لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: د پوليو ټیمونو په ساتونکو بريد کې درې پوليس ژوبل شوي


د خېبرپښتونخوا د خېبر په تيرا سیمه کې د پوليو ټيمونو ساتنې ته روانو پوليسو باندې نامعلومو وسله والو ډزې کړي، درې پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي دي. ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې ده.

د سيمې نه يو پوليس چارواکي د وي او اې ډیوه خبريال فريد شينواري ته د نوم ښکاره کولو په شرط ويلي، "نن سهار د کمرخېل په تختکي سيمه کې پوليس نفري چې شمېره یې د 28 پورې وه، د پوليو ټيمونو ساتنې له روانه وه، په لاره کې پرې نامعلومو کسانو د غټو او وړو وسلو د لارې ډزې کړي دي".

هغه ويلي، "پولیسو ځوابي ډزې کړي حمله کوونکي یې په شا تمبولي او ځانونه یې بچ کړي دي خو درې پوليس اهلکار ژوبل شوي دي".

هغه زیاته کړې ويلي، پوليسو د لټون عمليات پېل کړی شوي دي خو ښيې چې نن به په علاقه کې د پوليو کمپاين نه کيږي.خو وروسته چارواکو ويلي په باړه کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان دی.

تحریک طالبان پاکستان د تيرا په ملک دين خېل مېر دره کې په پوليسو د بريد زمه واري منلې ده.

د خېبر پښتونخوا په نوښار، پېښور، سوات، هنګو،کرک، باجوړ، خېبر،کوهاټ، مهمند، اورکزو او چارسدې سره د افغان کډوالو په کېمپونو کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين په 22 مې پېل شوی وو.

په 19مه مې د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم باندې وسله وال بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوی وو.

په 13مه مې پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو، په کوز جنوبي وزيرستان کې په ماحولياتي نمونه کې د پوليو وايرس تصدیق شوی دی.

ويل شوي وو ياد وايرس په جينياتي توګه د ستمبر 2022م د وايرسو سره یو شان والی لري.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، سږ کال په جنوبي وزيرستان کې دغه لومړۍ مثبته ماحولياتي نمونه ترلاسه شوې او دغلته د پوليو وروستۍ پېښه په اګست 2022م کې معلومه شوې وه.

په روان کال 2023م کې پاکستان کې د پوليو يوه پېښه او شپږ ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.

د روانې میاشتې په سر کې د خېبرپښتونخوا د پېښور او هنګو سیمو څخه ترلاسه کړی شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی او له دغې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې په لاهور کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس موندل شوي، ویل شوي وو د دغووايرسو تعلق د ننګرهارد وايرسو سره دی.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځينې پېښه په بنو کې رپورټ شوې ده.

په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې چې پکې 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي چې د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG