لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالب مشرانو په اړه د عباس ستانکزي نوې څرګندونې: چې د مشرانو خبرې په شریعت نه وي برابرې، اطاعت یې واجب ندی


عباس ستانکزی، د طالبانو د خارجه وزارت د سیاسي چارو نایب
عباس ستانکزی، د طالبانو د خارجه وزارت د سیاسي چارو نایب

واشنګټن - په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترمنځ په ځینو مسایلو کې د ورځ په زیاتېدونکي اختلافاتو نښې نښانې راڅرګندې شوي دي. پس د هغه چې طالبانو د ښځو په تعلیم او کار کولو باندې یو په بل پسې سخت بندیزونه اعلان کړل، د طالبانو ځیني مشران د دې حالت نه راضي نه ښکاري او وایي چې مشران دې باید د اصلاحاتو په مقصد تنقیدونه واوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو نایب وزیر شېر محمد عباس ستانکزي، چې مخکې یې هم د ښځو د تعلیم دپاره د طالبانو په یوه ناسته کې غږ اوچت کړی و، دا ځل یې په تازه خبرو کې ویلي چې د طالبانو مشران څه "پیغمبران او صحابه" ندي او که داسې کوم هدایت ورکوي چې د شریعت سره اړخ نه لګوي، نو بیا ضروري نده چې د دې مشرانو خبره دې هرو مرو ومنلی شي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په نظام کې، مولوي هبت الله آخندزاده چې دوی ورته امیرالمومنین وایي، د مشرتابه حیثیت لري او هره فیصله یې د زیاتره طالبانو په فکر، د "اطاعت" وړ ده.

شېر محمد عباس ستانکزی، چې په دوحه کې د امریکاییانو سره د شوې لوظنامې د مذاکراتو اهم مرکچي ګڼل کېده او اوس د طالبانو خارجه وزارت کې د نایب وزیر عهده لري، په لوګر ولایت کې د یوې مدرسې د فراغت په دستوره کې، بغیر د دې چې چا نوم یا عهده یاده کړي، ویلي دي که مشران "یو څوک غلط پوه کړي او ‌غلطي وکړي، دا د هر مسلمان اوهر فرد حق دی چې خپل امر ته ووايي چې دغه کار دی خلاف د شریعت دی."

هغه له طالبانو او خلکو نه غوښتي چې د "حاکمانو هره خبره" دې په پټو سترګو ونه مني. د ستانکزي د دې خبرو ویډیو، نن د نهې/سې شنبې [جنوري ۱۰مه نېټه] په سوشل مېډیا کې خوره شوې ده.

بل اړخ ته یو افغان څېړونکي او لیکوال سراج الحق هاشم په دې باور دی چې که د طالبانو په حکومت کې څوک غږ هم اوچت کړي، نو نظام داسې جوړ شوی چې مخالفت هېڅ اثر نشي درلودلی ځکه ټول واک اختیار په مطلق ډول د طالبانو د مشرتابه په لاس کې دی.

بل اړخ ته په خوره شوې وېډیو کې اورېدل کیږي چې ستانکزی وایي اسلام کې د اظهار رأی آزادي شته او بیا یې د اسلام د دویم خلیفه، حضرت عمر (رض) د وخت یوه کیسه وکړه چې کوم اعرابي ورته په تنده لهجه خپلو اعمالو ته د خیال ساتلو خبره کړې وه. هغه زیاته کړه چې که اوس یو څوک یو چارواکي ته داسې خبره وکړي، وهل کېږي، ټکول کېږي او جېل ته اچول کېږي. د ستانکزي وینا وه چې اوسمهال دې طالب مشران هم دغه تنقیدونه په سړه سینه واوري او داسې فکر دې نه کوي چې دا د نظام یا شخص د تخریب په خاطر کیږي.

هغه د عصري علومو په زده کړې هم ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې د طالبانو ځیني نورو مشرانو د عصري علومو تعلیم مباح ګڼلی دی.

عباس ستانکزی د طالبانو یو پخوانی غړی دی چې د طالبانو په اوله دوره کې هم ددوی د حکومت یو جګپوړی مشر پاته شوی و، او امریکا سره د طالبانو د تړون نه وړاندې، په دوحه کې د مذاکراتي پلاوي مشري یې کوله.

د جمهوریت د ړنګېدو وروسته چې طالبان بیا په کابل واکمن شول، ستانکزی ډېره موده له هېواده بهر کې پاته شو او داسې ګنګوسې وې چې د طالبانو له مشرتابه نه خفه و، مګر وروسته کابل ته راغی او د بهرنیو چارو نایب وزیر په توګه یې کار پیل کړ.

هغه وایي چې په کار ده د طالبانو حکومت په افغانستان کې "نر، ښځو، سپين ږېرو او ځوانانو ته خپل حقوق" ورکړي.

داسې ویل کیږي چې د طالبانو ځیني مشران د ښځو د کار او تعلیم سره مخالفت نلري، مګر د دوی لوی مشر ملا هبت الله آخندزاده، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، او د طالبانو ستر قاضي شیخ عبدالحکیم یې سخت مخالفت کوي.

د طالبانو یو غړی چې حکومت کې یې کومه ځانګړې عهده نده معلومه او ځان ته سترجنرال مبین وایي، په سوشل مېډیا او رسنیو کې ډېر راڅرګندیږي او د طالبانو په طرفدارۍ مشهوره دی.

جنرال مبین هم ویلي چې چارواکو ته په کار ده د اولس سره په نرمه ژبه مخ ته ولاړ شي او "وچ په شین زور دا ولس له هېڅ نظام سره سر ندی ښورولی."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG