د پاکستان پوځ وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناارامه شمالي وزیرستان کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي دي. او د بنو په جاني خېل سیمه کې هم د وسله والو او د پاکستان پوځ ترمینځ نښته کې یو پوځي عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.
پوځ ویلي د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات شوي دي.
پوځ د د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو دعوه یې کړې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د عامو وګړو په وژنو کې ککړ وو او د دوی د ولقې نه چاودېدونکي مواد او وسله ترلاسه کړی شوې ده.
خو له ازادو سرچینو دا دعوې نه دي تصدیق شوي.
پوځ ویلي سیمه کې د ترهګرو پرضد د لټون عملیات دوام لري او امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د ترهګرۍ نوغی به په بشپړ ډول وباسي.
تر دې دوه ورځې وړاندې د جون په لومړۍ نېټه هم پوځ د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
تر دغې پېښو وړاندې د مې په څلورمه پوځ په دوسلي سیمه کې په یو وسله وال برید کې د خپلو شپږو عسکرو وژنه هم تایید کړې وه.
چارواکي وایی د تېرې شپې پرمهال د بنو په جاني خېل سیمه کې د وسله والو سره نښته کې يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي چې حالت یې مرګونی دی.
تحریک طالبان پاکستان یې زمه داري منلې ده.
د پاکستان پوځ دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د علاقې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي امنیتي عسکرو د وسله والو برید ته چټک ځواب ویلی او برید یې په شاه تمبولی.
د علاقې خلک وایي د شپې پرمهال یې تر ډیر ساعته د ډزو غږونه اوریدلي.
تحریک طالبان پاکستان په لومړي ځل منلي چې شمالي وزیرستان د طالبانو شعرا حافظ ګل بهادر ډلې سره په شریکه دا برید کړی دی.
په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان پغاړه اخستې ده
د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي،وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده.
رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي.
د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي.
د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.