د خېبرپښتونخوا په اووه ضلعو کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې نه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی ځانګړی کمپاين پېل کيږي.
خېبرپښتونخوا کې د پوليو ضد پروګرام ویلي، د صوبې په مختلفو ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليس وايرس د موجودګۍ تاييدو وروسته د ځانګړي کمپاين چلولو پرېکړه شوې ده.
ویل شوي، خصوصي کمپاين به په نوښار، پېښور، مومندو، هنګو، خېبر، کوهاټ او چارسده کې کولی شي، او د پينځه و کالو عمر پورې 22 لکه او 12000 ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.
د دې ترڅنګ په بونير، کوز چترال، کوز دير، هري پور، مانسهره، ملاکنډ، مردان او صوابۍ کې د افغان کډوالو په کېمپونو، او د افغانستان سره په پوله پرتو مخصوصو يونين کونسلو کې يو لک 17000 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو ویل شوي دي.
تېره میاشت پاکستان کې د صحت قامي مرکز ليبارټرۍ په پېښور، هنګو او جنوبي وزیرستان کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس د موجودګۍ ویلي وو.
روانه میاشت پاکستان کې د پوليو مخنیوي پروګرام ويلي وو، د کراچۍ ښار ختيځ په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی وو.
د صحت مرکزي وزیر قادر پټېل ویلي وو، "ماحولياتي د پوليو نمونې ترلاسه کېدل ښيي چې زمونږ د پولیو د څارنې معیار لوړ دی خو د دې مطلب دا هم دی ماشومانو ته د پولیو خطره ده".
په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو يوه پېښه مخې ته راغلې ده.
په پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځينۍ پېښه په بنو کې رپورټ شوې ده.
په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.
پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.
په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د نن څخه پيلېدونکي کمپاين دپاره د پوليو کار کوونکو 8441 ټيمونه جوړ کړی شوي او د ساتنې دپاره یې 14926 پوليس اهلکار په ځای کړی شوي دي.
راپورونه وايي، د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د پوليو بله مثبته پېښه مخې ته راغلې، او دا په روان کال کې په افغانستان کې د پوليو پينځمه پېښه ثبت شوې او پينځه واړه په ننګرهار کې معلومې شوي دي.