واشنګټن - د ملګرو ملتونو اتو (۸) نامه نګارانو د بنګله دېش حکومت ته پیغام لیکلی او هغه کې یې فکرمندي څرګنده کړې ده چې په هغه ملک کې د بشري حقونو دوه مشهوره ډلې "ځورول کیږي او یرول کیږي". په دې پیغام کې دا هم ویل شوي چې د بنګله دېش پولیس د مخالفو سیاسي کارکنانو په خلاف "ډېر زیات او مرګونی طاقت استعمالوي".
د بشري حقونو دغه ډلې چې ملګرو ملتونو یې په اړه فکرمندي ښودلې ده، اودیکار او مائیرداک نومیږي. اودیکار تنظیم په بنګله دېش کې د بشري حقونو د خلاف ورزیو په دستاوېز کولو مشهور دی. دې تنظیم په بنګله دېش کې د جبري لادرکه کېدو او ماورای عدالت وژنو قضیې دستاویزي کړي دي.
مائیرداک د هغو کورنیو دپاره یو پلېټفارم ګڼل کیږي کوم چې رشته داران یې په بنګله دېش کې جبري لادرکه کړی شوي دي.
د ملګرو ملتونو نامه نګارانو، په ډسمبر میاشت کې د بنګله دېش حکومت ته دوه خطونه لیږلي دي، مګر دغه خطونه صرف د دې میاشتې (فرورۍ) په اوایلو کې مطبوعاتو ته راښکاره کړی شول.
د بنګه دېش خارجه وزیر اې کې عبدالمؤمن وروسته ځایي مطبوعاتو ته وویل چې زیاتره دا الزامونه په حقیقت کې ناسم دي.
عبدالمؤمن په دې اړه چې ګني پولیسو د زیادت نه کار اخیستی، وویل: "په هر ملک کې چې داسې کوم واقعات پېښ شي چې خلک په کې اړی ګړی جوړوي او عوامي جایدادو ته نقصان رسوي، هلته پولیس حق لري چې غبرګون ښکاره کړي."
په یو خط کې چې د ډسمبر په ۲۲مه لیکل شوی، د جبري یا غیراختیاري لادرکۍ په پېښو باندې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشر نامه نګار اووا بالډې او دوه نورو نامه نګارانو لیکلي دي چې، د اودیکار تنظیم او د هغه سېکرېټري، عدیل الرحمن خان خلاف، "د مبینه بدنامه کولو کمپېن" پیل شوی، او عدیل الرحمن د مختلفو حکومتي ادارو له خوا د "یري او ځورونې" سره مخ دی.
د ملگرو ملتونو دغو دريو نامه نګارانو د بنګله دېش د حکومت نه د هغو ګامونو جزئیات هم غوښتي دي کوم چې د یادو بشري ډلو د یرولو او ځورولو په قضیو کې اخیستل شوي دي.
په دویم خط کې چې د ډسمبر په ۲۷مه لیکل شوی، د ملګرو ملتونو پنځو نورو نامه نګارانو فکرمندي ښودلې ده چې د بنلګه دېش د حکومت لوی حزب اختلاف، بنګله دېش نشنلسټ پارټي د مظاهره کوونکو خلاف، حکومتي قواوو "حملې کړي او د حده زیات او مرګونی قوت یې استعمال کړی دی."
د بنگله دېش وزیراعظمې شیخ حسینه تېره هفته د امریکا د خارجه وزارت کونسلر، ډیرېک کولېټ ته چې د بنګله دېش په دوره تللی و، وویل چې هغې هېڅ کله نه غوښتل چې د درغلۍ نه ډکو انتخاباتو د لارې واک اختیار ته ورسیږي.
شیخ حسینې زیاته کړه: "آینده انتخابات به آزاد او منصفانه وي. ما خپل ټول عمر د جمهوریت دپاره جد و جهد کړی دی."
امریکا کې د رابرټ اېف کېنیډي هیومن رایټس ډلې یو څېړونکی، بائیانز وایي چې بنګله دېش اوس یو نازک پړاو ته رسېدلی او چې څومره انتخابات رانږدې کیږي، "د بشري حقونو سنجیده خلاف ورزۍ به دوام پیدا کړي او ډېر کم به یې په اړه بازخواست کیږي."