنس ولري او د هغو ملکونو د زیارت کوونکو تقاضاوې پوره کړی شي، حج ته راشي."

دا تصویر د ۲۰۲۰ په اپرېل میاشت کې اخېستل شوی، کله چې د کرونا وبا له امله سعودي عرب کې هم سخت بندیزونه لګول شوي و او ډېر خلک د کعبې شاوخوا هم نه پرېښودل کېدل
دا تصویر د ۲۰۲۰ په اپرېل میاشت کې اخېستل شوی، کله چې د کرونا وبا له امله سعودي عرب کې هم سخت بندیزونه لګول شوي و او ډېر خلک د کعبې شاوخوا هم نه پرېښودل کېدل

په دې وروستیو کلونو کې صرف هغه کسان چې عمرونه یې د اتلسو نه واخله تر پنځه شپیته (۶۵-۱۸) کلونو پورې و، د حج کولو اجازت یې اخیستلی شو. همدا راز سعودي عرب د هغو کمپنیو تعداد هم محدوده کړی و کوم چې د حج زیارت کوونکو دپاره یې د سفر بند و بست کولو.

سعودي عرب د تېلو سترې قدرتي ذخیري لري، مګر د حج او عمرې د زیارت کوونکو د ورتګ له امله هم د کاله بلینونه ډالر هغه ملک ته ورپه نصیب کیږي. د دې ترڅنګ، مکه معظمه او مدینه منوره چې دواړه حرمین شریفین یادیږي، ساتنه او خذمت یې د آل سعود شاهي کورنۍ ذمه واري ده چې د دې درک نه دوی ته قانوني حیثیت مېلاو شوی دی. نو د سعودي عرب سلطنتي کورنۍ ته د حج مراسم پر ځای کېدل، لومړي توب لري او دا یقیني کوي چې زیارت کوونکي حج و عمرې دپاره ورشي.

د کرونا وبا نه وړاندې، په ځینو نورو کلونو کې هم په حج کې د ځینو مرضونو وبایي خورېدل اندېښنې پیدا کړې وې. مثال، په ۱۸۲۱ کې د حج مراسمو کې د کولرا مرض د خورېدو له امله شاوخوا شل زره کسان مړه شول، بیا په ۱۸۶۵ کال کې د کولرا مرض حج کې خور شو چې ۱۵۰۰۰ زره یې ووژل او بیا د نړۍ د نورو سیمو خلکو ته هم ولګېد.

د ۲۰۱۰ نه وروسته کلونو کې، سعودي عرب د یو بل قسم کروناوایرس خطرې سره مخ شو چې د مېډ ایسټ ریسپایرېټوري سېنډروم یا میرس په نوم مرض یې خلکو کې پیدا کولو. په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې سعودي عرب د صحت په برخه کې اقدامات تېز کړل او غوښتنه یې وکړه چې ناروغان او د پاخه عمر کسان دې حج کې برخه نه اخلي.

همدا راز په دې وروستیو کلونو کې د سعودي عرب چارواکو د هغو ملکونو نه چې په کې خلکو ته اېبولا وایرس لګېدلی، د زیارت کوونکو په راتګ باندې بندیز ولګولو.

سږ کال به حج د جون میاشتې په آخره کې ترسره کیږي، خو تر اوسه ښکاره نده چې د صحت خوندي ساتنې دپاره به څه ډول ګامونه په پام کې ونیولی شي. سعودي عرب اوس د کرونا وایرس وېکسین او آزمایش د زیارت کوونکو دپاره حتمي ندی ګرځولی، مګر د نورو مرضونو دپاره د وېکسینونو ضرورت یې پرځای ساتلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG