د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان ضلعې سفر کړی د افغانستان سره په پوله جوړو مورچو ته ورغلی او ویلي يې دي چې د ترهګرۍ د خاتمې پورې به جګړه روانه وي.
د سرکاري ميډیا [رېډېو پاکستان] ترمخه د پوځ مشر د نهې په ورځ د جنوبي وزيرستان سفر کړی دی.
ويل شوي پوځي مشر د رياستي ادارو ترمنځ د اړیکو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ضد ګډه جګړه کې د پاکستاني ولس ارزښت هم څرګند کړی دی.
د خبر ترمخه د پوځ مشر د امنيتي احوال ترڅنګ په نوو ګډو ضلعو کې په پرمختيايي کارونو هم خبر کړی شوی دی.
د پاکستان د پوځ مشر چې د افغانستان سره په پوله پرته د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان سفر کړی، په ياده ضلع او ورسره څنګ پرتو نورو ضلعو کې د تېرې يوې مودې نه د ناامنۍ پېښې کېدل دوام لري.
خو ورسره امنيتي ځواکونه وخت په وخت د وسله والو ضد عملياتو دعوې هم کوي.
هم پرون د نهې په ورځ امنيتي سرچينو ويلي، د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد عملیاتو کړي چې پکې یې د تحریک طالبان پاکستان د څلورو وسله والو د وژلو او درېو ټپي کولو دعوه کړې وه.
له دغې يوه ورځ وړاندې په لکي مروت او ټانک ضلعو کې د کور شمېرنې او سرشمېرنې د مامورینو په تحفظ ګمارل شويو پولیسو باندې ترهګرو بيلا بيل بریدونه کړي چې پکې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.
د دغو بریدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
په لسم مارچ پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د دوه ترهګرو د وژلو دعوې کړې او د وسلې ترلاسه کولو یې ويلي وو.
له دغې يوه ورځ وړاندې هم پوځ دشمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې په دوو بیلابیلو نښتو کې د نهو ترهګرو د وژلو دعوې کړې وې.
د فرورۍ په 27مه هم پوځ د جنوبي وزيرستان سره په پوله پرته شمالي وزيرستان ضلع کې د مشکوکو وسله والو او د امنیتي ځواکونو په جګړه د دوه عسکرو او دوه وسله والو د وژلو ويلي وو.
په وروستيو کې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونه چټک شوي او په دې بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبلې هم اوښتي دي.
د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان د کال 2021 په اکتوبر کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د مذاکراتو کولو خبره کړې وه، د دغو خبرو په مهال بيا ټي ټي پي ډز بندي کړې خو د تېر کال نومبر په مياشت کې یې دغه ډز بندي ختمه کړې او د بريدونو پېل کولو یې ويلي وو له دغې وروسته یې بيا برېدونه هم سېوا کړي دي.
په 30مه جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټيانو غونډې شوي او په ملک کې د ترهګرۍ د نوغي ويستو یې ويلي وو.
په 17 فرورۍ په کراچۍ کې د پوليسو په مرکزي دفتر وسله وال بريد شوی، او تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه.
په وروستيو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ويلي، په تېرو وختونو کې په ملک کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې کاميابۍ ترلاسه شوي او په راتلونکې کې به هم دوی د ترهګرۍ ضد کاميابي ترلاسه کړي.