لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سنټرل ایشیا ته د سفر نه وړاندې، د بلېنکن نه غوښتل شوي چې خطه کې دې په اصلاحاتو ټینګار وکړي


د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن منځنۍ ایشیا ته د تګ په درشل کې
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن منځنۍ ایشیا ته د تګ په درشل کې

واشنګټن - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن دا هفته د لومړي ځل دپاره د سنټرل ایشیا (منځنۍ آسیا) دوره کوي. د صدر بایډن انتظامیه وايي، د منځنۍ اسیا په پنځو ملکونو کې چې د پخواني سوویټ یونین برخه و او اوس د روس سره پیاوړي سیاسي، اقتصادي او ټولنیز-ثقافتي تعلقات لري، امریکا د دوی د علاقائي سالمیت، آزادي او خودمختاري ملاتړ کوي.

بلېنکن به قراقستان ته سفر وکړي چې د منځنۍ اسیا تر ټولو طاقتوره اقتصاد لري او زیاته امریکایي سرمایه کاري هم هلته شوې، او همدا راز ازبکستان ته به هم ولاړ شي، کوم چې د منځنۍ اسیا د ټولو نه زیاته آباتي لري.

په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل د وجې، واشنګټن غواړي روس لا نور هم علېحده کړي، منځنۍ اسیا ته د بلېنکن دا دوره به یو فرصت وي چې هلته کې موجودو ریاستونو سره اتحاد جوړ او پیاوړی کړی شي.

مګر د جمهوریت پلویان په واشنګټن باندې زور اچوي چې په سنټرل ایشیا ملکونو کې دې سیسټمټیک اصلاحاتو ته فروغ ورکړي. هغوی وایي، د خطې د اوږدمهاله امن او خوشحالۍ د یقیني کېدو دپاره، احتساب، آزاد خیالي، او د قانون بالادستي مهم شرطونه دي.

د قزاقستان او تاجکستان دپاره د امریکا یو پخوانی سفیر ریچارډ هوګلېنډ وایي اوکراین کې د پوټین د مجرمانه جنګ په سر د سنټرل ایشیا لیډرانو د ماسکو خلاف دریځ خپل کړی او بلېنکن ګني اوس چې هلته ځي، معنا یې دا ده چې هغو مشرانو ته د امریکا د قدردانۍ نظر څرګند شي.

هوګلېنډ د وي او اې سره خبرو کې وویل: «واشنګټن هېڅ داسې کوم خواهش نلري چې په سنټرل ایشیا کې د ماسکو [د اثررسوخ] ځای ونیسي. خو دا غواړي چې د سیمې مشرانو ته یادونه وکړي چې امریکا د ددوی چند-جهته خارجي پالیسي نده هېره کړې او د یو اعتماد وړ شریک په توګه به ورسره پاته وي.»

د امریکا د خارجه وزارت مرستیال سېکرېټري ډانلډ لو، چې د پالیسۍ په برخه کې یو جګپوړی افیسر دی او دا هفته به د بلېنکن سره منځنۍ اسیا ته ځي، وایي چې په اوکراین کې د روس جنګ، په دغو ملکونو باندې ډېر زیات فشار راوستی دی.

ښاغلي لو تېره هفته خبریالانو ته وویل: «مونږ [هلته] ګورو چې د خوراکي موادو او تېلو بیعه ګرانه شوې، بې روزګاري زیاته شوې، د مالونو په برامد کولو کې ورته ستونزې پیدا شوي، د کویډ وبا نه پس بحاله کېدل سوکه دي، او د روس نه ګڼ شمېر کې مهاجر هم ور روان دي. مونږ په دې کار کوو چې سیمه کې د خلکو مرسته وکړو.»

د منځني اسیا ملکونه د افغانستان سره شریکه پوله لري، مګر هغې سیمې ته د انټني بلېنکن د سفر نه وړاندې، تر اوسه د افغانستان په اړه څه ندي ویلی شوي.

د فرورۍ په ۲۸مه به ښاغلی بلېنکن د سي-فایف پلس ون (C5+1) په کنفرنس کې برخه واخلي، کوم چې یو سفارتکاري ډائیلاګ دی او اول ځل په ۲۰۱۵ کې د پنځو سنټرل ایشیا ملکونو او امریکا ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو په مقصد جوړ شوی و. د دې نه علاوه، بلېنکن به په قزاقستان کې دوه اړخیزه ملاقاتونه هم ولري او د قرغېزستان، تاجېکستان او ترکمنستان خارجه وزیرانو سره به وګوري.

د نهې/سې شنبې په ورځ به د امریکا خارجه وزیر د قزاقستان د صدر قاسم جمرات توکایف سره، او د شورو/چهارشنبې په ورځ به تاشقند کې له ازبک صدر شوکت میرضیایوف سره ملاقاتونه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG