لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل: د ښځو او نارینه و ترمنځ برابري ۳۰۰ کاله وخت غواړي


د المغرب (مراکش) په رباط ښار کې د ښځو او نارینه و د برابرۍ په حق کې مظاهره
د المغرب (مراکش) په رباط ښار کې د ښځو او نارینه و د برابرۍ په حق کې مظاهره

واشنګټن - د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش د ګل/دوشنبې په ورځ د ښځو د یو ستر کنفرانس په پرانېستنه کې خبرداری ورکړ چې که حالات په همدې رفتار روان وي، نو پیشګویي کېدلی شي چې د ښځو او نارینه و ترمنځ برابري به درې سوه کاله پس پرځای شي.

ښاغلي ګوټېرش د ښځو د حالاتو کمېشن باندې د جوړ شوي دوه اونیز کنفرانس په پیل کې وویل: "د لسهاوو کلونو پرمختګ زمونږ د سترګو مخې ته ورکیږي."

توقع دا ده چې د ښځو د حالاتو د کمېشن په دې کلني کنفرانس کې د څلورو زرو نه زیات حکومتي وزیران، سفارتکاران، او د سېول سوسائټۍ کارکنان راټول شي. دوی به په دې دوو هفتو کې، په دې خبرې وکړي چې په ټوله نړۍ کې د ښځو ژوند څنګه بهتره کړی شي. د کرونا عالمي وبا د خورېدو نه پس، دا اول ځل دی چې یاد کنفرانس په غیرآنلاین بڼه، د خلکو په موجودیت کې ترسره کیږی.

انټونیو ګوتېرش په پرانېستونکې غونډه کې وویل په داسې وخت کې چې د ښځو حقونه "په ټوله نړۍ کې د پښو لاندې کیږي، ګواښل کیږي، او خلاف ورزي یې کیږي"، د ښځو د حالاتو کمېشن کردار لا ډېر اهم ګرځي.

سږکال د کنفرانس عنوان دی "جدت او تنکنیکي تبدیلي، او په ډیجیټل زمانه کې تعلیم د جنسیتي برابرۍ او د ټولو ښځو او جېنکو د بااختیاره کولو دپاره". په دې کنفرانس او ترڅنګ یې لسهاوو وړو ناستو کې به په دې هم بحث وشي چې انټرنېټ ته د ښځو او جېنکو نارسایي څنګه په ټوله دنیا کې د هغو د شاته پاته کېدو لامل ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش

د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش وویل: "درې بلینه خلک اوس هم د انټرنېټ سره وصل ندي، چې اکثره یې په ترقي پذیرو ممالکو کې ښځې او جېنکۍ دي. په هغو ملکونو کې چې کمه ترقي یې کړې ده، صرف نولس (۱۹) فیصده ښځې په کې آنلاین دي [یعنې انټرنېټ ته رسایي لري]."

ملګري ملتونه وایي، په نړېواله کچه د ټېکنالوجۍ په صنعت کې نارینه دوه برابره د ښځو نه زیات شامل دي، خو د انجنئیرېنګ فارغان صرف اته ویشت (۲۸) فیصده او د مصنوعي ذهانت (AI) صرف دوه ویشت (۲۲) فیصده کارمندانې ښځې دي. همدا شان د ښځو او نارینه و په تنخواګانو کې هم د یوویشت ۲۱ فیصدو په اندازه فرق موجود دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ایکزیکټیو ډایرېکټره سیما باهوس وایي: "په ډیجيټل برخه کې دغه تقسیم، ژوند ژغورونکو معلوماتو، د موبایل پیسو پیداوارو، زرعي پرمختګونو، او یا آنلاین عوامي خدمتونو ته د ښځو رسایي محدوده کولی شي. نتیجه یې په بنیادي توګه په دې اثر کوي چې آیا یوه ښځه خپل تعلیم پوره کولی شي، خپل ځآن ته بنکي کاته درلودلی شي، د خپل وجود په حقله آګاهانه فیصلې کولی شي، خپله کورنۍ ته ډوډۍ ورکولی شي، او یا ګټور کار موندلی شي او که نه."

سیما باهوس زیاته کړه چې دغه نابرابرۍ، یو نوی قسم ډیجیټلي غریبي راپیدا کړې ده. د هغې وینا ده چې، "مونږ د ډیجیټل ګېپ (انټرنېټ ته د رسایۍ فرق) د کمولو نه بغیر، جنسیتي برابرۍ ته نشو رسېدلی."

د ملگرو ملتونو د رپوټ ترمخه، ښځې او جېنکۍ په آنلاین نړۍ کې د نارینه و په نسبت د ډېرې ځورېدنې او بدرفتارۍ سره هم مخ کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG