لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باییډن دحماس ترهګریز بریدونه غندلي اؤ د اسرایل ډاګیز ملاتړ یې اعلان کړی


دامریکې صدر جوباییډن د خالي-شنبې په ورځ د حماس ډلې لخوا د شوؤ هغه بریدونو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده چې پکې په سوؤنو اسرایلیان وژل شوي دي.

ښاغلي باییډن ویلي دا پېښې غیر معقوله اؤ زړه ماتوونکې وي چې هیڅ جواز یې نه درلودرو.

هغه اسرایل سره د واشنګټن دکوټلې ملاتړ خپله ژمنه بیا تازه کړې ده اؤ ویلي یې دي اسرایل سره د امنیت لپاره د امریکا ملاتړ "لکه کاڼی سخت او ټینګ" دی.

جو بایډن وایي د اسرایل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره یې خبرې کړي او خپل ملاتړ یې ورته څرګند کړی دی.

صدر باییډن په یوې تلویزیونې وینا کې وویل" د اسرایل صدراعظم ته مې وویل چې امریکا د دې ترهګریزونو بریدونو په مخکې د اسرایل د ولس سره ولاړه ده"

جو بایډن همدارنګه خبرداری ورکړی چې په اسرایل د حماس دا برید داسې یوه شیبه نه ده چې د اسرایل ضد ډلې ترې د خپلې ګټې لپار کار واخلي.

هغه زیاته کړه، " نړۍ هر څه ګوري"

ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې ټینګار وکړو چې اسرایل د خپل ځان د دفاع حق لري.

دباییډن انتظامیې یو لوړ پوړي چارواکي د شنبې په ماښام په ټیلي فون خبریالانو ته ویلي سپینه ماڼۍ ټوله ورځ د لوړ پوړو چارواکو یا مشرانو سره په تماسونو بوخته وه چې هغې کې د فلسطین،ترکي، مصر،سعودي عرب،جرمني،برتانیې اؤ اټلي چارواکي شامل دي.

د فلسطیني وسله والې ډلې حماس لخوا د شنبې ورځې بریدونو د امریکا د دواړو لوریو د لوړ پوړو امریکایي سیاستوالو ترمنځ د یووالي یوه نادره شیبه رامینځته کړې ده د ژور سیاسي ویش له امله ډیری خلکو د تاوتریخوالي نړیوالو اغیزو ته هم اشاره کړې ده.

د اوهایو د جمهوري غوښتونکو استازی جیم جورډن چې د ولسي جرګې د راتلونکي سپیکر په توګه کمپاین کوي، وویل "د نن ورځې بې بنسټه ترهګریز برید او د بې ګناه اسراییلي وګړو وژنه د حماس او د ایران دملاتړو افراطیانو د وحشت یوه روښانه یادونه ده"

پخپل په یوه بیان کې هغه ویلي "د نارینه وو، ښځو او ماشومانو ناتاره وژنې دردونکې دي"

د سپینې ماڼۍ چارواکي چې نوم یې دداسې فون کالونو په موقعه مخې ته نه راوړل کیږي،یادونه وکړه چې امریکایي قانون سازانو د ایوان د پخوانۍ اسپیکرې کیون میک کارتهي له ګوښه کېدو ورسته یو غیر معمولي وضعیت ولېدو ،یو داسې ګام چې د نوي اسپیکر تر ټاکنې یې کانګریس په موثره توګه متحرک کړی دی.
هغه وویل "د ایوان ا سپیکر په نه شتون کې دا یو ناویاته وضعیت چې مونږ ورسره مخ یو "

د ایوان د خارجه چارو د کمیټې دوؤ غړو د ریپبلکن ماییکل میک کاول اؤ د ډیمو کریټس ګریګوري میکس په یو بیان کې خپله خبره په یوه خوله کړې ده اؤ د اسریل د ملاتړ وعده یې کړې ده.

هغوي ویلي "مونږ په اسرایل د حماس د نني ناوړه برید سخته اؤ په واضحه ډول غندنه کوؤ اؤ ددې خبرې ملاتړ کوؤ چې اسرایل دخپلې دفاع حق لري،مونږ د اسرایلو سره ولاړ یو"

دسینیټ اقلیتي مشر مچ میک کونل چې یو ریپبلکن دی، په امریکا اؤ "مهذبه نړۍ" ټینګار کړی دی چې هغوي باید اسرایل سره د یووالي په توګه ودریږي

پخپل بیان کې هغه ویلي "د اسرایل پرضد د روانې جګړې ذمه وارو ترهګرو ته ایران تربیه اؤ وسایل ورکړې دي اؤ هم دغه ترهګر ریاست په یوکراین د حملې لپاره روس ته خونړي ډرون ورکوي"

هغه ویلي داسې ترهګري کوونکو یا دهغوي ملاتړو لپاره به نتیجې ضرور وي، په کیف یا تل ابیب د حملو سره د مخ دوستانو ملاتړ کې ناکامي به یوازې د ترهګرۍ د دنیا د تر ټولو لوی ریاست اؤ د امریت خوښو د زړورتیا سوب جوړیږي اؤ د هغو خلکو ګټه به وي چې د امریکایي قیاد کمزوري کېدو ته یې سترګې دي

دهغه ډیمو کریټ سیال،اکثریتي مشر چک شومر هم دې سره اتفاق کړی دی اؤ پخپل بیان کې یې ویلي دی چې "په اسرایلي وګړو د حماس ترهګریز بریدونه بوګنونکي یا خوفناک دي:

هغه ویلي امریکا دخپلې دفاع په حق کې د اسرایلو تر څنګ ولاړه ده اؤ" زه ددې خبرې باورې کولو ته تیار یم چې اسرایل ته دې په داسې کولو کې ملاتړ ترلاسه وي ، زما دعاګانې د وژل شوؤ،یرعمل شوؤ،د هغوي د کورنیو اؤ سوونو زخمیانو سره دي"

د شنبې په ماسپښین د سپینې ماڼۍ نه خپله وینا کې صدر باییډن ویلي هغه نیتن یاهو ه دخپل ملاتړ باور په واضحه ډول ورکړی دی.

دهغه وینا وه" مونږ د اسرایل د حکومت اؤ ولس سره هر رقم مرستې ته تیار یو ، ترهګري کله هم جایز نه شي ګرځول کیدای ،اسرایل دخپلو وګړو د دفاع حق لري ،داسرایل دسلامتۍ لپاره زما د انتظامیې کوټلي ملاتړ ډاګیر دی"

څېړونکي وایي چې په دې پېښو د روس اؤ چین په څېر د امریکې مخالفین ژور نظر لري اؤ په یادو بریدونو کې د ایران ککړتیا ته ګوته نیسي.

د فاونډیشن فار ډیفنس اف ډيموکریسیز لانګ وار جرنل څېړونکي ټروزمین وویل ،"دا په پام کې نیول زیات مهم دي چې دې ټولو ډلو کې یو څېز مشترک دی اؤ هغه دی ایران"

کله چې په دې اړوند د سپینې ماڼۍ له چارواکي پوښتنه وشوه نو هغه خبریالانو ته وویل "دا ویل به تر وخت مخکې وي چې ایا ایران په دې کې نیغ په نیغه لاس لرلو،یا یې ددې پلان جوړولو اؤ که ملاتړ یې کولو"

خو دغه چارواکي زیاته کړه دې کې هیڅ شک نه شته چې حماس ته د ایران له وري مالي مرستې اؤ وسلې ورکول کیږي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG