لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: وزيراعظم د انتخاباتو د امنيت او انتظاماتو دپاره کميټي جوړه کړې


د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق په ملک کې د راتلونکو عامو انتخاباتو د امنيت او انتظاماتو دپاره اووه کسيزه کميټي جوړه کړې ده. پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي دي.

د ډان وېب پاڼې د خبر ترمخه، د وزیراعظم د دفتر څخه جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي، کميټي به د انتخاباتو په مهال د امنیت انتظام برابروي، د سوتره ټاکنو مسلې ته د کتنې سره به د بېړني اضافي امنیت ضرورت پوره کوي او اړونده لارښوونې کوي.

پاکستان کې د انتخاباتو ځنډولو دپاره په برني اېوان سېنېټ کې درې قراردادونه وړاندې شوي دي.
په يادو قراردادونو کې ويل شوي، د ژمي موسم او ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو له امله دې انتخابات وځنډول شي. خو الکېشن کمېشن د سېنېټ د قراردادونو په ځواب کې ويلي، انتخابات به هم په اعلان شوې نیټه کیږي.

په 17مه جنورۍ د چيف الېکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ غونډه شوې او د انتخاباتو د تیاريانو جاج پکې اخستل شوی وو.

د الېکشن کمېشن ترمخه، په غونډه کې د الېکشن کمېشن د چارواکو نه علاوه د صوبو داخله سيکرټريانو، لوړ پوړو پوليس او امنيتي ادارو مشرانو ګډون کړی او د پرامنه انتخاباتو کولو په خبره یې ټینګار کړی وو.
ویل شوي، د عامو انتخاباتو په مهال دې په وخت انتظامي او حفاظتي ګامونه پورته کړی شي، سياسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته دې سازګار ماحول برابر کړی شي.

د پاکستان نګران حکومت پرېکړه کړې ده چې په اتمه فرورۍ هیواد کې د کېدونکو عامو ټاکنو د امنیت لپاره به د ملیشه ځواکونو یا ایف سي زرګونه عسکر د خیبر پښتونخوا صوبې بیلابیلو برخو، پلازمینه اسلام اباد او کراچۍ کې وګماري.

په 16مه جنورۍ اې ایف پي د ایف سي ځواکونو د کمانډر معظم جاه انصاري له خولې ویلي وو چې د راتلونکې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د ایف سي ځواک پنځه زره (5000) عسکر د افغانستان د پولې سره لګیدلې خیبر پښتونخوا صوبه کې ځای پځای کړل شي.

هغه ویلي وو د دې ترڅنګ به 1700 د ایف سي عسکر اسلام اباد ته او 400 نور کراچۍ ته واستول شي چې د وسله والو بریدونو په مخنیوي کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

په پاکستان کې د کېدونکو عامو انتخاباتو نه وړاندې د تشدد او ناامنۍ پېښې هم چټک شوې دي.

يوه اوونۍ وړاندې پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم د انتخاباتو په مهال د امنیت ټينګ ساتلو غوښتنه کړې او ويلي وو، په ځانګړي ډول "خېبرپښتونخوا کې دې د امنیت ښه کولو" دپاره اقدامات وکړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG