لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په سکولونو کې د زهري ګېسونو درې نوې واقعې مخې ته راغلي دي


د ایران د کردستان صوبې په یو لېرې پراته سکول کې د زهرجن ګېس د خورېدو نه پس، د هغه ځای د پرېشانه خلکو یو تصویر
د ایران د کردستان صوبې په یو لېرې پراته سکول کې د زهرجن ګېس د خورېدو نه پس، د هغه ځای د پرېشانه خلکو یو تصویر

واشنګټن - په ایران کې د ګل/دوشنبې په ورځ هم په سکولونو باندې د کیمیایي ګېسونو نوې حملې وشوې چې په کې لږ تر لږه یو سکول په بانه او دوه نور په ماهشهر کې هدف وګرځېدلې.

د ایراني فعالانو د رپوټونو ترمخه چې د مارچ په دیارلسمه نېټه یې د "اعتراض مدني بازار" په تېلګرام اېکاونټ کې خواره شول، د ایران د کردستان صوبې په بانه ضلع کې د جېنکو یو سکول چې وحدت نومیږي، د کیمیايي حملې ښکار شو.

د یاد رپوټونو په حواله، ګڼ شمېر طالب علمانې چې د زهرجنه کېدو علامې یې درلودې، هسپتالونو ته ولېږدول شوې.

همدا راز د ایران د خوزستان صوبې په ماهشهر کې هم د (پویندګان) او (شهید اهدایي) په نوم د جېنکو په سکولونو د کیمیایي ګېسو د حملې خبر ورکړل شوی دی. په دې رپوټ کې راغلي دي چې یاد سکولونه اوس خالی کړی شوي دي او یو شمېر طالب علمانې هسپتالونو ته رسول شوي دي.

په ایران کې سرکاري مېډیا اعلان کړی چې د هغه ملک استخباراتي او امنیتي ادارې په سکولونو باندې د ګېسو د حملو واقعات څېړي او پلټنې یې شورو کړي دي. دا حملې د تېرو څو میاشتو راهیسي ایران کې لیدلی شوي او د هغه هېواد داخله وزارت هم تر اوسه په دې اړه څو بیانونه جاري کړي دي. خو په عین وخت کې د حکومتي چارواکو له خولې د دې پېښو په حوالې سره مختلفې او متناقضې ویناګانې اورېدل کیږي.

د ایراني رسنیو د رپوټونو په حواله، د ایران د اسلامي شورا د مجلس غړي محمد رضا میر تاج الديني د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي و چې په طالب علمانو باندې د زهرجنو موادو د حملې موضوع په هغه مجلس کې د بندو دروازو تر شا څېړل شوې ده او په هغې جلسې کې د لوستل شویو رپوټونو ترمخه، "د دې واقعاتو ټول د پردې شا [پټ] عوامل ګرفتاره کړی شوي دي."

خو د گل/دوشنبې په ورځ د اسلامي شورا د مجلس یو بل غړي محمد علي محسني بندپی د ایران مهر خبري ادارې ته وویل: "د مجلس په پرونۍ غیرعلني ناسته کې، په زهرجنو موادو د طالب علمانو د ککړولو د عاملانو په ګرفتارۍ باندې څه خبرې ندي شوي."

ایران کي په سکولونو باندې چې اکثره یې د جېنکو سکولونه دي، د نامعلومه زهري ګېسونو حمله اول په مذهبي ښار، قم کې پیل شوه چې د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د دې حملو لمنه د ایران اکثرو صوبو ته غځېدلې او لا هم دوام لري.

د ایران ځینو حکومتي چارواکو اول د دغو حملو په اړه رپوټونه، هسې د آزادو رنسیو او سوشل مېډیا پروپګېنډه وبلله، خو وروسته پخپله د ایران ریاستي چارواکو او د پارلېمان غړو دا ومنله چې یادې حملې په قصدي ډول ترسره شوي دي، خو عاملین یې معلوم ندي.

دا رپوټ د وي او اې پاړسي څانګې د وېب سایټ نه ژباړل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG