لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: په وسله وال برید کې یو نرښځی وژل شوی، بل ژوبل دی


دپېښې نه وروسته برید کوونکی له سیمې تښتېدلی او پولیسو په برید کې د وژل شوي نرښځي مړی  او بل ژوبل شوی نرښځی هسپتال ته رسولي دي.
دپېښې نه وروسته برید کوونکی له سیمې تښتېدلی او پولیسو په برید کې د وژل شوي نرښځي مړی  او بل ژوبل شوی نرښځی هسپتال ته رسولي دي.

د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې په یو وسله وال برید کې یو نرښځی وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

د پولیس سرچینو له مخې دا پېښه د اتوار/یکشنبې په ورځ د سوات په پیپلز چوک کې رامنځته شوې ده.

پولیس وایي دغلته د سوات د مټې سیمې یو اوسیدونکي نواب نومې تن په دوؤ نرښځیانو ډزې کړي چې په کې د اسامه عرف ماه نور په نوم نرښځی وژل شوی او اسرار عرف ګلالۍ نومې نرښځی سخت ژوبل شوی دی.

د پولیس سرچینو په وینا د پېښې نه وروسته برید کوونکی له سیمې تښتېدلی او پولیسو په برید کې د وژل شوي نرښځي مړی او ژوبل شوی نرښځی هسپتال ته رسولي دي.

پولیسو ویلي د وژل شوي نرښځی اسامه عرف ماه نور تعلق د کراچۍ سره و او ژوبل نرښځی د مردان سیمې اوسیدونکی دی.

پولیس وایي د پېښې مقدمه یې درج کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

په پېښه کې ژوبل نرښځي اسرار عرف ګلالۍ پولیسو ته ویلي دوی فتح پور سیمې ته د ټنګ ټکور یو مجلس له تللي وو او کله چې د شپې بیرته مینګورې ته راتلل نو په پیپلز چوک کې پرې نواب نومې تن ډزې وکړې چې په کې وژل شوی نرښځی ماه نور په سینه او دی پخپله په پښه لګیدلی دی.

هغه ویلي د نواب او ماه نور خپلو کې دوستانه وه او نواب هغه د ګډاګانو د محفلونو نه منعې کولو چې هم په دې خبره پرې برید شوی دی.

دا په یوه اوونۍ کې دننه په خیبرپښتونخوا کې په نرښځیانو د برید دویمه پېښه ده چې هغوی ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې وړاندې په 12مه فرورۍ د کوهاټ په جرما سیمه کې په یو وسله وال برید کې د مشي خان په نوم یو نرښځی وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وؤ.

پېښور کې د نرښځیانو د اتحادیې د مشر ارزو خان د وینا له مخې د روان کال په وړومبیو دوؤ میاشتو کې دا د نرښځیانو پرضد د تشدد دریمه پېښه ده چې رامنځته شوې ده.

وي اوی ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي تیرکال هم په خېبر پښتونخوا کې د12ؤ نه زیات نرښځیان وژل شوي وؤ .

هغه وایي تر دې مهاله صوبه کې د غیرت په نوم او د قلنګ غوښتنې او بدکارۍ د غوښتنې په اساس تر100 زیات نرښځيان وژل شوي دي.

ارزو خان وایي دوی وخت په وخت د نرښځیانو د وژل کېدو او ځورول کېدو پرضد احتجاجونه کړي او د اړوند چارواکو سره یې غونډې کړې دي خو وایي د دوی احتجاجونو او غونډو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې.

"ورځ په ورځ زمونږ د خواجه سراؤ د وژلو او ځورولو پېښې زیاتېږي، مونږ غیر محفوظه یو،دا مهال مونږ دخپل زیږون ورځې هم نه نمانځو او خپلو فعالیتونو نه مو هم لاس اخستی دی"

نرښځی ارزو خان وایي تر اوسه حکومت د دوی په غوښتنو هیڅ غوږ نه دی ګرځولی او حتی دوی چې کله شناختي کارډنه جوړوي نو د خواجه سراء په توګه پخپل رجسټریشن کولو کې هم د زیاتو کړاونو سره مخ کیږي.

هغه وایي په پنجاب کې بیا هم تر یوه حده د نرښځیانو غږ اوریدل کیږي او د هغوی لپاره هلته د مساوات په نوم د یو پروګرام په اساس حکومت وظیفې ټاکلې وې خو وایي په خیبرپښتونخوا کې بیا نرښځیان له هر طرفه نظر انداز کړل شوي او د ظلم، جبر او تاو تریخوالي ډکو رویو ته پرېښودل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG