لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو سرلښکر د پاکستان تورونه بې بنیاده بولي او وایي چا ته په افغانستان باندې د برید اجازت نه ورکوي


د طالبانو سرلښکر قاري فصیح الدین فطرت د پاکستان هغه تورونه بې بنیاده ګرځولي کوم چې وایي ترهګر د حملو دپاره د افغانستان نه پاکستان ته وراوړي.

د طالبانو د قواوو سرلښکر (لوی درستیز) د اتوار/یکشنبې په ورځ په کابل کې یو پرس کنفرنس ته په خبرو کې وویل په سرحد باندې دواړه غاړې د پاکستان او افغانستان عسکر موجود دي چې د پولې په اوږدو کې د ترهګرو تګ راتګ څارلی شي او پاکستان ته په کار ده چې خپل امن ته پام وکړي.

قاري فطرت په خپلو خبرو کې زیاته کړه: "دا چې د پاکستان دننه کسان شته چې پاکستان کې ناامني راولي، هغوی د پاکستان په خاوره کې دننه دي. دا چې پاکستان په مونږ افغانانو باندې تنقید کوي، بهتره دا ده چې خپلې خاورې ته توجو وکړي."

د طالبانو سرلښکر دا هم وویل چې په پاکستان کې ناامني، د پاکستان د پوځ د کمزورۍ نښه ده چې د هغو ناامنیو عاملین نشي نیولی. هغه یو ځل بیا د طالبانو په دې وینا ټینګار وکړ چې، "د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته زیان نه رسیږي او هېڅ کوم هېواد باندې برید نه کیږي."

د طالبانو سرلښکر خبرداری ورکړ چې څوک به پرېنږدي چې په افغانستان باندې برید او یا یرغل وکړي. د قاري فصیح الدین وینا وه چې، "غټ غټ ملکونو برید کړی، ماتې یې خوړلې ده، (ترهغو) واړه ملکونه خو هېڅکله برید نشي کولی."

د همدې اګست میاشت په اوومه نېټه د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر په پېښور کې، په دې اندېښنه ښودلې وه چې ګني افغانستان ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي او ترهګر له هغه ځایه پاکستان ته د برید دپاره ورځي. جنرل عاصم منیر دا هم ویلي و چې د ترهګرو د تباه کولو دپاره به د هېڅ ډول کوشش نه لاس وانخلي.

د جنرل منیر د دې خبرو نه وړاندې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د پخواني حکومت مشرانو څو څو ځله په طالبانو دا تورونه لګولي و چې ګني د پاکستان مخالفینو ته په افغانستان کې پناه ورکوي، مګر طالبانو دا تورونه په وار وار رد کړي او وایي چې هېچا ته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو ملکونو په ضد استعمال کړي.

(د وي او اې افغان سروس نه په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG