واشنګټن ــــ د امریکې د انصاف ادارې څلور چینایي کیمیکل جوړوونکې کمپنۍ او اته کسان په دې جرم تورنې کړې دي چې وایي دوی په غیرقانوني توګه د فینټینیل دوا په جوړېدو کې کارول شوي کیمیکل امریکې ته قاچاق کړي وو.
فینټینل یوه ډېره زیاته عادت کوونکې دوا ده چې د درد ختمولو لپاره کارول کېږي او دې دوا په امریکا کې د اوپیایډ یا د نشې دا داروګانو بحران زیات کړی دی.
دا لومړی ځل دی چې امریکې د چین هغه کمپنۍ تورنې کړې دي چې وایي د درد ختموونکو دارو درملو تر جوړېدو مخکې کارول کېدونکي کیمیکل یې جوړول او په همدې تور یې ورباندې مقدمه جوړه کړې ده.
د امریکې پراسیکیوټر جنرل یا لوی څارنوال مېریک ګارلېنډ وایي، د چین دغو کمپنیو او د دوی کارکووننکو په قصدي ډول د فینټینل وژونکې دوا د جوړولو او په امریکا کې د وېشلو لپاره دسیسه کړې ده:
"دوه تورن کسان، د کیمیکل کمپنۍ د سر مشر او د هغې یو کارکوونکی فیډرل امنیتي ادارو نیولي دي. بل موږ د نیویارک په ختیځه ضلع کې په دوو جلا تورونو [فردِ جرم] کې په چین کې درې نورې کمپنۍ او د دوی پینځه کارکوونکي د فینټینیل د جوړولو او وېشلو په دسیسه تورن کړي دي".
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د تېرې اوونۍ په پیل کې چین ته سفر کړی وو او دا له پینځو کلونو وروسته بېجنګ ته د سټېټ ډیپارټمنټ د سیکرټري لومړی سفر وو، هغه ویلي وو چې د فینټینل د مخنیوي لپاره د چین زیاتې مرستې ته اړتیا ده.
د جرم په درو جلا تورونو کې ویل کېږي چې دغو چینایي کمپنیو په مېکسیکو کې د سینالووا کارټیل په نوم پر دارو قاچاق کوونکې کمپنۍ باندې د فینټینل کیمیکل خرڅول چې په نتیجه کې یې امریکې ته د نشو سېلاب راغی.
پراسیکیوټرز وایي دغو کمپنیو چې پکې د هیبي سینالوا تجارتي کمپنۍ هم شامله ده په مېکسیکو او امریکا کې پر ټولنیزو رسنیو د دغو کیمیکلو اشتهار خپور کړ او د سمندر او هوا له لارې یې د هغو د لیږدولو لپاره د کسټم غلط فارمونه او د پېکیج غلط لېبل وکارول.
د امریکې د انصاف عدالت یوه بله لوړپوړې چارواکې مرستیاله اټارني جنرل لیزا موناکو وایي، فینټینل دوا یو لوی خطر دی، ځکه چې وایي یواځې په دا نه چې یو کوچنی خورک یې هم ډېر وژونکی دی بلکې په دې چې فینټینل په فطرت کې نه پېښېږي او دا په بشپړه توګه د انسانانو جوړ شی دی.
رویټرز خبري ایجنسۍ وایي پر چینایي کمپنیو د تورو لګېدو په اړه یې په واشنګټن ډي سي کې د چین له سفارت سره پر دې موضوع د خبرو او د هغوی د نظر پوښتلو هڅه وکړه خو وایي د رپوټ تر جوړولو پورې یې جواب ور نه کړ.
یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.