د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې نن د نهې/ سه شنبې په سهار خواوشا نهه بجې په ورسک روډ د يو شخصي سکول مخې ته چاودنه شوې، د درېو ماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه اووه کسان ژوبل شوي دي.
د پوليسو چارواکو په وینا چاودنه د ورسک په بابو ګړۍ علاقه کې د وړاندې نه اېښودی شوو بارودوي موادو د لارې شوې او په ريموټ کنټرول بارودي موادو ته چاودنه ورکړی شوې ده.
په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.
د پېښور ښار اېس اېس پي اپرېشن کاشف افتاب عباسي د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، چاودنه په داسې حال کې شوې چې د دغه ځای څخه په ګزمه بوخت د پوليس موبايل تېر شوی دی.
هغه ويلي، ښکاري د پوليسو موبايل د چاودنې هدف وو خو په چاودنه کې پوليسو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
نوموړي زیاته کړې، د بم ډسپوزل سکوارډ ترمخه په چاودنه کې نزدې څلور کيلوګرامه بارودي مواد کارول شوي دي.
پوليس افسر تاييد کړې په چاودنه کې اووه ملکي وګړي ژوبل شوي دي او د علاج لپاره د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي دي.
د روغتون ویاند محمد عاصم وي او اې ډيوه ته ویلي، روغتون ته د درېو ماشومانو په ګډون اووه ژوبل کسان راوړل شوي په دوی کې د يو روغتيايي حالت سخت دی او د ټولو درملنه روانه ده.
پوليس چارواکي وايي، د پېښې پلټنې يې پېل کړي او په پېښه کې ککړ کسان به معلوموي.
په 11م ستمبر هم د پېښور په ورسک روډ د اېف سي ځواک په ګاډي چاودنه شوې يو عسکر پکې وژل شوی او د شپږو عسکرو په ګډون نهه کسان پکې ژوبل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه چاودنې زمه واري منلې وه.
ورسک روډ د پېښور هغه حساسه علاقه ده چرته چې ارمي پبلک سکول هم دی.
نهه کاله وړاندې په 16دسمبر کال 2014م کې په ارمي پبلک سکول يو خونړی ترهګر بريد شوی لږ تر لږه 150 کسان پکې وژل شوي چې زياتره یې د سکول زده کوونکي وو.
په ارمي پبلک سکول د بريد زمه واري اول د تحریک طالبان پاکستان طارق ګيدړ ګروپ او بيا د هغه وخت د ټي ټي پي مشر فضل الله هم د ياد بريد په حواله ويلي چې دغه بريد طالبانو ويلي وو.
Forum