لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د تېرو انتخاباتو په نسبت د رایه ورکوونکو شمېر 21 میلینه زیات شوی دی


د پاکستان د انتخاباتو کمیشن وایي په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ټولو صوبو کې د هغو کسانو شمېر 21 میلینه زیات شوی دی چې د ملک په عمومي انتخاباتو کې به رایې یا ووټونه اچوي.

کمیشن د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] په هېواد کې د زیاتو شویو ووټرانو فهرست خپور کړی،‌ چې پکې ښکاري د 2018م کال د ټاکنو په وخت د رایو ورکوونکو شمېر تقریباً 106 میلینه وو او سږ کال دا شمېر شاوخوا 127 میلینه ته رسېدلی دی.

د انتخاباتو کمیشن د نوملړ له مخې په ټول ملک کې د ښځو رایو ورکوونکو شمېر د تېرو عمومي ټاکنو په نسبت له 46.7 میلینه څخه 58.5 میلینه ته رسېدلی دی، چې وایي دا د ټولو ووټرانو 46 فیصده جوړوي.

همدارنګه د نارینه ووټرانو شمېر چې په تېرو انتخاباتو کې 59.2 میلینه وو سږ کال یې شمېر 68.5 میلینه ته رسېدلی دی چې وایي دا د ټولو رایه ورکوونکو 54 فیصده جوړېږي.

د نویو شمېرو له مخې په پنجاب کې تر ټولو زیات رایه ورکوونکي 72.3 میلینه ریکارډ شوي دي، ورپسې د سیند صوبې د ووټرانو شمېر 26.6 میلینه دی، د خيبر پښتونخوا 21.6 میلینه دی، د بلوچستان شمېر 5.2 میلینه او د سر ښار اسلام اباد د رایه ورکوونکو شمېر څه باندې یو میلین ته رسېدلی دی.

د 2023م کال د شمېرو له مخې د 18 او 35 کلونو تر منځ د رایه ورکوونکو شمېر شاوخوا 57.1 میلینه ته رسېدلی دی، چې تر تېرو انتخاباتو څه کم درې فیصده زیات شوي دي.

د هغو کسانو چې عمرونه یې د 36 او 45 کلونو تر منځ دي، شمېر27.7 ته رسېدلی، د 46 او 55 کلونو تر منځ کسانو شمېر 18.1 میلینه ته رسېدلی، د 56 او 65 کلونو تر منځ کسانو شمېر 11.8 میلینه زیات شوی او د 66 او تر دې زیاتو کلونو عمر لرونکو ووټرانو شمېر څه باندې 12 میلینه زیات شوی دی.

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د ووټرانو د زیاتېدو فهرست د راتلونکو عمومي ټاکنو لپاره تر تیاریو مخکې خپور کړی دی او ټاکل شوې چې په نومبر میاشت کې ټاکنې وشي خو لا یې نېټه نه ده اعلان شوې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG