لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې سوداګر وايي، د بارټر ټرېډ دپاره حکومتي تګلاره د پنجاب او سيند د غټو کاروباريانو تر اغېز لاندې ده


د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان د بلوچستان صوبې تاجرانو دعوه کړې، د افغانستان، روس او ايران سره د بارټر ټرېډ يا مال په بدله کې د مال د تجارت پاليسي د پنجاب او سيند صوبې د غټو کاروباريانو تر اغېز لاندې ده.

د بلوچستان يو کاروباري بدرالدين کاکړ د وي او اې ډیوه خبريال حميد سمسور ته ويلي، د پاکستان په مرکز کې يو تاثر دا دی چې د افغانستان او ايران سره د تجارت نه زياتې ګټې بلوچستان او خېبرپښتونخوا ته دي، خو پاليسۍ يا تګلاره او وړانديزونو کې د سيند او پنجاب صوبې کاروبار ته لومړيتوب ورکول کيږي.

هغه ويلي، د مال په بدله کې د مال تجارت تل په تياره کې پاتې شوی او په ياد تجارت کې 90 فيصده خوراکي توکي د پنجاب څخه ځي.

بدرالدین کاکړ دعوه کړې په پوله د تجارتي توکيو فهرست د غټو تاجرانو په وينا محدوه ساتل شوی دی، نوموړي په دغه لسټ کې د نور ګنجايش جوړولو غوښتنه کړې ده.

د تېرې جون میاشتې په لومړۍ نېټه د پاکستان د تجارت وزارت ويلي وو حکومت د يو خصوصي امر د لارې د افغانستان، ايران او روس سره د مال بدله کې د مال تجارت پيلوي چې د نورو توکو سره سره به پکې پيټرول او ګېس هم شامل وي.

د حکومتي اعلاميې ترمخه د مال په بدله کې د مال پاليسي د جون د وړومبۍ نېټې نه اعلان شوې او د روان کال د پاره د تجارتي توکيو فهرست تيار کړل شوی. رياستي او شخصي ادارې که تجارت کول غواړي نو د پاليسۍ لاندې به د وړاندې نه اجازت نامه اخلي او د پاکستان فېډر ل بورډ اف ريونيو او ټېکس ورکوونکي به د بارټر تجارت وړ وي.

د تجارت د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي وو، د پاکستان نه به افغانستان، ايران او روس ته د خوراکي توکيو سره، کېمکل، د ودانيو جوړولو څيزونه، برقي او اوسپني او لوبو پورې 26 توکي صادرولی يا برامد کولی شي.

په اعلاميه کې ويل شوي وو، د افغانستان نه به تازه او وچې مېوې، سبزيانې، دالونه، معدنيات، کوله يا سکاره، څرمنې او اوسپنه واردولی يا برامد کولی شي. او د ايران نه به هم د مېوو ترڅنګ د معدنياتو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، کيميايي سره د نورو توکيو راغوښتو او د روس نه به د دالونو، غنمو، کولې، پټرولیم خام تېلو، اېل اېن جي، اېل پي جي، معدنياتو، او اوسپنې درامد کولو اجازت وي.

تاجرانو ویلي، د تجارت دپاره بايد بنيادي اسانتياوې جوړې کړی شي.

د کوټې د سوداګرۍ د سازمان مرستيال مشر عبدالحد اغا ويلي، د تجارانو د مالونو دپاره بايد غټ ګودامونه وي او د دوی د مالونو د حفاظت وي او د ټرانسپورټېشن جديد نظام وي، سړکونه غټ وي، په لاره امنیت وي.

اټکل کيږي چې بارټر ټرېډ به روانه میاشت پېل شي.

بدر الدين کاکړ وايي، د ایران، روس او افغانستان سره که تجارت سېوا شي، پاکستان کې به ورسره ارزاني جوړيږي او د روپۍ قدر به ورسره ښه کيږي.

پاکستان او افغانستان کې تاجرانو د مال په بدله کې د مال يا بارټر ټرېډ هرکلی کړی خو ورسره یې ویلي، د دې تجارت دپاره بايد ملکونه يو ښه نظم او تاجرانو ته اسانتياوې برابرې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG