لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرانشاه کې احتجاج: پښتین یو ځل بیا په امنیتي ادارو تور ولګولو چې خلک یې په "مشکوکو جګړو" کې ښکېل کړي


دغه احتجاجي پرلت د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې راجوړ شوی و
دغه احتجاجي پرلت د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې راجوړ شوی و

په شمالی وزیرستان کې د ترهګرۍ، د ترهګرۍ د پاليسۍ، د هدفي وژنو، جبري لادرکه کولو او تشدد پرضد نن د اتوار/یکشنبې په ورځ یو ځلي بیا لویه احتجاجی ولسي غونډه شوې او وینا کوونکو د دې پېښو وجه د شک وړ ګرځولې او د پښتنو د شتمنیو د "لوټېدو" په اړه یې فکرمندي ښودلې ده.

په دې غونډه کې نیزدې د هر سیاسي او غیر سیاسي ډلو فعالانو ګډون کړی و او ویل یې چې نور په دې خاوره "دا کاروباري جګړه" نشي زغملی.

په افغانستان کې د افغان طالبانو واک اختیار ته رسېدو نه پس، په پوله قبایلي او ورسره څنګ ته پرتې نورې سیمې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ تر مینځ د جګړې میدان جوړ شوی چې په کې یو بل ته د پراخو ضربونو لګولو دعوې کوي.

د شمالي وزیرستان نننۍ جلسه د ضلعې مرکز میرانشاه کې راجوړه کړل شوې وه چې په کې په میدان کې د نه ځای کېدلو په وجه زیات خلک د ودانیو په چتونو ناست وو.

غونډې ته د وینا پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین وویل، "د جنګونو تر شا د ریاست هغه پالیسۍ دي چې ملکي اقتصاد پرې چلوي."

هغه تور پورې کړو چې جنګونو کې ګني د پښتنو شتمنې لوټل کیږي او خلک یې په "مشکوکه جګړه" کې ښکېل کړي چې له وجې یې خپلې سیمو په پریښولو مجبور کړي او د کډوالۍ ژوند تیروي.

پښتین دعوه وکړه چې په شمالي وزیرستان کې د تېلو او ګیس ترڅنګ په میلیونونه ټنه کاپر (مېس) او کرومایټ موجود دي خو هغو سیمو کې "د پلان سره سم"، ناامني برقرار ساتل شوې ده.

منظور پښتین وویل د دوی مبارزه پرامنه ده او په هر حال به د وسایلو د لوټلو مخنیوی کوي.

د پاکستان پوځ او ریاست وایي پخپله د ترهګرۍ ښکار دي او د ګڼو عسکرو په تاوان یې یو شمیر لاس ته راوړنې حاصلې کړي چې په کې دغه قبایلي سیمې د عملیاتو په پایله کې د ناامنۍ څخه پاکول شامل دي.

مګر د پي تي اېم مشر منظور پښتین دعوه لري چې دغلته بیا نوي جنګونه راوړل کیږي او په دې لار د امریکه او نړۍ نه د ډالرو مرستې غوښتل کیږي ترڅو پاکستان خپل اقتصاد بیا پرې روان کړي.

منظور پښتین تر دې وړاندې هم وخت په وخت د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو د ترهګرو د روزلو او سرپرستۍ تورونه لګوي خو د پاکستان پوځ په وار وار دا تورونه رد کړي او دریځ لري چې پي ټي ایم د دښمنو هیوادونو په لمسه دا کار کوي او د دې ترڅنګ په پي‌ ټي ایم د بهر نه د پیسو اخستو تورنه هم لګوي، کوم چې پي ټي اېم مشران یې بې بنیاده ګڼي.

د پي تي ایم نننۍ غونډې ته د پاکستان په مطبوعاتو کې ځای نه دی ورکړل شوی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG