دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې دپخواني کپتان شاهد اپریدي لور انشا اپریدۍ دپاکستان دکرکټ وتلي لوبغاړي شاهین شاه اپریدي ته واده شوه.
د واده دستوره پرون د نهې په ورځ په کراچۍ ښار کې ترسره شوې ده چې پکې دپاکستان دکرکټ د اوسنیو اؤ پخوانیو وتلو لوبغاړو تر څنګ د دواړو کورنیو غړو،خپلوانو اؤ ملګرو برخه اخستې ده.
د پاکستان د فاسټ باولر یا تېز توپ اچونکي شاهین اپریدي اؤ دپخواني لوبغاړي شاهد اپریدي د لور انشا اپریدۍ نکاح سږکال د اپریل په میاشت کې شوې وه خو سرچینې وایي چې هغه مهال د شاهد اپریدي لور انشا اپریدۍ په زده کړو بوخته وه نو ځکه یې رخصتي نه وه شوې.
شاهد اپریدی د پینځوؤ لوڼو پلار دی چې 23 کلنه انشا اپریدۍ یې په لوڼو کې په دویم نمبر ده.
دشاهین اپریدي پلار د خپل زوي له کویژدې وروسته ویلي وؤ د هغه اؤ دشاهد اپریدي کورنۍ خپلو کې سره پخواني مراسم اؤ راشه درشه لري نو په دغه اساس یې د شاهد اپریدي د لور رشته خپل زوي شاهین اپریدي له غوښتې وه.
د شاهین اپریدي اؤ انشا اپریدۍ د واده د دستورې بیلابیلې ویډيوګانې اؤ عکسونه خلکو په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي چې پکې لیدل کیږي دهغوي واده له دپاکستان دکرکټ د ملي لوبډلې کپتان بابراعظم،پخوانی کپتان مصباح الحق،پخوانی وتلی بیټسمین سعید انور،پخوانی ټیسټ کرکټر تنویر احمل اؤ سهیل خان هم ورغلي دي.
په کراچۍ کې د واده د دستورې ترسره کېدو وروسته د شاهین اپریدي کورنۍ ناوې کور ته وړې ده اؤ ټاکل شوې ده د واده خوړه سبا د زیارت-پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ورکول کیږي.
شاهد اپریدي د خپلې لور د رخصتۍ عکسونه دخپل رسمي ایکس( پخوانۍ ټویټر) پاڼې څخه خپاره کړي اؤ دپاسه یې ورته د خپلو جذباتو اظهار په اردو شعرونو کې کړی دی .
دشاهد اپریدي لخوا ددغو شعرونو مفهوم دی چې" هم د پرون ورځې خبره وه چې په کور مې یې دغه نور(انشا اپریدۍ) راڅرګند شو اؤ اوس مې د سترګو په وړاندې رخصتېږي هم ،ستا دبابا زړه هم ډوبېږي خو د یوې نوي سهار هېله ورته اډاڼې ورکولو له راغلې ده"
Forum