لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کي پیدا شوی د هند مشهوره کرکټ لوبغاړی سلیم دراني د 88 کلونو په عمر مړ شو


SALIM DURANI
SALIM DURANI

واشنګټن - د هندوستان پخوانی آل-راونډر سلیم دراني چې یو وخت کې د مېچونو په ګټلو مشهوره و، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ [د اپرېل په ۲مه] د اته اتیا (۸۸) کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

سلیم عزیز دراني په کال ۱۹۳۴ کې د افغانستان په سرښار کابل کې نړۍ ته راغلی و او بیا هند ته ولاړ او په ګجرات ایالت کې مېشت شو.

دراني د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ د هندوستان دپاره نهه وېشت (۲۹) تېسټ لوبې وکړې او هغو کې یې دوولس سوه و دوه (۱۲۰۲) رنزونه جوړ کړي و او پنځه اویا (۷۵) وېکېټې یې اخېستې وې. هغه د شپږیزو په وهلو هم ډېر مشهوره و.

د اي اېس پي اېن وېب سایټ خبر ورکړی چې سږ کال په جنوري میاشت کې سلیم دراني غورځېدلی و او د ورانه هډوکی یې مات شوی و چې له دې امله یې آپرېشن کړی و.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي، سلیم دراني په مړینه خفګان څرګند کړی او هغه ته یې خراج تحسین پېش کړی دی.

مودي پخپل ټوېټر لیکلي دي:

"هغه [سلیم دراني] د کرکټ په نړۍ کې د هند په پیاوړي کېدو کې یو اهم کردار درلودلی دی. د لوبې د مېدان دننه او بهر، هغه د خپل [ځانګړي] سټایل له مخې پېژندل کېدلو. په مړینه یې ودردېدلم. د هغه کورنۍ او ملګرو ته تعزیت وایم. اروا دې ښاده وي."

په نوې ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي هم د سلیم دراني په مړینه د غمشریکۍ پیغام خپور کړی او پخپل ټوېټر یې لیکلي دي: "د کرکټ د یو ستر لېجنډ سلیم دراني د مړینې د خبر په اورېدو ډېر خواشینی شوم. دغه پخوانی آل-راونډر، د هند د ټېسټ مېچونو یوازېنی لوبغاړی و چې په افغانستان کې زېږېدلی و. درانی، چې پیدایش یې په افغانستان کې شوی و، په ګجرات کې مېشت و او د هند په ۲۹ ټېسټ مېچونو کې ولوبېد. د هغه کورنۍ او ملګرو سره د زړه له تله غمشریکي کوم."

سلیم دراني اولنی کرکټ لوبغاړی و چې د ارجونا اېوارډ ورکړل شو. ارجونا د هند تر ټولو اعلی دویم نمبر اېوارډ دی چې د سپورټس په برخو کې ورکولو کیږي.

د هند د کرکټ ټیم پخواني کوچ، راوي شاستري ویلي چې سلیم دراني "د هند تر ټولو رنګین کرکټ لوبغاړی و."

د هند د کرکټ بورډ سېکرېټري جی شاه ویلي چې سلیم درانی "د هند د کرکټ د تاج یو زېور و."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG