لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانیه: د روس په سکولونو کې د پوځي تربیت بیا شروع کېدل، د پخواني شوروي اتحاد دور تازه کول دي


واشنګټن - د برطانيې دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ‌ ويلی دي چې د روس په سېکنډري یا ثانوي سکولونو کې د پوځ د بنیادي‌ تربيت بیا شورو کولو سره په نوموړي‌ هېواد کې ماحول نور هم زیات پوځي شوی دی. په ثانوي‌ سکولونو کې پوځي نصاب د ستمبر او په یونیورسټو کې د دسمبر په میاشت کې لازمي شوی دی.

د برطانيې وزارت وایي چې د روس په سکولونو کې د پوځي‌ تربيت بیا شورو کېدل د شوروي اتحاد دور قصداْ راتازه کول دي. د شوروي اتحاد په وخت په سکولونو کې پوځي نصاب شامل وو.

د خالي‌/شنبې په ورځ د دونېڅک د مشرقي سيمې په یو ښار د روس ميزايلي برید کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول.

د دې سيمې په یو شمېر ځایونو کې د اوکراېني او روسي ځواکونو ترمنځه توده جګړه دوام لري. د مغربي هيوادونو د خوا اوکراېن ته د جدید ټېنکونو د ورکولو د ژمنو ورستو د روس په پوځي عملیاتو کې تیزي او چتکتیا ليدلی کيږي.

د اوکراېن صدر ولودیمیر زېلنسکي غواړي مغربي هيوادنه ورته د اوږدې فاصلې پورې د کره هدف په نښه کولو ميزايلې ورکړي چې داسې د ښارونو په نښه کولو د روس توان راکم کړي.

زيلېنسکي وړاندی ويلی دي چې د روس په بمبارۍ کې پرله پسې تباه شوي علاقو لکه وهلېدار او بخموت کې دا وخت غټه جګړه دوام لري.

سيمه ايزه ګورنر پفلوکېرېلېنکو په ټيلي ګرام ويلی دي چې د دونېڅک په يو ښار د استوګنې په ودانۍ د روس په بريد کې درې تنه مړه او لږ تر لږه څوارلس ژوبل شوی دي.

د خالي/شنبې په ورځ شوی بريد د روس د خوا د ولسي ځایونو په نښه کولو ورستي‌ ګام وو چې غواړي‌ د اوکراېن د ولس حوصله راټيټه کړي.

د اوکراېن د ملي امنیتي شورا مشر اولېکسي دانيلوف آراېف ايي/ آر اېل ته ويلي دي چې ماسکو تیاري کوي چې په څليريشتمه فرورۍ د روس د یرغل د کليزې د لمانځلو لپاره نوې عمليات وکړي. دانيلوف زیاته کړه چې روس غواړي د کليزې د لمانځلو په وخت دوي خپلې ګټې وښايي.

د واېټ هاوس د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي ويلي دي چې واشنګټن ګڼي چې په راتلونکو میاشتو کې به جګړه زور نيسي او د جګړې د ختمېدو هيڅ امکان په نظر نه ښکاري.

زيلېنسکي د جمعې په ورځ ويلي دي چې اوکراين تر د پنځو سوو ټېنکونو ضرورت دی. دوي سکائ نیوز ته ويلي دي چې د خپلې خاورې او د علاقو د حقاظت د پاره درې سوه یا پنځه سوه ټېنکونو ته ضرورت لري.

بي اېف ايم ټيلي ويژن ته د جمعې په ورځ خپله مرکه کې د فرانس سفير وېدیم اومېلچېنکو ويلي دي چې یو شمېر ملکونو تر دې دمه اوکراېن ته تر د درې سوه یويشتو ټېنکونو د ورکولو لوظونه کړی دي.

د يورپي اتحاد مشرې اورسولا فون دېرلاین هم اوکراېن ته د اتحاد د خوا د بې شرطه مرستو باور ورکړی دی.

فون دېر لاین او د یورپي اتحاد نور مشران د فرورۍ په درېمه نېټه د يورپ او اوکراېن د سرمشريزې غونډې اراده لري.

د اوکراېن سره د مغربي هېوادونو ورستي یو والي کرېملېن راپارولی دی او ويلی دي چې د جديد ټېنکونو د ورکولو د لوظونو سره ښکاري چې امریکا او نېټو نېغ په نېغه په جنګ کې د مداخلت سره دا جګړه غزول غواړی. دغه دواړه ډلې د روس وېناوې ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG