لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېچ آر ډبلیو: د طالبانو د رویې په سر دې د کرکټ په نړېوالې شورا - آی سي سي - کې د افغانستان غړیتوب وځنډول شي


واشنګټن - د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د کرکټ له نړیوالې شورا (آی سي سي) غوښتي چې په دې شورا کې دې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم غړیتوب وځنډوي.

له هغې وروسته چې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د مېچ کولو نه انکار وکړ، د بشري حقونو د څار ادارې یوه چارواکې له ICC څخه وغوښتل چې په شورا کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړیتوب وځنډوي.

د HRW د نړیوالو نوښتونو مسوولې مینکي ورډن وویل چې "په نړیوال کرکټ کې د افغانستان لوبډلې ګډون دې تر هغو وځنډول شي چې ښځو او نجونو یو ځل بیا په هیواد کې په تعلیم او سپورټ کې برخه نه وي لرلی".

د ايچ آر ډبلیو د آسیا د څانګې مشرې اېلېن پیرسن هم د مینکي ورډن دا بیان پخپل ټویټر خپور کړی او پخپله د اېچ آر ډبلیو رسمي ټوېټر پاڼې هم رېټویټ کړی دی:

د بشري حقونو د څار سازمان په نړیواله شورا کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه داسې مهال کوي چې دا ټیم په نړیوالو سیالیو کې تر اوسه د افغانستان د تېر جمهوري نظام بیرغ لېږدوي.

په همدې حال کې د کرکټ په چارو نظر لرونکی د وي او اې خبریال جعفر هاند وایي چې د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د آی سي سي له مشرتابه سره ملاقات کړی او هغو ورته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

تر دې مخکې د اسټرالیا د کرکټ شورا پر ښځو او نجونو د لګول شوي بندیزونو له کبله د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې چې ټاکل شوې وه په مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې وشي، وځنډولې.

د افغانستان د کرکټ وتلي لوبغاړي راشد خان هم د اسټريليا دغه فېصله غندلې ده.

راشد خان ویلي دي: "زه بيخي ډېر خفه شوم چې اسټريليا زمونږه سره د مارچ په مياشت کې کېدونکې لوبو نه په شا شوې ده".

راشد خان چې نن سبا په اسټريليا کې کمرشل لوبې کوي د ټولو مينه والو غبرګون ښکاره کړی دی.

د سېف د چلډرن د فعالیتونو بیا پیل

د ماشومانو د ژغورنې نړېوال تنظیم - سیف د چلډرن - چې په افغانستان کې په وروستیو کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو بیرته د کار پيلولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی‌ ته د ښځینه کارکوونکو د بشپړ او خوندي راستنیدو ډاډ ورکړل شوی دی.

درې اونۍ وروسته له هغې چې طالبانو اعلان وکړ چې افغان ښځې په هر ډول غیر دولتي موسسو کې د کار کولو څخه منع شوي دي، افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې یا سیف د چلډرن خپل فعالیتونه ځنډولی وو.

په دې اعلامیې کې د یادې موسسې د فعالیتونو مشر ډیوید رایډ له قوله راغلي چې د دغه موسسې اکثر پروګرامونه ځنډول شوي، خو یو شمېر فعالیتونه چې له هغې جملې روغتیا، خوړو او ځیني ښوونیز خدمات چې د هغه په اړه له اړوندو چارواکو څخه د باور وړ واضح تضمیونونه تر لاسه شوي چې ښځینه کارکوونکي به پرته له کوم محدودیته کار ته ستنیږي، له سره پيل کړي دي.

د ماشومانو د خوندي ساتلو په څیر سازمانونه د ډیرو کلونو راهیسې د افغان ماشومانو د خوندي ساتلو په برخه کې اړین فعالیتونه ترسره کوي، په ځانګړې توګه په تیرو 18 میاشتو کې ځکه چې اقتصادي بحران او طبیعي پیښو هیواد په یوه ناورین کې ډوب کړی دی.

د سېف د چلډرن موسسې د راپور په اساس تر 28 میلیونه ډیر ماشومان او لویان به په 2023 کې بشري مرستې ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې یو شمېر نړیوالو خیریه بنسټونو خپل فعالیتونه وروسته تر هغه بند کړل چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې په ټولو داخلي او بهرنیو غیر دولتي موسسو او سازمانونو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز اعلان کړ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG