لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سفیر ډونلډ بلوم نواز شریف سره پاکستان کې په کېدونکو ټاکنو اؤ نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړي


په پاکستان کې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم د مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر نواز شریف سره په لاهور کې لیدلي اؤ ورسره یې پاکستان کې په راتلونکو ټاکنو، د پاکستان په اقتصادي وضعیت، د پاکستان اؤ امریکې په اړیکو اؤ د غزې په صورتحال خبرې اترې کړې دي.

د مسلم لیګ نواز ګوند په اعلامیه کې ویل شوي د امریکایي سفیر اؤ نواز شریف ترمنځ شوې دې لیدنه کې دواړو مشرانو د پاکستان اؤ امریکې ترمنځ د دوه اړخېزه تعلقاتو په پراختیا اؤ لا پیاوړي کولو ټینګار کړی اؤ د هغې ارزښت یې منل شوی یاد کړی دی.

په پاکستان کې امریکایي سفارتخانې لا ددغه لیدنې په اړوند کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې خو مسلم لیګ نواز ګوند پخپله اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو دپاکستان په سیاسي اؤ اقتصادي وضعیت په ځانګړي ډول پاکستان کې عامو ټاکنو لپاره په روانو تیاریو خبرې اترې کړې دي.

په پاکستان کې د ټاکنو کمیشن د راتلونکي کال په 8مه فرورۍ د عامو ټاکنو اعلان کړی دی خو له دغو ټاکنو وړاندې څېړونکي اؤ سیاسي ګوندونه تورونه لګوي چې مسلم لیګ نواز ګوند د طاقتور پوځ یا اسټیبلمشنټ سره خپله خبره راجوړه کړې ده اؤ ویره څرګندوي چې نواز شریف ته به یو یو وار بیا انتخاباتو کې د ټګۍ له لارې اقتدار وسپارل شي.

خو د مسلم لیګ (ن) مشران بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي کله هم انتخاباتو کې د ټګۍ له لارې نه بلکې مدام د ولس په رایو ترلاسه کولو ګټه کړې ده.

پوځ که هر څو د مسلم لیګ(ن) ګوند سره د سازباز تورونو ته نیغ په نېغه ځواب نه دی ویلی خو د پوځ پخواني مشر جنرال (ر) قمر باجوده له خپلې دندې څخه د ریټایرډ کېدو نه لږې ورځې وړاندې په تواتر سره دعوه کوله چې پوځ د سیاست نه ځان په ډډه کړی دی.

د مسلم لیګ (ن) په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکې سفیر ښاغلي ډونلډ بلوم اؤ نواز شریف د دواړو هیوادونو تر منځ د کلکې اؤ باثباته شرکت دارۍ په ارزښت اعتراف کړی اؤ هم یې د مرستو د نوؤ فرصتونو د لټون اؤ دهغې په کامیابېدو د خپل منځني اړیکو د لا پیاوړتیا ارزښت منلی دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر ښاغلي نواز شریف په دې لېدنه کې په غزه د اسرایلي پوځ بمباریو کې د بېګناه فلسطینیانو د وژنې ستونزه هم راپورته کړې ده اؤ په سمدستي توګه یې غزه کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

اعلامیه وایي چې نواز شریف په غزه کې ګیرو خلکو ته پرته له کوم ځنډ دبشري مرستو په رسولو ټینګار کړی دی.

تر دې لېدنې دوه ورځې له مخه نواز شریف سره د برتانیې هائي کمشنر جین میریټ هم لیدنه کړې وه اؤ ورسره یې په بیلابیلو اړونده اؤ سیمه ییزو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG