لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس د عمران خان د ګرفتاره کولو دپاره د هغه کور ته ورغلي، خو عمران خان هلته نه و


عمران خان او د تحریک انصاف یو بل مشر فواد چوهدري
عمران خان او د تحریک انصاف یو بل مشر فواد چوهدري

اسلام آباد - د توشه خانې په مقدمه کې د تحریک انصاف د چیرمین عمران خان د ګرفتارې وارنټ عملې کولو لپاره، د اسلام اباد پولیس لاهور کې د عمران خان کور ته ورغلي، خو عمران خان یې نه دی موندلی او د ګرفتارۍ نوټس یې د ګوند مشرانو ته ورسپارلی دی.

د پولیس ایس پی طاهر حسین میډیا سره خبرو کي وویل چی هغه یوازې د ګرفتارۍ نوټس سره راغلی وو.

د اسلام اباد پولیس د دې څخه وړاندې په ټویټر یو بیان کې ویلي وو چې د عدالت له حکم سره سم د اسلام اباد د پولیسو یوه ډله د عمران خان د نیولو لپاره لاهور ته رسېدلې او د هغو کسانو پر ضد به قانوني چلند وشي چې د محکمې د حکمونو په عملي کولو کې خنډ ګرځي.

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان او د ګوند نورو مشرانو د دوې د نیولو پر دغه هڅو سخت عکس العمل ښودلې. د زمان پارک مخې ته په لوی شمیر د عمران خان پلویان هم راغونډ شوي وو.

عمران خان د توشه خان مقدمه د وولس مخې ته د اوریدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي: "زما د توشه خانې مقدمه دې د ولس مخې ته، پر ټیلې ویژن واورول شي." عمران خان زیاته کړه چې ځان ته یې خطره ده خو بل اړخ ته هره یوه نه بله ورځ عدالتونو ته بلل کیږي. عمران خان زیاته کړه د ځان د خطرې په اړه سپریم کورټ ته به لیک لیږي.

د تحریک انصاف یو بل مشر فواد چوهدرې د مطبوعاتو سره خبرو کې وويل چې حکومت غواړي په داسې کولو سره د امن او نظم لويه ستونزه پيدا کړي چې يوازېنی مقصد يې په هیواد کې دومره فسادونه راپارول دي چې ټاکنې وځنډول شي.

بل لوري ته د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په فيصل اباد کې ميډيا سره په خبرو کې وویل، که د عمران خان د ګرفتاره کولو اراده یې وه، نو څوک هم خنډ نشو جوړیدای.

داخله وزیر زیاته کړې چې، "د عمران خان د وژنې هيڅ معامله نشته، عمران خان عدالت ته حاضريدو او سزا د مخنيوي لپاره بهانه جوړوي."

د اسلام آباد آئي جي اکبر ناصر د یو شخصې ټیلې ویژن سره خبرو کې ویلي وو عمران خان ته د عدالت حکمونه رسیدلي دي چې په کې د هغوی د نيولو او پيش کولو حکم ورکړی شوی دی. اوس به دغه رپوټ عدالت ته وړاندې کړی شي.

د تحریک انصاف د مشر عمران خان پر ضد دا وخت د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۷۴ مقدمې درج دې.

کال ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې د ایتلافې ګوندونو مشرانو د بهرنیو هیوادنو څخه ترلاسه شوو نخښو تفصیلات الیکشن کمیشن کې نه وړاندې کولو په تور د عمران خان پر ضد د توشه خانه مقدمه درج کړې شوې وه. الیکشن کمیشن په دې اړه د پلټونو ورستو د کال ۲۰۲۲ په اکتوبر کې عمران خان د پنځه کاله د پاره نا اهل وګرځولو او د تحریک انصاف د چیرمین پر ضد د قانونې کاروايۍ دپاره یی دغه مقدمه ځایي عدالت ته و لیږله.

د اسلام اباد ځايي عدالت د فرورۍ په ۲۸مه نیټه توشه خانه مقدمه کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG