لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان عدلیه کې اختلافانونه، دوؤ ججانو ویلي د مشر قاضي د اختیاراتو سر دوباره جاج اخستل په کار دي


د پاکستان د سپریم کورټ د ججانو ترمنځ د رایو د اختلاف معامله کې نور هم شدت پیدا شوی او د سپریم کورټ دوؤ ججانو جسټس منصورعلي شاه او جسټس جمال مندوخیل پخپله فیصله کې ویلي، "دا غوره وخت دی چې د پاکستان د چیف جسټس د"ون مېن شو" نه د خوند اخستو د اختیاراتو سر دوباره جاج واخستل شي".

د سپریم کورټ دغو ججانو په پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو کې د الیکشن په معامله د چیف جسټس عمر عطا بندیال لخوا له خپله انده اخستل شوي نوټس سره اختلاف ښکاره کړی او پخپله پرېکړه کې یې لیکلي دي چې په یوازې سر د چیف جسټس د فیصلې په اختیاراتو تکیه نه شي کیدای.

د یادو ججانو لخوا لیکل شوی اختلافي نوټ تېره ورځ د پاکستاني رسنیو لخوا مخې ته راوړل شوی چې له مخې یې دغو دواړو ججانو ویلي د پاکستان د چیف جسټس اختیارات باید د فل کورټ لخوا د جوړو کړل شوؤ قوانینو په اساس وټاکل شي.

د جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخیل لخوا لیکل شوې دې پرېکړه کې ویل شوي په انتخاباتو له خپله انده د اخستل شوي نوټس د اوریدنې لپاره ټاکل شوي نهه کسیز بینچ نه دوه ججان پخپله وتلي وؤ او د پاتې اووه کسیز بینچ پرېکړه دغو دوؤ ججانو هم منلې ده چې له هغې وروسته په ظاهره د څلورو مقابله کې د دریوؤ ججانو فیصله مسترد کړل شوې ده.

د سپریم کورټ یادو دوؤ ججانو ویلي چې چیف جسټس ته د ترلاسه پراخه اختیاراتو له امله په عدلیه نیوکې کیږي او اوس غوره وخت دی چې د چیف جسټس په پراخه اختیاراتو نظرثاني وکړل شي.

په دې وروستیو کې د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال پنجاب او خېبر پښتونخوا کې د 90 ورځو دننه د انتخاباتو په معامله له خپله انده نوټس اخستی ؤ.

د دغه قضیې فیصله کولو لپاره مشر قاضي نهه کسیزه بینچ ټاکلی ؤ خو وروسته بیا دوؤ ججانو ښاغلي اعجاز الحسن او ښاغلي مظاهر علي نقوي حکومتي ایتلاف کې د شاملو ګوندونو له اعتراض وروسته د دې قضیې د اوریدنې نه معذرت کړی ؤ.

د بینچ یو بل قاضي ښاغلي یحیی اپریدي دې قضیه کې د خپله انده نوټس اخستو سره اختلاف ښودلی ؤ او دا یې مسترد کړی ؤ. همدا شان جسټس اطهر من الله هم په یاد بینچ کې دده د ساتلو یا نه ساتلو فیصله په چیف جسټس پرېښې وه چې له هغې وروسته نوموړی جج له دغه بینچه ویستل شوی ؤ.

تر دې وروسته د پینځو قاضیانو لارجر یا ستر بینچ د دې قضیې اوریدنه تر څو اوونیو کړې وه او د روانې میاشتې په وړومبۍ نیټه د مشر قاضي لخوا اورول شوې پرېکړه کې د پنجاب او خېبر پښتونخو صوبو دننه 90 ورځو کې دننه د انتخاباتو کولو حکم شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG