د تازه رارسېدلو اطلاعاتو له مخې اسرایل د غزه په پوله خپل ټانکونه جمع کوي اؤ خپل کومکي ځواکونه یې متحرک کړي دي.
د اسرایلي وزیرانو وینا ده چې اوس د اسرایلي ځواکونو لخوا ځکمنی برید د" که چېرې" نه بلکې د "کله" معامله ده اؤ دا هرڅه غمازي کوي چې داسې یو ځمکنی برید ضروري دی.
دا احتمالي حمله یا برید به څرنګه وي ؟دا به د څه رقم مزاحمت سره مخ کیږي؟،د اسرایل اؤ حماس دا جګړه به څومره اوږده وي؟ اؤ ایا حماس ختمول به دومره اسان وي څومره چې د اسرایل خیال دی څېړونکي دې پوښتنو ته بیلابیل نظرونه لري.
اسرایل به د څنګه دښمن سره مخ کیږي؟
دکارپوهانو وینا ده چې اسرایل به په غزه د هر رقم برید په صورت کې د یو داسې دښمن سره مخ کیږي چا چې دایران په مرسته د وسله یوه مضبوطه ځېرمه جوړه کړې ده،د برید کوونکو نه دځان ژغورلو لپاره یې په ځمکه کې خندقونه کنستلي دي اؤ د تېرو وختونو په جګړو کې یې ښودلې ده چې هغوي هر ځل اسرایلي پوځیانو ته له وړاندې څخه زیات زیان رسولی شي.
د اسرایل د امنیت د یوې سرچینې اؤ کارپوهانو وینا ده چې په غزه د هر رقم برید په صورت کې اسرایلي جرنیلان باید د کال 2008م او 2014م د ځمکنیو جګړو نه سبق واخلي اؤ هغه په نظر کې ونیسي.
کار پوهان وایي د دغو جګړو مقصد هم د فلسطین وسله واله ډله حماس چقول وؤ.
حماس د هغه وخت په مقابله کې اوس په پیاوړي توګه مخې ته راغلی دی اؤ په اووم اکتوبر یې د خپل قیام نه راپدېخوا د اسرایل په خاوره یو خونړي برید کې د خپل توان تر ټولو تباه کوونکې مظاهره هغه مهال وکړه چې وسله والو یې تر 1300ؤ زیات اسرایلیان ووژل چې زیاتره پکې عام وګړي وؤ.
د اسرایلي په ځوابي هوایي بریدونو کې تر اوسه په غزه کې 1400 نه زیات خلک وژل شوي دي.
په ځمکنۍ جګړه کې څه کیدای شي؟
هیڅ یو لوري ته روښانه نه ده چې په ځمکنۍ جګړه کې څه کیدای شي ؟ اسرایل د یو داسې مهم پېل کولو هوډ ښکاره کړی دی چې وایي پکې به هغوي د ځمکې د مخ نه د حماس ختمولو لپاره له وړاندې څخه زیاتې وسیلې اؤ وسلې وکاروي.
حماس هم د خپلې بقا لپاره خپل حیرانوونکی توان ښودلی دی اؤ هغوي به د طاقتورو وسلو په مرسته د زیاتې ابادۍ په سیمو کې جنګېږي.
په غزه کې د اسرایلي وسله والو ډلو یو چارواکي خپل نوم ابو عبدالله ښودلی اؤ رایټرز خبري شبکې ته یې ویلي چې د اسرایل له لوري به هر برید په دې معنا وي چې خپل ځواکونه یو نامعلوم مقام ته ور دیکه کوي.
د ځمکنيو خندقونو جال اؤ اسرایلي یرغمالان
اسرایلي چارواکو په ډاګه کړې ده چې دا به کوم چټک اؤ اسان مهم نه وي ، اؤ دا ځل دوي ته دا ستونزه مخې ته ده چې حماس په اووم اکتوبر کوم په شلګونو اسرایلیان یرغمل کړي، هغه په تنګو سرنګانو یا خندقونو کې ساتلی شي چې اسرایلي پوځ ورته "غزه میټرو "وایي، اسرایلي پوځ ته به د حماس تباه کولو لپاره د سرنګانو دا جال تباه کول وي.
د اسرایل د امنیت یوې سرچینې رایټرز ته ویلي دي چې حماس ته د ماتې ورکولو بنیادي مقصد دادی چې د هغوي ټول پوځي توان اؤ پوځي وسیلې له مینځه یوړل شي اؤ د دې لپاره به یوې اوږدې کارروایۍ ته اړتیا وي.
دا سرچینه وایي چې زیاتره اهداف، کسان، ساز و سامان اؤ لوجیسټکس د ځکمې دننه دي اؤ ممکنه ده چې دوي یرغمال شوي کسان هم د ځمکې دننه وساتي، نو ځکه د ځمکې دننه دې خندقونو ته له رسېدو وړاندې باید ځمکنۍ لاره هواره شي.
کار پوهان وایي له هر برید وړاندې به د ځکمنیو خندقونو الوځونکو د اسرایل بمونو اؤ دهغوي "مرکاوا ټانکونه" ته دخندقونو یا سرنګانو ددې کړکیچن جال سره مخ کېدل وي،دداسې جنګیالیو سره به مخ کېدل وي چې هغوي د ځمکې دننه نېټ ورک کاروي، حمله وکړي اؤ بیا غایب شي،اؤ د یوې داسې وسله خانې سره به مخ کېږي چې پکې روسي ساخته "کورنیټ ټانک ضد" میزایل یا توغندي شامل دي
اسرایل خپل هغه په سوؤنو چمتو ساتل شوي(ریزرو) پوځیان د دې فلسطیني وسله والو سره مقابلې ته متحرک کوي چې د شمیرې په اړه یې د اسرایل د "شن بیټ" سروس یا خدماتو یو پخوانی چارواکی وایي،د هغوي شمیره تر 20ؤ زرو کیدای شي.
غزه کې د ځمکې یوه داسې لیکه یا پټۍ ده چې پکې 23 لکه خلک اوسیږي اؤ د وګړو په وژنو کې د اضافې خطره هم د اسرایل پوځي پلانونه پیچیده کولی شي.
د حماس ویاندویانو رایټرز ته د څه رقم پوځي عملیاتو یا پلان جوړولو په اړه د څه ویلو نه انکار کړی دی.
اسرایلي چارواکو هم په پوځي جزیاتو خبره نه ده کړې ، د خارجه وزارت یو ویاند ویلي دي چې دوي د ځمکني برید لپاره تیاری نیسي اؤ ددې برید مقصد به دا وي چې د ترهګرو رغاوڼې یا انفراسټراکچر ته دروند نقصان واړول شي تر څو هغه په راتلونکي کې د اسرایل لپاره څه رقم ګواښ پاتې نه شي.
د غزه اوسیدونکي څه وایي؟
د غزه د اوسیدونکو وینا ده چې د اسرایلي بمبارۍ له امله د پولې سره لګېدلې راهدارۍ هوارې شوې دي اؤ ځکمنیو ځواکونو لپاره یوه لاره پرانستل کیدای شي.
خو د فلسطیني وسله والو ډلو چارواکي ابو عبدالله وویل د غزه جنګیالي تیار دي.
هغه وایي الوتکې د یوې جګړې تعین نه شي کولی، زیات وسله وال چې په تېرو څو کلونو کې یې ګڼ شمیر جنګي ټیکنیکونه ایزده کړي دي هغوي په الوتکو اؤ ټانکونو د ځمکې جګړې ته اولیت ورکوي.
په کال 2007م کې چې کله حماس په لویدیځه غاړه کې د فلسطین د ادارې نه د غزه واک ترلاسه کړی ؤ د هغه وخت نه راپدېخوا اسرایل دوه سترې ځکمنۍ حملې کړې دي اؤ هر ځل یې د وړاندې په پرتله د خپل پوځیانو زیات زیانونه لیدلي دي.
د کال 2008م په برید کې د اسرایل نهه پوځیان وژل شوي اؤ په کال 2014م کې یې بیا 66 پوځیان وژل شوي وؤ.
دا څل حماس ته د تیاریو لپاره د وړاندې نه زیات وخت په لاس ورغلی دی اؤ دوي ته به اوس په سیمه کې د اسرایل دښمن "ایران" نه د راتلونکو مرستو پټ ساتلو ته اړتیا نه وي
د اسرایل یو پخواني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي تاسو به اوس غزه کې د وړاندې نه زیاتو غوره صلاحیتونو اؤ هر ځای کې بې کچه عصري ټیکنالوجۍ سره مخ کیږئ.
د اسرایل حکومت ویلي چې ولس ته به دخپل مقصد ترلاسه کولو لپاره د یوې اوږدې شخړې سره مخ کېدو ته تیار اوسیدل وي.
د نهې په ورځ د اسرایل ددفاع وزیر یواف ګیلینټ د سرحدي باړ سره نزدې پوځیانو ته خپله وینا کې ویلي دي، مونږ برید د فضا څخه پېل کړی دی ، تر دې وروسته به د ځکمې له لارې حمله کوؤ، دهغه دا بیان د ځکمنۍ حملې په لوري یوه کلکه اشاره ده.
(ددې رپورټ مواد د رایټرز نه اخستل شوي دي)
Forum