لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ:د وسله والو ډزو کې یو نرښځی وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي


د خیبرپښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې یو نرښځی یا خواجه سرا وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه د کوهاټ د جرما پولیس تاڼې په حدودو کې هغه مهال مخې ته راغلې ده چې نرښځیان د ټنګ تکور په یو محفل کې له نڅا وروسته په رکشه کې کور ته روان وؤ.

د وسله والو په ډزو کې د طارق په نوم نرښځی وژل شوی چې په مشي خان مشهور و او دوه نور نرښځيان حسنین عرف رابعه او نیاز عرف نازو ژوبل شوي دي.

ژوبل نرښځیان د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي او د دغو ژوبلو نرښځیانو څخه یو تن نرښځی چې خپل نوم یې نه دی ښودلی، په ټولنیزو رسنیو خپره شوې خپله یوه ویډیوه کې ویلي، دوی د شپې په تیاره کې د محفل نه وروسته کور ته روان وؤ او چې کله په یوه کچه لاره کې د رکشې نه کوز شول نو د مخکې نه ناستو وسله والو پرې ډزې وکړې.

هغه نه دي ویلي چې وسله وال څوک وؤ او په دوی یې ولې ډزې کړې دي، خو پېښور کې د نرښځیانو د اتحادیې مشر ارزو خان وي او اې ډیوه ته ویلي هغوی ته داسې اطلاعات ترلاسه شوي چې دغه ډزې د یو نرښځې پلار او ورور په هغه د غیرت په نوم کړي دي.

وي او اې ډیوه د جرما پولیس تاڼې چارواکو نه د دې پېښې د جزئیاتو معلومولو په موخه د یادې تاڼې محرر ښاغلي نثار سره د ټيلي فون دلارې د تماس نیولو زیاتې هڅې وکړې خو هغه د ډیوه له لوري وهل کیدونکو زنګونو ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

البته په ټولنیزو رسنیو بیلابیلو فعالینو د سیمه ییزو پولیسو له خولې لیکلي چې تر دغې پېښې سمدستي وروسته یې سیمې ته ځان رسولی او پېښه کې ککړ یو تن یې په موقعه نیولی او د هغه پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

د خواجه سراوو د اتحادیې د مشر ارزو خان د وینا له مخې د روان کال په وړومبیو دوؤ میاشتو کې د نرښځیانو پرضد د تشدد دویمه پېښه ده چې رامنځته شوې ده.

هغه وویل تیرکال هم په خېبر پښتونخوا کې د12ؤ نه زیات نرښځیان وژل شوي وؤ .

هغه وایي تر دې مهاله صوبه کې دغیرت په نوم اؤ دقلنګ غوښتنې اؤ بدکارۍ دغوښتنې په اساس تر100زیات نرښځيان وژل شوي دي.

ارزو خان وایي دوی وخت په وخت د نرښځیانو د وژل کېدو او ځورول کېدو پرضد احتجاجونه کړي او د اړوند چارواکو سره یې غونډې کړې دي خو وایي د دوی احتجاجونو او غونډو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

"ورځ په ورځ زمونږ دخواجه سراؤ د وژلو او ځورولو پېښې زیاتېږي، مونږ غیر محفوظه یو،دا مهال مونږ دخپل زیږون ورځې هم نه نمانځو اؤ خپلو فعالیتونو نه مو هم لاس اخستی دی"

نرښځي ارزو خان وایي تر اوسه حکومت د دوي په غوښتنو هیڅ غوږ نه دی ګرځولی اؤ حتی دوي چې کله دشناختي کارډنه جوړوي نو دخواجه سراء په توګه پخپل رجسټریشن کولو کې هم د زیاتو کړاونو سره مخ کیږي.

هغه وایي په پنجاب کې بیا هم تر یوه حده د نرښځیانو غږ اوریدل کیږي اؤ دهغوئ لپاره هلته دمساوات په نوم د یو پروګرام په اساس حکومت وظیفې ټاکلې وې خو وایي په خیبر پښتونخوا کې بیا نرښځیان له هر طرفه نظر انداز کړل شوي او د ظلم، جبر او تاو تریخوالي ډکو رویو ته پرېښودل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG