لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس نه پاکستان ته په روانه میاشت کې د تېلو د رسېدو امکان


واشنګټن - پاکستان کې د پټرولیم او قدرتي وسایلو دپاره د مملکت وزیر سنېټر مصدق ملک وایي چې د روس نه د تېلو د اخېستو دپاره ټول تکنیکي او مالیاتي معاملات ترسره شوي دي او دا امکان موجود دی چې د روانې میاشتې (اپرېل) تر آخره به د روس نه د تېلو ړومبی جهاز کراچي ته ورسیږي.

مصدق ملک په اسلام آباد کې د وایس آف امریکه سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د روس نه د پاکستان د تېلو د اخېستلو چارې په سمه توګه پر مخ ځي او تر اوسه هرڅه سم روان دي.

د تېر ډسمبر په اوایلو کې مصدق ملک ماسکو ته خپل د سفر نه پس اعلان کړی و چې روس به پاکستان ته ارزان بیعه تیل ورکړي. د هغه نه پس په جنوري میاشت کې د روس د توانایي وزیر اسلام آباد ته سفر وکړ او د تېلو د درامداتو په اړه معاملو باندې یې پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې. هغه وروسته توقع څرګنده کړه چې د راتلونکي کال په سر کې به پاکستان ته د ارزانو تېلو لېږل ممکن وګرځي.

د پټرولیم او قدرتي وسایلو دپاره د مملکت وزیر سنېټر مصدق ملک
د پټرولیم او قدرتي وسایلو دپاره د مملکت وزیر سنېټر مصدق ملک

مصدق ملک اوس وایي چې د تېلو د معاملې چارې پر مخ تللي او د تفصیلاتو د بشپړېدو نه پس به اوس په دې هفته کې د روس نه د تېلو د اخېستو ړومبی آرډر ماسکو ته ولېږل شي.

دا چې د روس نه به د تېلو د لېږلو کار څه وخت پیل شي، په دې اړه وزیر مملکت وویل چې په دې باره کې د کومې حتمي نېټې اعلان اوس مشکل دی. مګر د دې باوجود، مصدق ملک زیاته کړه چې که د اپرېل په اوله هفته کې آرډر ولېږل شي، نو د دې میاشتې تر آخره به د تېلو ترسیل ممکن وي.

د هغه وینا ده چې د روس نه به پاکستان ته تېل د سمندر د لارې راځي، کوم چې د منځني ختیځ یا سنګاپور د لارې په نسبت، درې برابره ډېر وخت غواړي. مصدق ملک وویل، که پاکستان د سنګاپور یا منځني ختیځ نه تېل واخلي، نو په شپږ – اووه ورځو کې رارسیږي، لېکن د روس نه کراچي ته به جهاز په پنځه ویشت – شپږویشت ورځو کې رسیږي.

د یادونې وړ ده چې په اوکراین باندې د روس د حملې نه پس، امریکا او مغربي ملکونو دا فشار زیات کړی چې نړېوال دې د روس نه تېل نه اخلي. په دې منځ کې هند د روس نه په زیاته اندازه ارزان بیعه تیل واخېستل او پاکستان هم وویل چې که هند یې اخېستی شي، نو پاکستان یې ولې وانخلي.

مګر دا چې پاکستان به په کومې کرنسۍ باندې د روس نه تېل اخلي، په دې باب مصدق ملک وویل چې په مرکه کې د دې تجارتي معاملې تفصیلات څرګندول ګني مناسب ندي، مګر روانه هفته به دا فیصله کیږي چې اسلام آباد د ماسکو نه تېل په ډالرو او که د چین په یوآن کرنسۍ واخلي.

د پاکستان د خارجي زرمبادلې ذخایر کم شوي او په دې سبب ورته په بهرنیو معاملاتو کې پیسې ورکول مشکل شوي دي.

دا رپوټ د وي او اې اردو ویب سایټ نه ژباړل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG