واشنګټن - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نړۍ په جمهوریتونو غږ وکړ چې په مشترک ډول دې کار وکړي او دا دې یقیني کړي چې ټېکنالوجي دې د جمهوریتي اقدارو دپاره استعمال کړی شي، او د آمرانه نظامونو د هغو هڅو په ضد دې مبارزه وکړي چې ټېکنالوجۍ د شهریانو د چقولو، کنټرولولو او په کې د افتراق خپرولو دپاره کاروي.
بلېنکن دا خبرې په هغې غونډې کې وکړې چې دده د مشرتابه لاندې جوړه شوې وه او نوم یې و "په ډیجیټل زمانه کې جمهوریت او انټرنېټي آزادۍ ته ترقي ورکول". دا غونډه د هغې لویې ناستې یوه برخه وه چې د جمهوریت په اړه د صدر جو بایډن د طرفه په امریکا کې جوړه شوې ده او هغې کې د نړۍ د مختلفو ملکونو نه مشران په آنلاین بڼه برخه اخلي. د دې سرمشریزې ناستې کوربه د امریکا خارجه وزارت دی.
انټني بلېنکن وویل، نړۍ په داسې یوه لمحه کې ده چې "ټېکنالوجي د نړۍ ژوند ته بېرته له سره انتظام ورکوي." هغه یادونه وکړه چې ګڼ شمېر ملکونه د دغو ټېکنالوجیو نه د ډېموکراټیکو اصولو اشاعت او ترقۍ دپاره کار اخلي او خپلو شهریانو ته ژوند آسانه کوي.
هغه مالډیو یاد کړ، چېرته چې د عدالتونو اورېدنې په آنلاین توګه ترسره کیږي. مالېشیا یې یاده کړه، چېرته چې تېر کال کې د انټرنېټ په ذریعه درې میلینه نوي ووټران رېجسټر شول. هغه همدا شان د اېسټونیا یادونه وکړه، چېرته چې حکومتي خدمات په کې ډېر فوري او آسانه ترسره کیږي.
د دې ترڅنګ، بلېنکن دا هم وویل چې د انټرنېټ په ذریعه ورځ تر بلې غلط معلومات هم خوریږي او د حکومتونو مخالفین ورباندې ځورول کیږي. هغه زیاته کړه چې امریکا او د هغه جمهوریتي اتحادیان باید داسې ضابطې او معیارونه پرځای کړي چې په بنیاد یې آزاد او محفوظه انټرنېټ ته فروغ ورکړی شي.
د امریکا خارجه وزیر د دې اهدافو حاصلولو دپاره څلور لومړیتوبونه په ګوته کړل، په شمول د دې چې د خلکو د ژوندانه بهتره کولو دپاره ټېکنالوجي استعمال کړی شي، د نوو ټېکنالوجیو دپاره داسې قوانین جوړ کړی شي چې په کې د وګړو حقونه محفوظ وي، په جدت یا اختراعاتو کې دې سرمایه کاري وشي، او د هغو آمرانه حکومتونو د اثراتو مقابله دې وشي کوم چې د ډیجیټل آلاتو نه د شهریانو د حقونو تروړلو او د جمهوریتونو کمزوره کولو دپاره کار اخلي.
د امریکا په کوربه توب د نړۍ په کچه د جمهوریتونو دا ستره غونډه د یوې هفتې راهیسې روانه ده او په دې موده کې وایټ هاوس ټینګار کړی دی چې امریکا غواړي داسې څه وکړي چې "ټېکنالوجي د جمهوریت دپاره کار ورکړي، دهغه په ضد نه."
د یادونې وړ ده چې پاکستان د امریکا په کوربه توب د جمهوریت په دې نړېواله ناسته کې د برخې اخېستو نه انکار کړی دی. پاکستان ویلي چې په دې ناسته کې د ګډون پرځای به، په دوه اړخیزه توګه د واشنګټن سره د ډېموکراسۍ/جمهوریت په هکله خبرې اترې ولري.