لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د مې د نهمې د پېښو پلټنه دې وشي تر شا یې څوک وو. د پوځ مشر: ورانکاري به انصاف ته مخامخ کړو


Imran and Asim
Imran and Asim

واشنګټن ــــ د پاکستان مخکیني وزیراعظم عمران خان نن په ټول ملک کې د پرامنه احتجاج غوښتنه کړې او یو ځل بیا یې تور پورې کړی چې د ده په ګرفتارۍ کې د پوځ لاس وو او سرکاري ودانیو ته د ننوتلو او سوځولو تر شا یې د خپلو کارکنانو لاس لرل رد کړل وایي پلټه دې وشي چې تر شا یې څوک دي.

عمران خان د شنبې- خالي په ورځ په ویډیویي وینا کې وویل د مې پر نهمه چې د ده د ګرفتارۍ په ورځ په هېواد کې د احتجاجونو په مهال په اړي ګړي کې ریاستي اثاثو ته تاوان رسول شوی د سپریم کورټ د چیف جسټس په مشرۍ دې د هغه پلټنه وشي:

"زه چې دوی ونیولم بیا یې نظربند ساتلی وم او هیڅ خبر نه وم څه روان دي، دا خو موږ نه یو [چې دا اثاثو ته یې زیان رسولی]، تحریک انصاف یواځینی ګوند دی چې په تېرو 27 کلونو کې تل پرامنه اوسېدلی دی".

د اسلام اباد هایکورټ له خوا په ضمانت تر خوشي کېدو وروسته 70 کلن عمران خان په لاهور کې له خپل کوره په اوږده وینا کې وویل، چې د پاکستان جمهوریت یواځې پر یوه نري سپڼسي را ځړېږي چې د ده په وینا هغه عدلیه ده:

"دا وخت باید ټول ملک له عدلیې سره ودرېږي،‌ زه یې خصوصي مننه کوم چې له قانون سره سم یې ماته ضمانت راکړ او زه یې له جېله و ژغورلم، زما خلاف 145 جعلي مقدمې جوړې کړل شوې دي".

بل لور ته د پاکستان د پوځ مشر ویلي، چې د مې د نهمې په "توره ورځ" د پوځ او نورو ریاستي ادارو ودانیو ته زیان رسوونکي به د انصاف منګولو ته وسپاري.

د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د شنبې- خالي په ورځ په پېښور کې پوځیانو ته په وینا کې ویلي وو "دښمن عناصر" هڅه کوي پوځ په نخښه کړي خو وایي د ولس په مرسته به ناکامه کړل شي.

د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای ایس پي‌ آر د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي:

"د پوځ مشر جنرل عاصم منیر وویل چې ټول پلان جوړوونکي، قهرجن کسان، د هغوی پاروونکي او پر هغه عمل کوونکي به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او د پاکستان پوځ به نور ونه زغمي چې څوک یې اثاثو ته د تاوان رسولو هڅه وکړي".

عمران خان وایي وایي د ده ګوند خو په پاکستان کې ژر تر ژره شفاف انتخابات غواړي، وایي څوک چې انتخابات غواړي هغه څنګه په ملک کې ګډوډي جوړولای شي، د ده په وینا ګډوډي یواځې هغه خلک غواړي چې له انتخاباتو تېښته کوي.

د تحریک انصاف ګوند مشر وایي په پښتونخوا صوبه کې د ده د ګوند دوو مخکینیو صوبایي وزیرانو او مخکیني ګورنر شاه فرمان ورته وویل، کله چې دوی خلک سرکاري ودانیو ته له تاوان رسولو منع کول نو خلکو یې ګرېوانونه ور څیرې کړل، وایي پلټنه دې وشي چې دا خلک څوک وو:

"ماته وویل شول چې له عامو خلکو پرته ځینې داسې عجیبه غوندې خلک هم احتجاج ته راغلي وو چې ټول خلک یې پارول او ورته ویل یې درځئ هلته کینټ ته لاړ شو هلته لاړ شو".

د عمران خان په وینا سرکاري ودانیو د تحریک انصاف پر احتجاج کوونکو د ډزو او د ریاستي ودانیو د سوځولو دې پلټنه وشي خو وایي دا پلټنه دې د سپریم کورټ د چیف جسټس تر نظارت لاندې وشي.

عمران خان یو ځل بیا د پاکستان د پوځ پر ویاند تنقید وکړ او د هغه هغو تورونو ته یې جواب ووایه چې د ده د قید په وخت یې رسنیو ته کړې وې.

پوځ د مې پر 11مه په یو بیان کې ویلي وو، د پاکستان هیڅ دښمن پاکستان ته دومره زیان نه وو رسولی څومره چې د تحریک انصاف ګوند ور ورساوه او خبرداری یې ورکړی وو چې د دوی خلاف به اقدام وکړي.‌ عمران د پوځ ویاند ته په جواب کې وویل:

"ګوره [ډي جي] ای ایس پي آر صاحب په غور خبره واوره، ته لا زېږېدلی هم نه وې چې ما په ټوله نړۍ کې د خپل ملک استازیتوب کاوه او په نړۍ کې مې د پاکستان عزت زیات کړی وو".

عمران خان تور پورې کړ چې د مې پر نهمه د ده د نیولو پر وخت د ده د ګرفتارۍ لیکلی امر ورته نه وو ورکړل شوی او وایي د پولیسو پر ځای ولې رېنجر عسکرو هغه ونیو چې د ده په وینا د پوځ اداره ده او ټولې نړۍ ته یې دی د ترهګر غوندې ښکاره کړ.

خو د پاکستان د احتساب ادارې ویلي وو چې عمران خان یې له آیین او قانون سره سم نیولی وو او د ګرفتارۍ وارنټ یې ور ښکاره کړی وو له هغه وروسته یې نیولی وو.

عمران خان پر ولس خصوصاً پر ښځو ږغ وکړ چې نن د اتوار- یکشنبې په ورځ مازدیګر پینځه نیمې بجې دې له خپلو کورونو را ووځي او په خپلو کلیو او کوڅو کې دې تش دومره وکړه، چې په خپلو لاسونو کې دې په لاس لیکلي بېنرونه د یوې ګنټې لپاره ونیسي او پرې و دې لیکي:

"ریښتینې ازادي، آیین و ژغورئ، پاکستان و ژغورئ".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG