لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه، یورپي پارلمان او ایمنیسټي‌ انټرنېشنل: افغانستان کې مطبوعات له سختو بندیزونو سره مخ دي


واشنګټن ــــ ملګرو ملتونو، ایمنیسټي انټرنېشنل او یورپي پارلمان د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په ناوړه حالت باندې ژوره اندېښنه ښکاره کړې او د طالبانو له حکومته غوښتي چې د بیان د ازادۍ درناوی وکړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر دفتر «یوناما» وایي، په دې هېواد کې د رسنیو د راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه لري ځکه چې وایي د واکمنو طالب چارواکو د زیاتو بندیزونو له کبله خبریالان مجبوره شوي چې د ویرې او خطر په فضا کې کار وکړي.

یوناما د مې د درېیمې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، د 2021م کال له اګست میاشتې راهیسې د رسنیو ګڼ شمېر تجربه لرونکي کسان له افغانستانه وتلي او دغه اړخ د هیواد اقتصادي بحران ځپلی دی:

"ډېری رسنۍ تړل شوي او ښځینه خبریالانې په غیرمتناسب ډول د اضافي محدودیتونو له امله اغېزمنې شوي او حتی تقریباً د دندې د پرمخ وړلو توان یې له لاسه ورکړی دی".

یوناما وایي په تېرو 18 میاشتو کې یې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو خلاف د واکمنو چارواکو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمېر پېښې ریکارډ کړې دي چې وايي په هغوی کې په خپل سر د خبریالانو نیول، بندي کول، ناوړه چلند او ګواښونه د بیان د ازادۍ تر پښو لاندې کول شامل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په اعلامیه کې ویلي، د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ له افغان خبریالانو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره ښه شیبه ده چې وایي لا هم په هېواد کې د خپلواک راپور ورکولو هڅې کوي:

"د خبریالانو دوامداره ګواښل، پرهغوی برید کول او د هغوی ګواښل د منلو وړ نه دي. موږ واکمن طالب چارواکي هڅوو چې د رسنیو د ازادۍ او خپلواکۍ او همدارنګه د ښځینه او نارینه خبریالانو د یوشان خوندیتوب ضمانت وکړي. "

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي رپورټر ریچارد بېنیټ هم پر خپل ټویټر افغان خبریالان خصوصاً ښځینه خبریالانې ستایلې دي چې وایي‌ له ستونځو او چېلنجونو سره سره یې خپلې هڅې او فعالیتونه روان ساتل دي:

"له طالبانو غواړم چې ازادو، خپلواکو، ټولشموله رسنیو ته د ټولو افغانانو د حق په توګه درناوی وکړي".

د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ راهیسې په دغه هیواد کې د بیان ازادي ډېره محدوده شوې ده او په رسنیو باندې پرله پسې بندیزونه لګول شوي، چې له امله یې زیات شمېر رسنۍ بندې شوي او په زرګونو خبریالان په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې له دندو ګوښه شوي او په سلګونو نور له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکي تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل هم ویلي، چې که څه هم "خبریالي جرم نه دی" خو وایي‌ له دې سره سره په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هیواد کې د بیان ازادي او ازاد مطبوعات پرله پسې له ګواښ سره مخ دي.

د ایمنیسټي د اپرېل پر درېیمه پر ټویټر ویلي، چې په دغه موده کې ډېر خبریالان په خپلسرې توګه نیول شوي، ځورول شوي، ګواښل شوي دي او حتی وژل شوي دي:

"د مطبوعاتو پر نړیواله ورځ د طالبانو چارواکي باید ژمنه وکړي چې د بیان ازادۍ ته درناوی کوي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې په خپلواک او خوندي ډول کار وکړي".

د یورپي پارلمان غړې هانا نیومان پر ټویټر لیکلي چې د افغانستان په رسنیو کې د ښځو خبریالانو شمېر له 2800 څخه یواځې 500 پاته شوی چې وایي په هغوی کې یواځې نیمې یې تنخا لري او چې په ټیلیویژن کې کار کوي باید مخ پټ کړي.

هانا نیومان د چارشنبې- شورو په ورځ پر ټویټر لیکلي، چې دغه ښځینه خبریالانو اکثر د طالبانو له خوا ځورول کېږي ځکه نو دوی ته ګرانه ده چې پخپله برخه کې کار ته دوام ورکړي:

"ښځو خبریالانو ته یواځې له ښځو سره د مرکو کولو اجازه ورکول کېږي (که هغه په رېډیو یا ټیلیویژن یا یواځې په ټیلیفون هم وي)، خو که د طالبانو استخبارات جي ډي ای دوی ور وغواړي نو پوښتنې ترې کوي، وېروي یې او ځوروي یې".

د بې پولې خبریالانو تنظیم په خپل یو وروستي رپوټ کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د 2,300 ښځینه خبریالانو په ګډون شاوخوا اته زرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې بایللې دي.

د افغان خبریالانو او د رسنیود ملاتړ تنظیمونو هم د مې د درییمې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د خبریالانو خلاف د تاوتریخوالي د پیښو پر زیاتېدو ژوره اندیښنه ښودلې ده او خبرداری یې ورکړی چې د رسنیو په ضد زیاتیدونکې سرغړونې او ناوړه چلند به ناسمې نتیجې ولري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG