لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د خزانې وزیره: بېنکي نظام سالم دی


د امریکا د خزانې وزیره جنېټ یلېن
د امریکا د خزانې وزیره جنېټ یلېن

واشنګټن - د امریکا د خزانې وزیرې جنېټ یلېن د زیارت/پنجشنبې په ورځ قانون سازانو ته وویل چې که څه هم تېره هفته دوه سیمه ییز بېنکونه پخپل فعالیت کې پاته راغلل، مګر د امریکا بېنکي نظام سالم پاته دی.

مېرمن یلېن د سنېټ مالي کمېټې ته وویل، امریکاییان کولی شي یقیني اوسي چې هر وخت یې ضرورت وي، د هغو پیسې په بېنکونو کې موجودې دي.

تېره هفته د سلیکان وېلي بېنک او د سېګنېچر بېنک د فعالیته پاته شول. د امریکا د خزانې وزیره وایي، حکومت د دې کار په یقیني کولو سره چې ټول هغه خلک چې بېنکونو کې خپلې پیسې ساتي، په شمول د هغو چې پیسې یې د دوه نیم لکه ډالرو زیاتې وي او بیمه/انشورنس هم نه لري، ډاډه اوسي چې پیسې یې د فډرال بېنک لخوا بیمه دي، او حکومت "پُرعزمه او مضبوطه ګامونه اوچت کړي چې د عوامو اعتماد په بېنکي نظام پیاوړی کړی."

د حکومت ځینو منتقدینو دا ګام، یو بېل آوټ یا د دیوالیه کېدو نه د بچ ساتلو اقدام بللی دی، مګر د یادونې وړ ده چې سرمایه کارانو په یادو دوو بېنکونو کې خپلې ونډې بایللي دي، او دا هغه څه ندي چې په معمولي بېل آوټ کې دې شامل اوسي. د بېنکونو مشران/اېکزیکټیوز هم د خپلو عهدو نه لېرې کړی شوي دي.

د امریکا په سنېټ کې د آیداهو ریاست سره تعلق لرونکي رېپبلېکن مایک کراپو د فډرال حکومت ژغورندویه اقدام، یو "اخلاقي خطره" وبلله او ویې ویل: "زه یرېږم چې هسې نه [بېنکونو کې] د ټولو جمع کړی شوو پیسو ګرېنټي کول یو مثال جوړ نشي."

بل اړخ ته ډېموکرېټ سنېټر ران وایډن چې سنېټ کې د مالي کميټې مشر دی، وویل: "دا شېبه په یقین سره چې اعصاب پرېشانه دي. یو تر ټولو اهم ګام چې کانګرس یې اوس مهال اخېستلی شي، دا دی چې یقیني کړی شي چې د امریکا د مکمل اعتبار او کرېډټ په اړه کومه پوښتنه راولاړه نشي." هغه د امریکا د پور اخېستو اعتبار ته اشاره کوله، ځکه اوس مهال د دې ملک د پور اخېستو چت یا حد ۳۱.۴ ټرېلینه ډالر دی او په آینده څو میاشتو کې به دا حد اضافه کیږي چې حکومت وکړی شي نور قرضونه هم واخلي.

ځینو رېپبلېکنانو غوښتنه کړې ده چې د پور اخېستو د حد اوچتونو په ځای دې، په اخراجاتو کې کمی راوستلی شي. مګر وایټ هاوس د کانګرس نه د پور اخېستلو د حد اضافه کولو منظوري غوښتې ده، کوم چې نېغ په نېغه د اخراجاتو د کمولو سره تعلق نلري.

د امریکا رېپبلېکن او ډېموکرېټ قانون سازانو دواړو ویلي چې هغوی به د ډېر عمر لرونکو امریکاییانو دپاره د صحت بیمه او پېنشنونه کم نکړي.

بل اړخ ته پس د هغه چې د کرېډېټ سویس بېنک اعلان وکړ چې د سویس د مرکزي بېنک نه به قریب څلور پنځوس (۵۴) بلین ډالر پور واخلي، په یورپ او امریکا کې د ونډو بازار یا سټاک مارکېټونو کې تېز بدلونونه په نظر راغلل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG