د امریکا صدر جو بایډن په اوکراین د روس برید د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه ګرځولې او یو ځل بیا یې څرګنده کړې چې که نن ورځ نړۍ د اوکراین سره نه ودریږي نو په راتلونکي کې به یو بل یرغلګر ته هم د داسې کولو فرصت په لاس ورشي.
صدر بایډن د ملګرو ملتونو د 78مې عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وویل:” روس باور لري چې نړۍ به ستړې شي او ورته به د نتایجو سره د مخ کېدو پرته په اوکراین د ظلم کولو اجازه ورکړي “.
نوموړي زیاته کړه که نن مونږ اوکراین پریږدو چې د لاس څخه ووځي، ایا د کوم بل هېواد ازادي به خوندي پاتې شي؟
هغه وویل د دې ځواب “نه ”دی. مونږ باید نن د دې ښکاره تېري په وړاندې ودریږو.
د امریکا صدر بایډن وویل”له همدې امله به امریکا په ټوله نړۍ کې د خپلو ایتلافیانو او شریکانو سره یوځای د اوکراین د زړورو خلکو تر څنګ ودریږي ځکه چې دوی د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، او د ازادۍ دفاع کوي. “
دا دوهم ځل دی چې بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وړاندې په اوکراین کې د روس جګړه غندلې ده. تېر کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې بایدن روس چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا دایمي غړی دی تورن کړی و چې "یو خپلواک هېواد د نقشې نه د لرې کولو" هڅه کوي.
صدر بایډن د چین په اړه وویل : ”زه غواړم دا روښانه کړم چې مونږ مسؤولنه رقابت غواړو، نو چین دې دا سیالۍ په شخړه بدله نه کړي“.
نوموړي وويل مونږ تیار يو چې د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو دپاره د چين سره ګډ کار وکړو.
د صدر بایډن په وینا، هېڅ هېواد په یوازې سر د نړۍ ستونزې نه شي حل کولی، مونږ د شخړو پرامنه حل غواړو.
هغه وويل: "مونږ نه غواړو چې زمونږ ماضي دې زمونږ راتلونکی وټاکي، دلته کې مخالفين ملګري جوړیدی شي او چیلنجونه حل کیدی شي. “
بایډن د خپلې وینا زیاته برخه د نړۍ نه د غربت کمولو او د تعلیم او روغتیا پاملرنه کې د پرمختګ په ګوته کولو کې مصرف کړه او د دوامداره پرمختګ او اصلاحاتو اړتیا یې ومنله.
هغه د ملګرو ملتونو په څیر د نړیوالو ادارو په اهمیت ټینګار وکړو او د 21 پیړۍ د پیچلي چیلنجونو د حل کولو دپاره يې د پراخ قیادت او په وړتیاو زور ورکړو. بایډن د موسمي بدلون، د نړیوالې ترقۍ په ضرورتونو، د هیټي په شخړه، د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په امکاناتو هم خبرې وکړې.
د لږ تر لږه 145 هېوادونو مشران روانه اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون کوي.
د یو څو د پام وړ استثناو سره د چین، فرانس، روس او برتانیه استازیتوب به د دغه هېوادونو جګپوړي چارواکي کوي
Forum