لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوزف ووټل: د ایران او پاکستان ترمنځ کشیدګیو کې اضافه به د ژورې فکرمندۍ خبره وي


جوزف ووټل د امریکا د پوځ ریټایرډ جنرل دی چې پخوا د سنټکام مشر و
جوزف ووټل د امریکا د پوځ ریټایرډ جنرل دی چې پخوا د سنټکام مشر و

د ایران او پاکستان ترمنځ د سرحد دواړو غاړو ته چې کومې حملې وشوې، ملک کې دننه او بهر یې د ډېرو توجو ځان ته راواړوله او ځینو سره دا فکرمندۍ پیدا شولې چې هسې نه دا لانجه نوره هم پسې پراخه شي او په جنګ واوړي.

د امریکا په پوځ کې د سېنټکام پخوانی مشر جوزف ووټل وایي اوس به دې ته کتل وي چې تهران او اسلام آباد خپل آینده دریځونه څنګه غوره کوي.

جوزف ووټل د وي او اې د ترکي سروېس سره په مرکه کې وویل: "چېرته په کشیدګیو کې اضافه راشي، او که چرته تر دې د دواړو خواوو ترمنځ لانجې زیاتې شي، نو بیا زما په خیال دا به د ډېرې فکرمندۍ خبره وي، او ممکن د هغه څه نه چې ایران یې کوي، دا کومه بېخچنه یا ژوره مسئله جوړه شي."

مګر ووټل زیاته کړه چې د اوس دپاره اهمه خبره، دا کتل دي چې په دې شخړه کې آینده څه پېښیږي، او دا لانجه به په کومه خوا روانیږي.

د جنرال (ر) جوزف ووټل وینا وه چې ایران په بلوچستان کې د جېش العدل ډلې په اړه ځیني فکرمندۍ لري او هغوی په ایران کې د ځینو شوو حملو ذمه داره ګرځوي، چې په هغو کې ځیني په دا وروستیو کې د ایران د انقلابي دستې یا سپاه پاسداران د مشرتابه په ضد شوې دي.

دغه ریټاېرډ امریکایي جنرل زیاته کړه: "زما په خیال ایران په دې وجه هغو باندې حملې کوي چې د یوې خطرې په حیث ورته ګوري، داسې خطره چې لا زیات عدم استحکام پیدا کوي."

د سنټکام پخواني مشر په داسې حال کې خپل ذاتي خیالات د وي او اې سره شریک کړل چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ وایټ هاوس د پاکستان او ایران ترمنځ وروستۍ کشیدګۍ په اړه د واشنګټن رسمي دریځ څرګند کړ.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل یو ویاند، جان کربي خبریالانو ته وویل: "مونږ نه غواړو چې په خطه کې د هېڅ قسمه وسله والې شخړې اضافه وګورو، په خاص ډول د دغو دوو ملکونو [ایران او پاکستان] ترمنځ."

ایران ولې مختلفو ملکونو باندې حملې کوي؟

وړاندې تر دې چې ایران د پاکستان په بلوچستان صوبه کې بریدونه وکړي، دا اعلان یې کړی و چې د عراق او شام په شمالي علاقو کې یې "د جاسوسۍ ځالې او د ایران ضد ډلو غونډې" په نښه کړي دي.

ایران په داسې وخت کې پخپلو ګاونډیو او د خطې په ملکونو حملې کړي چې په غزه کې د اسرایل او حماس ډلې جنګ روان دی او په یمن کې هم حوثیانو د بحیره احمر او خلیج عدن نه تېرېدونکو کښتیو حملې کړي چې امریکا او اتحادیانو یې جوابونه ورکړي دی.

د امریکا د سنټکام پخواني مشر جنرال (ر) جوزف ووټل وایي، ایران د منځني ختیځ په مختلفو ملکونو – شام او عراق – کې د خپلو وروستیو حملو په ترسره کولو سره، غواړي ځانګړي پیغامونه ولیږي، او دا پیغامونه یې بېلابېل مقاصد لري.

ووټل زیاته کړه: "د مثال په طور، [د شام] په ادلب کې یې حملې، زما په خیال د دې دپاره ډېزائن شوې وې چې اسرایلیانو ته وښایي چې دوی (ایران) د لېرې فاصلې وېشتونکو میزائیلو صلاحیت لري. او دا چې (ایران) د داعش په ضد حملې کوي، دې سره کوشش کوي دا پیغام ولیږي چې داسې یو ذمه داره ملک دی چې ګني توجو یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ته ده."

جنرال (ر) ووټل دا هم وویل چې د ایران ځیني حملې، "په ملک کې دننه د ځینو د خوشحالولو دپاره هم دي، په خصوص د هغو قدامت پسنده ښي اړخو د راضي ساتلو دپاره کوم چې په حکومت کې شامله دي. مقصد دا دی چې هغو ته وښایي چې ایران صرف خبرې نه کوي، په ځېنو برخو کې عمل هم کوي."

د ښاغلي ووټل په باور، د ایران د حملو بل مقصد، په خطه کې خپلو اتحادي ډلو – لکه حماس او حزب الله – ته دا ښودل هم دي چې ایران "نېغ په نېغ ګام هم اخلي او صرف په هغوی تکیه نه کوي."

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG