واشنګټن ـــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، روانه اوونۍ یورپ ته په قاچاقي توګه د تلونکو کډوالو په ډوبه شوې کښتۍ کې ګڼ شمېر پاکستانیان هم وو، چې وایي په هغوی کې 12 تنه ژغورل شوي دي.
په دې پېښه کې 25 کلن پاکستانی شهریار سلطان هم ورک دی او د هغه پلار شاهد محمود- چې له سرکاري نوکرۍ ریټایر شوی دی- وایي ده ډېر خپل زوی ته وویل چې یورپ ته د ښه ژوند په هیله د تلو اراده بدله کړي خو وایي هغه ونه منله.
60 کلن شاهد محمود وایي په پاکستان کې قاچاقبر د ده له زویه 22 لکه روپۍ (7,653 ډالره) په دې تمه اخیستې وې چې هغه به یورپ ته رسوي:
"ما وس وکړ چې هغه تم کړ، ورته ومې ویل چې دا هر څه هېر کړي، هغه ټرېول ایجنټ د هغه ماغزه ور مینځلي وو، ورته ویلي یې وو چې «ته به یواځې دوې یا درې ورځې پر لاره یې»، خو زما زوی ورباندې باور وکړ او ورسره لاړ".
د جون پر 14مه د یونان په سمندري حدودو کې له سلګونو مسافرو ډکه بېړۍ اوښتې وه چې تر اوسه پورې پکې د 78 کسانو مړینه تایید شوې ده او شاوخوا 104 تنه ژغورل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ وایي، حکومت یې تر اوسه پورې دا نه شي تاییدولای چې په ډوبه شوې کښتۍ کې په وژل شویو کسانو کې څومره پاکستانیان شامل دي او د کوم کوم ځای دي.
زهرا بلوچ وایي حکومت په دې پېښه کې د ورکو کسانو له کورنیو غوښتي له خارجه وزارت سره دې د هغوی د پېژندنې اسناد او په معتبرو لیبارټریو د شویو ډي این اې معانیاتو رپوټونه ورسره شریک کړي.
زهرا بلوچ وایي په یونان کې د پاکستان د سفارتخانې چارواکي هم په کښتۍ کې د سپرو خپلو وګړو د پېژندنې په لړ کې مسلسل د یونان له چارواکو سره په اړیکو کې دي.
رویټرز خبري ایجنسۍ وایي کېدای شي په دې پېښه کې د مړیو شمېر سلګونو ته ورسېږي ځکه چې وایي عیني شاهدان وایي په دې کښتۍ کې له 400 تر 750 پورې کسان سپاره وو.
د یونان چارواکي وایي تر پېښې سمدستي وروسته یې د ژغورنې هڅې پیل کړې او د جمعې تر ورځې د 78 کسانو مړي را و ایستل او 104 یې و ژغورل، خو وایي تمه نه لري چې نور کسان به ژوندي پیدا کړي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر دې پېښه خفګان ښکاره کړی او په کښتۍ کې د مړه شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي کړې ده. شهباز شریف په یو ټویټ کې ویلي چې په اتنز ښار کې د پاکستان سفارت د 12 ژغورل شویو پاکستانیانو په اړه د نورو تازه معلوماتو لپاره له یوناني چارواکو سره رابطې کوي.
د یونان د حکومت چارواکي وایي په دې بېړۍ کې سپاره کسان د مصر، شام او پاکستان اوسېدونکي وو.
په پېښه کې ژوند پاته شوي کسان وایي دوی د سمندر له لارې ایټلي ته تلو او د دې لپاره یې قاچاقبرو یا ایجنټانو ته د سړي پر سر 4,500 ډالره ورکړې وې.
د پاکستان اوسېدونکی عادل حسېن په پېښه کې د خپل ورک ورور په لټه د یونان پناه ګاه ته ورغلی او وایي د ده 43 کلن ورور مطلوب شاوخوا دوولس کاله په غیرقانوني توګه په یونان کې وو او بیا بیرته پاکستان ته ستون شو، خو وایي هلته یې دوه کاله د غربت ژوند وکړ او بیا یې ایټلي ته د تلو پرېکړه وکړه.
عادل وایي تېره اوونۍ یې له ورور سره خبرې وکړې او هغه ورته وویل چې کښتۍ یې له لېبیا څخه په وتلو ده.
په یونان کې د شام د کډوالو د یو تنظیم جنرل سیکرټري انور باکري وایي، له جرمني، ترکي او نورو ملکونو سلګونه شامي وګړو ورته ټیلیفونونه کړي او په ډوبه شوې کښتۍ کې د خپلو خپلوانو په اړه اندېښمن دي.
یادونه:- د دې رپوټ اکثر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.