لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال میلي: ایران د دوه هفتو نه په کم وخت کې د اېټم بم دپاره د سون مواد جوړولی شي


واشنګټن - د امریکا د پوځ اعلی افسر وایي چې ایران دا وړتیا/صلاحیت لري چې "د دوه هفتو نه په کم وخت کې" د یو اېټم بم دپاره د سون مواد برابر کړي او کولی شي په "څو میاشتو" کې یو اېټم بم جوړ کړي.

د امریکا د پوځ د سرلښکرو لوی مشر جنرال مارک مېلي د زیارت/پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې قانون سازانو ته وویل چې امریکا "ژمنه پاته ده" چې پرېنږدي ایران یوه اېټمي وسله جوړه کړي.

جنرال مېلي زیاته کړه: " که ایران کله هم د یوې حقیقي اېټمي وسلې د جوړولو فیصله وکړي، مونږ د امریکا پوځ، د قامي مشرتابه دپاره متعدده آپشنونه تیار کړي چې ورباندې غور وکړي."

د جنرال مېلي دا خبرې د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي پالیسۍ نایب کولېن کال د تېرې میاشتې خبرو سره اړخ لګوي. کال تېره میاشت قانون سازانو ته ویلي و چې که ایران وغواړي چې یو اېټمي بم جوړ کړي، نو داسې اندازه شته چې په دې کار به "قریب دوولس ۱۲ ورځې" ولګیږي.

په ۲۰۱۸ کې، کله چې د ډانلډ ټرمپ انتظامیه د ایران د جوهري لوظنامې نه امریکا واېستله، هغه وخت کې اندازه لګېدله چې که ایران وغواړي نو د یو اېټم بم د جوړولو دپاره لازم د سون مواد په شاوخوا یو کال کې جوړولی شي. د اوس اندازه او د هغه وخت اندازه ډېر زیات فرق لري او یو لوی بدلون څرګندوي.

جنرال مېلي او د امریکا د مرکزي کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل اېرېک کوریلا دواړو د زیارت/پنجشنبې په ورځ دوو جلا جلا اورېدنو کې قانون سازانو ته خبرداری ورکړ چې ایران د ترهګرو ډلو او ګوډاګیو ځواکونو د ملاتړ د طریقه په منځني ختیځ کې د عدم استحکام فعالیتونه جاري ساتلي دي.

د سېنټکام کمانډر، چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي چارو مشر دی، وایي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې راهېسي، د ایران لاسپوڅو یا ګوډاګیو ډلو په عراق او شام کې د ډرون او راکټونو په استعمالولو، اته اویا (۷۸) ځله په امریکایي عسکرو حملې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG