واشنګټن - د برطانيې دفاع وزارت وايي د روس ځمکني ایلیټ فورس ته په اوکراین کې لوی زیان اوړیدلی دی. یاد وزارت په خپل راپور کې وايي د ډونیټسک سیمه کې لیدل شوي چې د روس عسکري ګاډي ته کره تاوان اوښتی او معلومیږي چې دغه د روس 155م نېوي ځمکنۍ دستې ګاډي دي.
د برطانیې دفاع وزارت په خپل راپور کې وايي نېوي انفینټري ته په جګړه کې سخت پلان کړل شوي کارونه ورسپارل شوي وو او ورته انتهايي زیاته مرګ ژوبله اوړیدلې ده. وزارت په خپل ټوېټر ویب پاڼه لیکلي نېوي انفینټري بریګېډ ته په انتهايي لوی کچ زیان اوړیدلی ځکه چې د دوی ګاډو ته ناتجربه کاره کسان چلولو ته کیښنول شوي وو.
بلخوا اروپايي اتحاد د خالي/شنبې په ورځ روس باندې په نویو بندیزونو پرځای کولو سلا شوي دي. دغه بندیزونو کې د روس پوځي او د فیصلو توان لرونکي سیاسي مشران، د روس په پوځ کې کارکوونکي شرکتونه او د وېګنر ډلې مشران شامل دي. دا خبره د اروپايي اتحاد د دفتر نه جاري شوي بیانیه کې شوې ده.
د اروپايي اتحاد لخوا په لسم وار لګول شوو دغو بندیزونو کې 120 کسان، شرکتونه، صنعتونه، هغه کسان چې د اوکرایني ماشومانو په تښتولو کې ککړ دي، هغه چې پروپېګنډې چلوي، هغه ایرانیان چې روس ته ډرون جهازونو ورکولو کې لاس لري او د وېګنر وسله واله ډلې مرسته کوونکي چې په افریقه کې يې هم فعالیتونه شته، شامل دي.
بیانیه زیاتوي دې کې د روس وسله لکه میزایل، هیلي کاپټرې، ډرونز جوړوونکو شرکتونو ته الیکټرانیکي الاتو باندې هم بندیزونه پرځای کړل شوي. په بندیزونو کې د ځمکې نه راویستل شوي نایابه معدنیات، د الیکټرانېکي سرکټونو او تهرمل کیمرې روس ته ورکولو باندې بندیز لګول شوی.
دغو بندیزونوکې د روس نور درې بینکونو او 96 ادارې هم داخل کړی شوي کوم چې د روس پوځ ته د ایران ډرونز رسولو کې لاس کوي او بیا دغه بی پایلټه جهازونه د عامو خلکو په ودانیو بمبارۍ لپاره په اوکراین کې په کاریږي.
د اوکرارین صدر ولاډیمیر زلنسکي د بندیزونو ستاینه کړې او خپله ماښامنۍ ويډیو پیغام کې خپل قام ته ویلي اوکراین هڅه کوي چې د روس په جوهري څانګه هم بندیزونه ولګوي او ټول هغه خلک چې د روس "ترهګره ریاست" په میزایل پروګرام او جوهري پروګرام کې کار کوي.
د روس د بشري حقونو مشرې تاتیانه موسکلکووا، څوک چې خپله د دغه بندیزونو لاندې راغلو نومونو په فهرست کې ده، وایي چې د هغه په دغه فهرست کې اچول د بشري حقونو نړیوال قانون او د بشري حقونو تمام قوانینو سرغړونه ده.
د تېر خالی په ورځ د برطانيي دفاع وزارت په خپل معلوماتی راپور کې ویلي وو چې داسې ښکاریږي چې د روس سره د ایران جوړ ډرونز جازونو کمۍ راغلی دی.
یاد وزارت وايي چې د فرورۍ میاشتې د 15مې نه راپدیخوا اوکراین کې د ایرانی ډرونز د کارولو کوم راپور مخې ته نه دی راغلی. دوی وايي چې د روان کال په لمړۍ ورځو کې په ګڼ شمیر دغه ډرونز تباه کړل شوي وو.
د اوکراین او غربي هیوادونو مشران وايي د غربي هیوادونو لخوا بندیزونو له کبله د روس رسا نخښه ویشتونکو وسلو پوره کولو صلاحیت اغیزمند کیداۍ شي ځکه چې ددغه وسلو لپاره کاریدونکي چیپونه د نورو هیوادونو څخه بعیه کوي.
د روس د فاعي کونسل ستر مشر او پخواني صدر دیمیتري میدویدیو راپور ته په خپل ځواب کې ویلي روس خپل د وسلو پیداوار په ځینو کارخانو کې لس غبرګه سیوه کړی او ډیر د نزدې نه د هغه وسلو مطالعه کوي کوم چې د اوکراین له اړخه د روس په هغه برخو کې حملو لپاره کارول کیږي کومې چې يي د اوکراین نه قبضه کړي.دی وايي دا په دې غرض چې ددغې څخه ګټه پورته کړي.