واشنګټن – په پاکستان کې د جمعیت علما اسلام ډلې ویلي، چې د دوی مشر مولانا فضل الرحمن د اتوار یا یکشنبې په ورځ د حماس له مشرانو خالد مشعل او اسمعیل هنیه سره په قطر کې د دغې ډلې په سیاسي دفتر کې لیدلي.
د حماس له مشرانو سره د لیدلو پخلی مولانا په اېکس (پخواني ټویټر) باندې کړی او د ګوند ویاند محمد اسلم غوري هم وي او ای ډیوه ته دا خبر تاید کړی دی.
جمعت علما اسلام ویاند محمد اسلم غوري د ګل یا دوشنبې په ورځ د ډیوې له خبریال فضل عزیز سره په خبرو کې ویلي، جمعیت د حماس له مشرانو سره په مسلسل توګه په اړیکه کې دی.
"جمعیت علما اسلام په پېښور، کوټه او او کراچۍ کې جلسې وکړې او د خالد مشعل او د اسماعیل هنیه په شمول د حماس مشرانو د وډیو لېنک له لارې دې جلسو ته تقریرونه کړي دي. د اسماعیل هنیه یو مرستیال په سټیج هم جلسو ته وینا کړې ده."
جمعت علما اسلام ویاند محمد اسلم غوري ویلي، چې د جمعت علما اسلام یو شمېر انجیوګانې د هېواد دننه او د باندې له حماس سره د مالي ملاتړ لپاره پیسې هم راټولوي.
"زمونږ ډير اېن جي اوز دي چې کار کوي او چې کومې پيسې وغیره چې راټولې شوي د دوی دلارې تقسیمېږي. دویمه خبره دا ده چې زمونږ ځینې خلک شته چې په قطر کې دي، سعودي کې دي، دوبۍ کې دي، انګلېنډ کې دي، هلته کار کوي، هغه چې پیسې را جمع شوې وې، هغه مولانا صاحب هغوی ته ورکړې."
د دې پوښتنې په ځواب کې چې فضل الرحمن صاحب څومره پیسې د حماس مشرانو ته وکړې نو غوري وویل دغه شمېره ورسره نشته.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې په اسرایل د حماس په برید کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي او له ۲۴۰ نه زیات کسان تښتول شوي دي، په دې اړه تاسو څه وایې، غوري وویل دا خو جنګ دی او د دواړو خواو نه داسې کېږي د دوي خلک هم له هغوی سره کېدای شي چې وي او زیاته یې کړه.
"د اسرایل نه داسې کوم شکایت نه دی راغلی چې حماس معصوم ماشومان وژلي وي، یا حماس په سکولونو او یا په کوم هسپتال حمله کړې وي. مونږ ته د اسرایل داسې څه شکایت نه ښکاري. البته حماس شکایت لري چې اسرایل دا ټول کارونه کوي او د نړیوالو ادارو د ضوابط پایمالي کوي"
هغه د حماس له مشرانو سره د مولانا د لیدنې په اړه وویل په داسې حالاتو یوازې په ټېلې فون رابطې کافي نه وي.
"مولانا صېب خپله ولاړ، همدردي يې ورسره وکړه او د هغوی مسلې يې واورېدلې او دا تاثر يې هم لېرې کړ چې حماس یوازې کړای شوی دی. د هغوی تنهايي يې لرې کړه او د هغوي موقف یې څرګند کړو."
د مولانا فضل الرحمان ډلې په اېکس اچول شوي بیان کې د حماس له مشرتابه سره د پاکستان او د خپل ګوند په استازیتوب غم شریکي او همدردي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې "مونږ له تاسو سره په اخلاقي، سیاسي او ډېپلوماټیک ډګر کې ولاړ یو."
د جمعیت علما اسلام ف په اېکس (ټوېټر) باندې په دې اړه خپل یو خپور کړي بیان کې لیکلي،
"اسرایل کوښښ کوي چې د ځپلو او بې عدالتۍ له لیارې د فلسطین حیثیت بدل کړي، کوښښ کوي چې د الاقصی جومات حالت بدل کړي."
بیان زیاتوي، د "پرمختللیو هېوادونو د مدافعینو" لاسونه د فلسطین د بې ګناه ښځو او ماشومانو په وینو سره دي.
په بیان کې وړاندې راغلي، "فلسطینیان نه یواځې د خپلې خاورې لپاره جګړه کوي بلکه همدارنګه د الاقصی د ازادۍ جګړه پر مخ وړي او مسلمان امت دنده ترسره کوي."
بیان وايي، "دا وخت رسېدلی چې مسلمان امت په سیمه کې له فلسطیني ورونو سره اوږه په اوږه ودرېږي."
د پاکستان په ډان ورڅپاڼه کې راغلي چې ددغې لیدنې پر وخت هنیه وویل، "دا د مسلمان امت دنده ده چې د اسرایلو د بې عدالتیو په وړاندې یو موټی ودرېږي."
د جمعت علما اسلام لخوا په یو خپور کړي بیان کې د هغه له خولې راخېستل شوي چې، "هغه هېوادونه چې د بشري حقونو خبرې کوي هغوی تل ابیب لوري ته په وسلو بار بیړۍ روانې کړي."
هغه زیاتوي، "مسلمان امت باید هلته د فلسطیني ورونو د ملاتړ لپاره موجود وي، له خپلو مورګانو، خویندو او ورونو سره مرسته وکړي."
خبر زیاتوي، دواړو فلسطیني مشرانو ویلي چې مولانا "فلسطین ته د پاکستان د سفیر رول ادا کوي."
په خبر کې دا هم راغلي، چې "هنیه او مشعل د پاکستان له خلکو او د جمعت علمای اسلام له کارکونکو څخه د فلسطینیانو د ملاتړ له امله مننه او قدرداني کړې."
حماس د اکټوبر په اومه نېټه له غزې څخه په اسرایلو باندې یو حیرانونکی برید وکړ، ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او نېږدې ۲۴۰ تنه یې له ځانه سره وتښتول.
د دې په غبرګون کې اسرایلو په غزه کې خونړي هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پکې تر ۹۷۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې ۴۸۰۰ یې ماشومان دي.
په غزې پټۍ باندې د اسرایلو د بریدونو پرضد د پاکستان او امریکا په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ګڼ لاریونونه وشول او په فلسطینیانو باندې یې د اسرایلو د ظلمونو د غندنې ترڅنګ د اوربند غوښتنه وکړه.
Forum