لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په 27 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل شوی


د پاکستان د صحت وزارت ویلي، د خېبرپښتونخوا په مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو پينځه ورځنی کمپاين پېل کړی شوی دی چې پکې به د 31 لکه څخه زیاتو ماشومانو ته څاڅکي ورکول کیږي.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي، د مارچ او اپرېل د میاشتو په ذيلي کمپاينونو کې د خېبرپښتونخوا صوبې په 27 ضلعو کې د پرون [جمعې] د ورځې راهسې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل کړی شوی دی.

ویل شوي د بلوچستان صوبې په 12 ضلعو کې به د وړوکي اختر نه وروسته کمپاين پېل کولی شي.

د پوليو د مخنیوي پروګرام ویلي، خېبرپښتونخوا کې به په اوسني کمپاين کې په لسو ضلعو کې پوره کمپاين کولی شي او په 17 ضلعو کې به په مخصوصو يونين کونسلو کې کمپاين کیږي.

ویل شوي د بنو او ډېره اسماعيل په ډويژنو، نوښار، پېښور او سوات کې به پوره کمپاينونه کولی شي، او د افغان کډوالو په کېمپونو او افغانستان سره په پوله پرتو مخصوصو او د پولیو وایرس د خطر سره مخ يونین کونسلو کې به د پینځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه د صحت مرکزي وزیر عبدالقادر پټېل ویلي، د پولیو د خاتمې دپاره پرعزم دي او په دغه لړ کې یوه کوټلې تګلاره جوړه کړی شوې ده.

نوموړي په مياندو پلارانو غږ کړی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

پرون په پېښور کې د چيف سیکرټري ندیم اسلم چودري په مشرۍ د پوليو کمپاين په اړوند غونډه شوې او نوموړي ويلي چې د ګڼو چېلنجونو باوجود دغه ډول کمپاينونه او د هغې انتظامات کول د ماشومانو د تحفظ دپاره د حکومت د عزم څرګندونه کوي.

ویل شوی د روان کمپاین دپاره 14604 ټيمونه جوړ کړی شوي او د ساتنې دپاره یې 25957 اهلکار په ځای کړی شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د پوليو ټيمونو او ساتونکو باندې یې وژونکي بريدونه هم شوي دي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو يوه پېښه رپورټ شوې ده او هغه د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې مخې ته راغلې ده.

تېر په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې چې پکې 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG