لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوډان کې د پوځ او ملېشې جګړه، لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي، امریکا او طالبانو ترې غوښتي شخړه دې په خبرو حل کړي


واشنګټن ــــ په مسلمان افریقایي هېواد سوډان کې د پوځ او زورور نیم پوځي یا ملېشه ځواک تر منځ په پایتخت خرطوم او نورو سیمو کې سخته جګړه شوې ده چې د رپوټونو له مخې، په لسهاوو کسان مړه او په سلهاوو نور زخمیان دي

د ملګرو ملتونو، امریکې، سعودي، عرب اماراتو، مصر او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون د افغان طالبانو حکومت هم له دواړو ځواکونو غوښتنه کړې چې له جګړې لاس واخلي او شخړه په خبرو حل کړي.

د سوډان د ډاکټرانو تنظیم نن د اتوار/یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې په جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه شپږ پنځوس (۵۶) تنان په کې تر اوسه وژلی شوي او پنځه کم شپږ سوه (۵۹۵) نور په کې زخمیان دي. ډاکټران وایي په لوېدیځ دارفر او شمالي مرو سیمه کې د پوځ او آر ایسف ایف ځواک په ګډون نور خلک هم وژل شوي او ټپیان دي چې شمېر یې معلوم نه دی.

د یوې ورځې تر شدیدې جګړې وروسته پوځ له آر ایس ایف ځواک سره خبرې اترې رد کړې او ویې ویل چې دا "باغي ملېشه" به ختموي. په سوډان کې کودتا پوځ او ملېشه په ګډه کړې وه خو اوسنۍ جګړه شاید د دواړو تر منځ شخړه اوږده کړي.

د سوډان د ډاکټرانو تنظیم سمدستي تفصیل نه دی ورکړی چې 27 کسان په کومو سیمو کې وژل شوي خو وایي شپږ په پایتخت خرطوم کې او نور په نورو سیمو کې وژل شوي دي.

جګړه د شنبې- خالي په ورځ سهار وختي پیل شوې ده چې په سرښار خرطوم او شاوخوا سیمو کې ټوله ورځ د درنو ډزو ږغونه اورېدل کېدل، په دې سیمه کې له کودتا راهیسې د پوځ او ملېشه ځواک په لکونو پوځیان را غونډ کړي وو.

عیني شاهدان وایي د دواړو اړخونو جنګیالیو په ګڼ مېشتو سیمو کې له بکتربند موټرو او پر ټرکونو له مشینګنو ډزې کولې او په خرطوم کې ټېنکونه هم لیدل شوي دي.

پوځ ویلي چې دوی د پایتخت خرطوم ښار په شاوخوا کې د خپل مخالف آر ایس ایف ځواک پر پوستو باندې د الوتکو او ډرون بریدونه هم کړي دي او په اومدرمان ښار کې یې د هغوی ټولې اډې نیولې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش دا جګړه غندلې ده، هغه د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر لیکلي چې د افریقایي اتحاد او سیمې له مشرانو سره به خبرې وکړي:

"زه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو پر ژمنه ټینګار کوم چې د سوډان له خلکو سره به د جمهوریت د بیرته پر ځای کولو لپاره د واک د منتقلۍ د هڅو ملاتړ کوي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن هم اندېښنه ښکاره کړې او له دواړو اړخونو یې غوښتي چې سمدستي جګړه ودروي او خبرې پیل کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه اعلامیه کې خواشیني ښکاره کړې او وایي دا ډول جګړه به د سوډان ولس وځوروي او تباه به یې کړي. په اعلامیه کې راغلي:

"دا چې اوس لا د دغې پيښې ابتدا ده، اسلامي امارت خپل ورور سوډاني حکومت او ملت ته توصیه کوي چې هرڅه ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسي ډیالوګ او حوصلې څخه کار واخلي".

د پوځ او ملېشه آر ایس ایف ځواک تر منځ له څو میاشتو روانه شخړه پرون په جګړه بدله شوه او له سیاسي ګوندونو سره هغه تړون یې وځنډاوه چې مقصد یې په دې هېواد کې د جمهوریت بیرته راتګ وو، کوم چې د 2021 په اکتوبر کې د پوځي کودتا په نتیجه کې ختم شوی وو.

د سوډان اعلی پوځي افسر عبدالفتاح البرهان د 2021م کال د اکتوبر په 25مه د هیواد پخوانی وزیراعظم عبدالله حمدوک له واکه لرې کړ او د بیړني حالت له اعلانولو سره یې ګډ ملکي او ولسي کونسل ختم چې په تېرو دوو کلونو کې یې د سوډان مشري کوله.

ځانګړې ویډیوګانې

خپرونه: سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG