لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د G-7 مشران طالبانو ته: د ترهګرۍ ځپلو ژمنې پوره کړئ، د بشري حقونو سرغړونې ودروئ او ملي خبرې اترې وکړئ


واشنګټن ــــ د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د بشري حقونو او خلکو د بنیادي ازادیو "د منظمې سرغړونې" په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او له طالبانو یې غوښتي خپلې "د نه منلو وړ" پرېکړې دې سمدستي بیرته واخلي.

دغو مشرانو پر دې هم شدیده اندېښنه ښکاره کړې چې وایي په افغانستان کې د ارامۍ او ناوړه بشري او اقتصادي حالت لپاره خطرونه په زیاتېدو دي.

د جاپان په هیروشیما ښار کې په درې ورځنۍ سرمشریزه کې د دغو هېوادونو مشرانو په روس او چین له بندیزونو او ایران سره سره د افغانستان پر حالاتو هم خبرې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ له خوا د G-7 هېوادونو په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې په غونډه کې شریکو مشرانو له دې سره سخت مخالفت ښکاره کړی چې طالبان په منظمه توګه د بشري حقونو او بنیادي ازادیو سرغړونې کوي:

"[پر طالبانو ږغ کوو] چې د نه منلو وړ پریکړې سمدستي بیرته واخلي په ځانګړې توګه هغه چې د ښځو او نجونو خلاف دي. ټول افغانان باید د ولسي ژوند په ټولو برخو کې پوره، برابره او معنالرونکې برخه ولري، بشري مرستو او بنیادي خدمتونو ته لاسرسی ولري".

په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا په ایټم بم تباه شوي ښار هیروشیما کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو امریکې، جاپان، جرمني، فران، برتانیې، ایټلي او کېنېډا مشران ګډون کوي، خو له دې سره سره د ځینو نورو هېوادونو مشران هم ور بلل شوي دي.

طالبانو د 2021م کال له اګست راهیسې په افغانستان کې له دویم ځل واکمنېدو را وروسته پر ښځو کلک بندیزونه لګولي، له کار او تعلیم سره سره یې د هغوی ولسي ژوند هم اغېزمن کړی چې له کبله یې تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د G-7 هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روان 2023م کال د 2681 قرارداد او د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د اتمې مادې درناوی وکړي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بې خنډه فعالیت باوري کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو په حکومت کې لا هم د ټولو افغانانو استازیتوب او سیاسي شرکت نه شته او له نورو نړیوالو شریکانو سره په همږغۍ یې طالبانو ته یو شریک پیغام وړاندې کړی دی:

"موږ پر طالبانو ټینګار کوو د باور وړ، ټولشموله او د افغانانو په مشرۍ ملي خبرو اترو کې دې د ګډون لپاره مهم ګامونه واخلي، چې ټول افغانان پکې برخه ولري".

د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو پر طالبانو ږغ کړی چې د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي او دا خبره دې باوري کړي چې د افغانستان خاوره پر بل کوم هېواد د برید، د ترهګرۍ د پلان او مالي ملاتړ لپاره نه کارول کېږي او نه ترهګرو ته د پناه او روزنې لپاره ځای نه ورکول کېږي.

طالبانو لا د G-7 هېوادونو اندېښنو او غوښتنه ته څه جواب نه دی ویلی، خو د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي طلوع نیوز ته په تازه خبرو کې ویلي، چې د افغانستان ټوله خاوره اوس د دوی په کنټرول کې ده او د بل کوم هېواد په ضد نه کارول کېږي:

"په افغانستان کې هیڅ ډله، خطر او تحریک نه شته چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي، نو په دې برخه کې باید اندېښنه هم نه وي".

سره له دې چې طالبان وایي ښځو ته له اسلامي شریعت سره سم حقونه ورکوي، حکومت یې ټولشموله دی او په افغانستان کې اوس بهرنۍ ترهګرۍ ډلې فعالیت نه کوي، خو په دې برخه کې د ملګرو ملتونو په ګډون د نورې نړۍ اندېښنې ورځ په ورځ زیاتېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG