لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي همکارۍ تنظیم وایي پر غزه اسرایلي بمباري او محاصره دې سمدستي ختمه شي


د اسلامي‌ همکاریو تنظیم په خپله بیړنۍ غونډه کې په غزه باندې د اسرایلي ځواکونو د بمبارۍ د سمدستي بندېدو او د غزې پټۍ د محاصرې د ختمولو غوښتنه کړې ده. حماس د دې غوښتنې هرکلی کړی خو اسرایل ورته لا څه جواب نه دی ویلی.

د او ای سي د بهرنیو چارو د وزیرانو بیړنۍ غونډه د شورو- چارشنبې په ورځ د سعودي عرب په جده ښار کې وشوه، چې د پاکستان په ګډون د اکثرو اسلامي‌ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی وو.

تنظیم تر غونډې وروسته د 20 غوښتنو یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ټولې د فلسطین له ازادۍ او پر غزه پټۍ د اسرایلي ځواکونو له بمبارۍ سره تړلې دي، خو پر اسرایل د حماس ډلې د بریدونو ذکر او غندنه پکې نه ده شوې.

د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل د حماس له لومړیو بریدونو راهیسې تر اوسه په اسرایل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر پینځه زره ته نیژدې شوی او ټپیان یې پینځلس زره ته رسېدلي دي.

که څه هم اسرایل ویلي د غزې پر «الاهلي المعمداني العربي» روغتون د وړمې ورځې برید دوی نه بلکې اسلامي‌ جهاد ډلې کړی او اسلامي جهاد ډلې دا تور رد کړی دی، خو د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم په اعلامیه کې او د تنظیم مشر حسېن براهیم طه د دې برید پړه پر اسرایل ور اچولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبدالنهیان د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي وو، چې د اسلامي‌ همکارۍ سازمان باید پر اسرایل د تېلو او نور بندیزونه ولګوي او سفیران یې له خپلو هېوادونو وباسي، خو د او ای سي په اعلامیه کې داسې څه ذکر نه شته.

د او ای اسي په ګډه اعلامیه کې اسرایلي پوځ ته "قبضه ګر ځواک" ویل شوي او په غزه باندې د دوی بمباري او محاصره په "کلکه غندل" شوې ده، اعلامیه تور پورې کوي چې اسرایلي پوځ په قصدي د غزې ودانۍ تباه کوي او عام خلک په نخښه کوي.

د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم له غزې د خلکو ایستل او د جګړې اغېزمنو خلکو ته د بهرنیو مرستو د ورتګ لاره بندول هم غندلي او وایي دا کار د ټولو نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی:

"پر ټولو هیوادونو ږغ کوو چې سمدستي بشري، طبي او د تسکین وړ مرستې، اوبه او بجلۍ چمتو کړي او غزې پټۍ ته د بیړنیو مرستو رسولو لپاره سمدستي خوندي بشري لارې پرانیزي، چې د ملګرو ملتونو په ګډون مرسته کوونکې ادارې سیمې ته مرستې ورسوي".

د او ای سي د بهرنیو چارو وزیرانو پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی چې په چټکۍ سره عمل وکړي او وایي په غزه کې "د فلسطین د خلکو او انسانیت خلاف د ناوړه جنګي جرمونو" پر سر دې له اسرایلو سره حساب وکړي او د دې "قتلِ عام" د بندولو لپاره دې سمدستي مداخله وکړي.

د اسلامي‌ همکاریو تنظیم پر دې خبره شدیده اندېښنه ښکاره کړې چې وایي‌ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د غزې خلک محاصره ده، بمبارۍ ورباندې کېږي، په لوږه او تنده کې ساتل شوي، بجلۍ نه لري او له کورونو شړل کېږي، وایي د دې هر څه ذمه واري اسرایل دی:

"خلکو ته د بې توپیره اجتماعي سزا ورکولو پالیسي د نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده او دا د قبضه ګر ځواک هغه قانوني ذمه وارۍ دي چې په جنېوا کنوینشنونو کې یې منلې دي".

د رپوټونو له مخې پر اسرایل د حماس په بریدونو کې وژل شوي کسان 1,300 او ټپیان شاوخوا 3,300 تنه یې ټپیان شوي دي، بل لور ته په غزه کې په اسرایلي بمبارۍ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 3,478 ته رسېدلی او ټپیان 13000 ته رسېدلي دي.

او ای سي پر دې خبره ټینګار کړی چې د اسرایل او حماس په جګړه کې باید د ټولو ملکي وګړو ژوند وژغورل شي، وایي په د عامو خلکو په نخښه کول د نړیوالو قوانینو او د بشردوستۍ د نړیوالو قوانینو او د الهي قوانینو خلاف عمل دی.

د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم پر ملګرو ملتونو پر امنیت شورا نیوکه کړې چې په غزه کې "د اسرایل د جنګي جرمونو" د بندولو لپاره د غوڅ قرارداد په منظورولو کې ناکامه شوې ده. وايي دا نړیواله اداره باید خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي او په فلسين کې د بریدونو د ختمولو لپاره بیړني ګامونه واخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG