لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شانګهای تنظیم غونډه: طالبانو سره پر اړیکو ټینګار خو له افغانستانه د ترهګرۍ د اغېز اندېښنه هم ښکاره شوې


واشنګټن ــــ د شانګهای د همکارۍ تنظیم په غونډه کې له نورو مسایلو سره سره د افغانستان پر حالاتو هم خبرې شوې دي او د طالبانو له حکومت سره پر اړیکو جوړولو د ځینو غړو له ټینګار سره سره دا هم ویل شوي چې د دې هېواد حالات د سیمې پر هېوادونو هم اغېز کړی دی.

افغانستان د شانګهای تنظیم غړی نه دی او په څارونکو هېوادونو کې شامل دی، خو د نورو څارونکو ملکونو د مشرانو غوندې د طالبانو مشرانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ورکړل شوې.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي د شاهنګهای تنظیم دې 23lمې آنلاین غونډې ته وویل، چې ترهګري د سیمې او نړۍ د امن لپاره اوس هم لوی خطر دی، وایي د دې د مخنیوي لپاره غوڅ ګام اخیستل پکار دي.

ښاغلي مودي د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو دعوه یې وکړه چې "ځینې هېوادونو له خپلو پولو بهر له ترهګرۍ د خپلو پالیسیو د وسیلو په توګه کار اخلي"، وایي دوی "ترهګرو ته پناه ورکوي"، وایي د شاهګهای د همکارۍ تنظیم باید داسې هېوادونه وغندي:

"د افغانستان حالت زموږ [د شانګهای تنظیم د غړو هېوادونو] پر امنیت مخامخ اغېز کړی دی. دا مهمه ده چې د دې هېواد خاوره په ګاونډیو هېوادونو کې د ناارامۍ او د توندروۍ د خپرولو لپاره ونه کارول شي".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم دې غونډې ته په آنلاین وینا کې وویل، چې نړیواله ټولنه دا وخت له افغانستان سره د اړیکو په معامله کې ځنډ ویني،‌ وایي له دې کبله له کابل سره د شدید بشري ناورین، اقتصادي بحران او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د اړتیا وړ بند شوی دی.

شهباز شریف هم په خپلو خبرو کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ځانګړي تدابیر خپل کړي او نړۍ ته وښیي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه‌ کارول کېږي:

"دا [له افغانستان سره د اړیکو پرې کولو] پالیسي په بیړنۍ توګه بیاکتنې ته اړتیا لري. نړیواله ټولنه باید د افغانستان [د طالبانو] له سرپرست حکومت سره په مانالرونکې توګه مصروف شي او نور ګامونه واخلي".

شهباز شریف د کوم هېواد یا مشر نوم وا نه خیست، خو ویې ویل چې د سفارتي نمبرو د جوړولو لپاره دې د هر ډول لالچ په مقصد د ترهګرۍ له کارولو په هر حالت کې ډډه وشي:

"د ریاستي ترهګرۍ په ګډون د ترهګرۍ هر ډول او بڼه باید په ښکاره او په غیرمبهم ټکو وغندل شي. د بې ګناه خلکو وژل هیڅ جواز نه لري".

د چین، هند،‌ روس او پاکستان مشرانو د نهې- سه شنبې د ورځې په غونډه کې پر دې ټینګار وکړ، چې د شانګهای همکارۍ تنظیم غړي باید له یو بل سره نیژدې اړیکې ولري او تر خپل منځ همکاري زیاته کړي.

په دې آنلاین غونډه کې د هند او پاکستان له وزیراعظمانو پرته د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین، د چین صدر شي جینپینګ، د ایران صدر ابراهیمي رییسي، د تاجکستان صدر امام علي رحمان او د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش هم ګډون کړی وو.

د تاجکستان صدر امام علي رحمان وویل، شانګهای تنظیم باید په دوامداره توګه د افغانستان حالت په پام کې ونیسي، وایي له ترهګرۍ او نشه یي موادو پاک افغانستان د ایس سي او په ګټه دی:

"موږ باور لرو چې په دې هېواد کې د امن او ارامۍ لپاره بین الافغاني خبرې یو مهم شرط دی چې مقصد یې د مهمو سیاسي او ټولنیزو ډلو په ګډون د یو ریښتیني ټولشموله حکومت جوړول دي".

طالبانو تر اوسه د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د افغانستان پر حالاتو اندېښنو او څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو په تېر یونیم کال کې یې په وار وار ویلي چې خاوره به یې د هیڅ هېواد په خلاف نه کارول کېږي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG