په داسې حال کې چې په سوشل میډیا د پاکستان تحریک انصاف د امیدوارانو نه د نامزدګۍ د کاغدونو تروړل کیدو دعوې مخې ته راغلي ، نګران وزیراعظم انوار الحق وایي څوک له سیاسي میدانه ویستل د حکومت پالیسي نه ده .
ښاغلي کاکړ ویلي، که څوک د انتخاباتو پروسه کې د برخې اخستو نه منعې کړی شو نو دهغې به تحقیقات کولی شي.
نن (اتوار) پاکستان کې په اتمه فرورۍ اعلان کړل شوؤ انتخاباتو کې د برخې اخستو لپاره د کاغذونو جمع کولو وروستۍ ورځ ده خو دپاکستان تحریک انصاف ګوند ګڼو مشرانو اؤ فعالینو په ټولنیزو رسنیو دعوې کړې دي چې د دوي امیدوارانو نه یا خو د نامزدګۍ کاغدونه نامعلومو کسانو تروړلي اؤ یا هم د هغوي نه انتخابي افسرانو د کاغذونو ترلاسه کولو څخه انکار کړی دی.
دپاکستان تحریک انصاف ګوند د بنديوان صدر چوهدري پرویز الهي زوي مونس الهي په ټولنیزو رسنیو دخپلې مور قیصره الهي یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکې لیدل کیږي نامعلومه کسان د هغې د لاس نه د کاغذونو تروړلو هڅه کوي.
مونس الهي په ایکس رسنۍ لیکلي نن ټوله ورځ دهغه مور پرې نه ښودل شوه چې انتخاباتو کې د برخې اخستو لپاره خپل کاغذونه جمع کړي خو کله چې یې مور کاغذونو جمع کولو لپاره روانه شوه نو په دروازه ولاړ تن ترې د کاغذونو تروړلو هڅه وکړه.
هغه پوښتنه کړې ده چې د مور ګېر چاپېره یې موجود په سپینو جامو کې ولاړ دا خلک څوک دي؟
د یو شخصي پاکستاني ټي وي چینل سره مرکه کې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلی، چې د انتخاباتو عمل نه د چا بهر ساتل یا د تحریک انصاف وجود ختمول د نګران حکومت پالیسي نه ده.
هغه ویلي ، که انتخاباتو کې چاته د موقعې نه ورکړل کیدو نیوکې مخې ته راغلې نو هغې ته به کتنه کولی شي اؤ الیکشن کمیشن سره به هم په دغه هکله خبرې اترې کولی شي.
تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم عامو ټاکنو لپاره د تحریک انصاف ګوند د امیدوارانو په مبینه توګه د نامزدګۍ د کاغذونو جمع کولو نه د منعې کولو په اقدام سخته اندېښنه ښودلې وه .
ایچ ار سي پي د پاکستان په نګران حکومت اؤ الیکشن کمیشن ټینګار کړی چې باید رڼې اؤ بې پلوه ټاکنې باوري کړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن (ایچ ار سي پي) د خالي په ورځ خپله یوه اعلامیه کې ویلي وؤ په دې خبره سخته اندېښنه لري چې ویل کیږي د تحریک انصاف ګوند امیدواران په مبینه توګه د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو ته نه پرېښودل کیږي.
ایچ ار سي ویلي، په راتلونکو ټاکنو کې تحریک انصاف ګوند ته د خپلې خوښې انتخابي نښه نه ده ورکړل شوې اؤ په دې وروستیو کې د هیواد بیلابیلو ښارونو نه د ناامنۍ خورولو په تورونو د پي ټي آی د کارمندانو اؤ مشرانو پرضد مقدمې درج کول هم د غندنې وړ دي.
د پاکستان الیکشن کمیشن د راتلونکي کال په اتمه فرورۍ ګرد هیواد کې د عامو ټاکنو اعلان په داسې حال کې کړی چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اؤ ددغه ګوند نور مشران د بیلابیلو مقدمو په اساس یا خو زندانونو ته اچول شوي اؤ یا هم د نیول کیدو له ویرې پټ شوي دي.
د ټولټاکنو کمیشن تحریک انصاف ګوند ته د ګوندي انتخاباتو په قضیه کې د انتخابي نښې "بیټ"له ورکولو هم انکار کړی دی.
تر دې وړاندې د پاکستان الیکشن کمیشن عمران خان د توشه خانې په قضیه کې نااهله ګرځولی دی اؤ هغه په موجوده حالاتو کې ددې جوګه نه دی چې راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
د خالي په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خپل وکیل عبداللطیف کهوسه په لاس سپریم کورټ ته خواست کړی چې دده د نااهلۍ فیصله باید ختمه کړي.
تر دې وړاندې سپریم کورټ د سايفر قضیه کې د عمران خان اؤ د هغه د ګوند د مرستیال مشر شاه محمود قریشي ضمانتونه منظور کړي خو په عمران خان نورې مقدمې هم درج دي چې د هغې له امله څېړونکي وایي عمران خان به زر له زندانه رابهر نه شي.
د پاکستان د ټولټاکنو د کمیشن مشر په وار وار په یاد کمیشن د سیاسي جانبدارۍ تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د هر ګوند سره د ایین مطابق چلند کوي اؤ هیڅ یو ګوند ته ځانګړی ارزښت نه ورکوي.
Forum