لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین داخله وزیر او دوه نور اهم چارواکي د هیلي کاپټر په راغورځېدو کې مړه شوي دي


واشنګټن - په اوکراین کې د یو هیلي کاپټر د راغورځېدو له امله د هغه ملک د داخله وزیر او ورسره نورو چارواکو په شمول، لږ تر لږه اتلس (۱۸) کسان مړه شوي دي. په اوکراین باندې د روس د یرغل نه تر اوسه د اوکراین دومره جګپوړی چارواکی چېرته هم نه و مړ شوی.

اوکرایني چارواکي وايي چې دا هیلي کاپټر د سرښار کيیف ختیځ پلو راغورځېدلی چې په کې اتلس کسان وژل شوي او په هغو کې د اوکراین د داخله چارو وزیر ډینیس موناڅرسکي او څو تنه نور اوکرایني چارواکي هم شامل دي. تر اوسه معلومه نده چې د دې هیلي کاپټر د راغورځېدو لامل څه و.

په پېښه کې ۹ مړه شوي کسان، په هیلي کاپټر کې سپاره خلک و، او نور تنان چې مړه شوي هغوی لاندې په ځمکه ول چې ورباندې هیلي کاپټر راوغورځېده.

د اوکراین د قامي پولیسو مشر ویلي چې د داخله وزیر نایب، یيوېن ينین، او د داخله وزارت سټېټ سېکرېټري یوري لوبکوویچ هم د مړو شوو کسانو په ډله کې دي. د اوکراین د جګړې پر مهال، د هغه ملک جګپوړي چارواکي اکثره په هیلي کاپټرو کې سفرونه کوي.

د اوکراین داخله وزیر دينیس موناڅرسکي چې د هیلي کاپټر د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
د اوکراین داخله وزیر دينیس موناڅرسکي چې د هیلي کاپټر د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنکسي په ټېلیګرام باندې یو پوسټ کې ویلي چې هغه د یادې پېښې په اړه د تحقیقاتو هدایت ورکړی دی. هغه دا واقعه یوه "ناوړه ټراجیډي" بللې او زیاته کړې یې ده چې د مړو شوو کسانو کره شمېر لا تر اوسه یقیني نده خو حد اقل دا ښکاره ده چې په پېښه کې درې ماشومان هم مړه شوي دي. زېلنسکي دا یو ډېر سخت درد وباله.

د اوکراین دپاره د ملګرو ملتونو کوارډېنېټره ډېنیس براون چې پخپله هم اوکراین کې ده، وایي هغه د دې غمجنې واقعې له امله سخته خواشینې شوې ده. هغې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د مړو شوو کسانو کورنیو او د اوکراین حکومت او خلکو سره همدردي ښودلې ده.

د یورپي کونسل صدر چارلز مېشل هم د اوکراین د خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو سره ویلي چې د اوکراین داخله وزیر موناڅرسکي "د یورپي اتحاد یو کلک ملګری" و.

څو ورځې وړاندې روسانو د اوکراین یو رهایشي بلډینګ په میزائیلو وویشت چې له امله یې په لسګونه عام خلک ووژل شول. د هغې حملې نه وروسته، دا په وروستیو کې اوکراین کې دویمه لویه غمجنه پېښه ده.

اوکراین سره اضافي پوځي مرستې

امریکا او نورو اتحادیانو یې تکل کړی چې اوکراین ته به لا زیات پرمختللې وسلې ورکړي او د دې په استعمال کولو به هم اوکرایني پوځیانو ته تعلیم ورکړي.

دا اضافه پوځي مرستې به د جمعې په ورځ د امریکا په مشرۍ د اوکراین د دفاع کانټکټ ګروپ په تازه ناسته کې اعلانې شي. دا ناسته په جرمني کې د امریکا په یوې پوځي اډې، رامشټاین ائیربېز کې جوړیږي او د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټن په شمول به د نېټو ملکونو لسګونه ددفاع وزیران، د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ، او د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي رزنیکوف برخه ولري.

بل اړخ ته د روس خارجه وزیر سرګي لاوروف نن د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د ماسکو په ضد مغربي ملکونو لاسونه یو کړي، مګر هغه باور لري چې روس به په اوکراین کې خپلو اهدافو ته ورسیږي. هغه د اوکراین جګړه، هایبرېډ جنګ وباله.

لاوروف د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي هغه مطالبې هم رد کړې چې د اوکراین نه د روسانو پوره وتل یې غوښتي دي. لاوروف دا تور هم ولګاوه چې ګني د زېلنسکي سره خبرې نشي کېدلی، ځکه د هغه په باور، د زېلنسکي فیصلې ورته مغربي ملکونه کوي.

همدې حال کې د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش ویلي چې نړۍ په یو خواشینوونکي حالت کې ګېر ده چې مشترک عوامل یې اوکراین کې د روس جنګ او موسمي بدلون دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG