لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسي ډلې په سولیدار د قبضې دعوا کړې


د روس میشنري ډلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ دعوا کړې چې د اوکراین په ختیځ کې یې د سولیدار کنټرول نیولی او د ښار په مرکز کې لاهم جګړه روانه ده.

اوکرایني چارواکو ویلي وو چې د دوی ځواکونه د سولیدار په سیمه کې بند پاتې دي. دا سیمه په شخړو کې ترټولو فعاله ده.

د اوکراین پوځ د شورو یا چهارشنې په ورځ په خپله ورځنۍ ارزونه کې وویل چې سولیدار د هغه سیمو څخه و چې د روس د مېزایلو لاندې و.

په امریکه کې د روس سفیر، اناتولي انتونوف، د نهې سه شنبې په ورځ ناوخته وویل چې د اوکلاهوما په فورټ سیل کې د پیټریوټ میزایلي دفاعي سیسټم کارولو په اړه د اوکراین سرتیرو ته د روزنې په اړه د امریکا پریکړه:

"د اوکراین په شخړه کې د واشنګټن اصلي ښکیلتیا تاییدوي."

د پنټاګون مطبوعاتي سیکتر پیټ رایډر د نهې په ورځ په پنټاګون کې د یوې غونډې په وخت وویل چې په فورټ سیل کې روزنه به "راتلونکې اونۍ" پیل شي.

د اوکرایین صدر ولادیمیر زیلینسکي د نهې په شپه په خپله وینا کې له لویدیځ څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل، دا مهمه ده چې د روسیې له یرغل مخکې د اوکراین ځواکونه پیاوړي شي.

زیلینسکي وویل:

"آزاده نړۍ د روس د تیري د مخنیوي او د ترهګر حکومت تاریخي ماتې ته د رسیدو لپاره اړین هرڅه لري. او دا نه یوازې زموږ لپاره مهم دی. دا د نړیوالې ډیموکراسۍ لپاره مهم دی، د ټولو هغو کسانو لپاره چې ازادۍ ته ارزښت ورکوي.

د نېټو پوځي اتحاد او د یورپي ملکونو اتحاد یورپين یونین مشرانو تیره ورځ ویلي وو اوکراین ته نوره وسله ورکوي چې پکې په د هوايي دفاع جدید نظام او نور پوځي ساز او سامان شامل وي.

د نېټو او يورپین یونین د مشرانو په دې تازه بیان د ماسکو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی. روس اوکراین سره د امریکې په شمول د نورو مغربي ملکونو د مرستو مخالفت کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG